دین یا مذهب (Religion) د ټاکل شوو چلندونو او اعمالو، اخلاقیاتو، باورونو، نړۍ لیدونو، متنونو، مقدسو ځایونو، پیغمبریو، اخلاقو، یا سازمانونو یو ټولنیز-کلتوري سیستم دی، چې بشریت له مافوق الفطرت، خارق العاده یا ماورایي او معنوي عناصرو سره نښلوي.
که څه هم، په دې اړه د علماوو او پوهانو اجماع نه شته چې په دقیقه توګه یو دین له کومو څیزونو تشکیلېږي. بېلابېل دینونه ښایي مختلف عناصر ولري، چې خدای، مقدس یا سپېڅلي څیزونه، عقیده، یو مافوق الطبیعه یا اسماني موجود یا موجودات یا "یو ډول داسې غایت او لوړوالی پکې راځي چې د پاتې ژوند لپاره نورمونه او ځواک چمتو کوي".په مذهبي یا دیني چارو او کړو وړ کې ښایي عبادتي چارې او مناسک، وعظونه، ذکر یا عبادت او لمانځنه (د خدایانو او/یا ولیانو او بزرګانو)، قربانۍ، جشنونه، اخترونه او میلې، جذبې، نوښتونه، د جنازو مراسم، د ودونو مراسم، تفکر او تعمق، لمونځ او دعا، موسیقي، هنر، نڅا، عامه خدمت، یا د انساني کلتور نور اړخونه شامل وي. ادیان او مذاهب مقدس یا سپېڅلي تاریخونه او روایات لري، چې په مقدسو کتابونو، سمبولونو او نښو نښانو او سپیڅلو ځایونو کې خوندي دي او هدف یې تر ډېره ژوند ته معنا وربښل دي. ادیان ممکن سمبولیکې کیسې ولري، چې د پیروانو له لوري یې رښتیا بلل کېږي او دا ډول کیسې هم ښایي د ژوند، نړۍ او نورو ښکارندو د اصل او ریښې د توضیح او تشریح هڅه وي. په دودیز ډول، عقیده او ایمان، پر عقل او استدلال سربېره، د دیني باورونو سرچینه ګڼل کېږي. په ټوله نړۍ کې د اټکل له مخې ۱۰۰۰۰ متفاوت دینونه شته دي. د نړۍ شاوخوا ۸۴٪ نفوس له عیسویت، اسلام، هندویزم، بودیزم، یا هم له عامیانه دیني باورونو سره تړاو لري. په هغو وګړو کې چې له دین او مذهب سره تړاو نه لري، هغه څوک شاملېږي چې کوم ځانګړی دین یا مذهب په رسمیت نه پېژني، ملحدین یا بېدینان وي او د خدای د وجود منکرین (agnostics) وي. په داسې حال کې چې په نړۍ کې له دین سره تړاو نه لرونکو خلکو شمېر زیات شوی، خو ډېری همدا له دین سره بې تړاوه خلک بیا هم بېلابېلې مذهبي عقیدې لري. د دین یا مذهب په زده کړو کې هم ګڼې علمي څانګې شاملېږي، لکه الهیات، د ادیانو پرتلیزې زده کړې او ټولنیز علمي مطالعات. د دین یا مذهب تیورۍ د دین د منشاء او ریښې او کارونو لپاره بېلابېل توضیحات وړاندې کوي، چې د دیني وجود او عقیدې اړوند د موجودیت پېژندنې (ontological) بنسټونه پکې شاملېږي. تعریفپوهان د دین پر یوه واحد تعریف په اتفاق کولو کې پاتې راغلي دي. که څه هم، د دین د تعریف لپاره دوه عمومي سیستمونه شته دي: ټولنپوهنیز/وظیفوي او د پدیده پېژندنې/فلسفې پر بنسټ. عصري لویدیځد دین مفهوم په لویدیځ کې د عصري دورې پر مهال رامنځته شوی. له دغه مفهوم سره موازي مفاهیم په ډېرو اوسنیو او پخوانیو کلتورونو کې نه موندل کېږي. په ډېرو ژبو کې هم د دین (religion) لپاره هېڅ معادله یا مترادفه اصطلاح نشته ده. یوه ثابت تعریف ته رسېدل د پوهانو لپاره ستونزمن ثابت شوي او ځینو یې ان له شونتیا سترګې پټې کړې دي. یو شمېر نور بیا استدلال کوي چې د د تعریف په پام کې نیولو پرته یې پر غیر لویدیځو کلتورونو کې پلي کول مناسب نه دي. زيات شمېر پوهانو د دین د ماهيت د تعریفولو په اړه نظرونه څرګند کړي دي. دوی ګوري چې هغه طریقه چې په اوسني وخت کې دا مفهوم پکې کارېږي، یو داسې ځانګړی عصري جوړښت دی چې د تاریخ په اوږدو کې او له لویدیځ څخه بهر په ډېری کلتورونو کې (یا ان په لویدیځ کې د ویسټفالیا تر سولې وروسته) د پوهېدو او درک وړ نه و. د مک میلن د ادیانو دایرة المعارف لیکي:
ځانګړي ادیانابراهیميابراهیمي ادیان هغه توحیدي دینونه دي چې باور لري له ابراهیم (ع) څخه راپیل شوي دي. یهودیتیهودیت تر ټولو زوړ ابراهیمي دین دی، چې ریښه یې د لرغونو اسراییلو او یهودو خلکو ته رسېږي. تورات د دغه دین بنسټیز متن دی، او د هغه لوی متن یوه برخه ده چې د تنخ یا تناخ یا عبراني بایبل په نوم پېژندل کېږي. دا دین د شفاهي سنتو په وسیله بشپړ شوی، چې په لیکلې بڼه په وروستیو متنونو یا نصوصو لکه میدراش او تلمود کې ترتیب شوي دي. په یهودیت کې د متنونو، اعمالو، دیني ځایونو او د سازماني بڼو یوه پراخه مجموعه شامله ده. په یهودیت کې بېلابېل خوځښتونه شته دي، چې ډېری یې له ربینیک (Rabbinic) یهودیت څخه سرچینه اخلي، په کوم کې چې باور دا دی چې خدای (ج) خپل قوانین او احکام موسی (ع) ته په سینا غره کې د لیکل شوي او شفاهي تورات په بڼه نازل کړي دي. په تاریخي توګه، دا ادعا د بېلابېلو ډلو له لوري ننګول شوې ده. یهود قوم یا وګړي په ۷۰ میلادي کال کې په بیت المقدس کې د معبد له ویجاړولو وروسته خواره واره شول. اوسمهال شاوخوا ۱۳ ملیونه یهودیان شته دي، چې شاوخوا ۴۰ سلنه یې په اسراییلو او ۴۰ سلنه یې په متحده ایالاتو کې ژوند کوي. د یهودانو ترټولو لوی مذهبي خوځښتونه اورتودوکس یهودیت (حریدي یهودیت او عصري ارتودوکس یهودیت)، محافظه کاره یهودیت او اصلاحپال یهودیت دي. عیسویت یا مسیحیتعیسویت د ناصري عیسی (لومړۍ پېړۍ) پر ژوند او لارښوونو ولاړ دی چې په نوې عهدنامه یا انجیل (New Testament) کې وړاندې شوي. عیسوي عقیده په اصل کې پر عیسی (ع) د مسیح، د خدای زوی، او د نجات ورکوونکي او څښتن په توګه باور دی. نږدې ټول عیسویان پر تثلیث باور لري، په کوم کې چې د پلار، زوی (عیسی مسیح) او روح القدس یووالی په یوه خدای کې د دریو کسانو په توګه درس ورکول کېږي. ډېری عیسویان کولی شي خپله عقیده له نیسین یا نیقیه عقیدې (Nicene Creed) سره بیان کړي. په لومړۍ زریزه کې د بیزانس امپراتورۍ او بیا د استعمار په دوره کې د لویدیځې اروپا د دین په توګه، عیسویت په ټوله نړۍ کې د مذهبي تبلیغ له لارې تبلیغ شوی دی. دا د نړۍ ترټولو لوی دین دی، چې تر ۲۰۱۵ کال پورې یې شاوخوا ۲.۳ ملیارده پیروان لرل. د پیروانو د شمېر له مخې د عیسویت اصلي تقسیمات په لاندې ډول دي:
اسلاماسلام یو توحیدي دین دی چې بنسټ یې پر قرآن کریم، چې د مقدسو کتابونو له جملې څخه دی او د مسلمانانو په باور د الله (ج) له خوا نازل شوی، او همدا راز د اسلام د پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پر لارښوونو (احادیثو) باندې دی، چې د ۷مې پېړۍ یو ستر سیاسي او مذهبي شخصیت دی. د اسلام بنسټ د ټولو دیني او مذهبي فلسفو پر یووالي دی او له حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څخه مخکې د یهودیت، مسیحیت او نورو ابراهیمي دینونو ټول ابراهیمي پیغمبران مني. دا دین په سوېل ختیځه اسیا، شمالي افریقا، لویدیځه اسیا، او مرکزي اسیا کې ترټولو پراخ دین دی، په داسې حال کې چې مسلمان هیوادونه د سوېلي اسیا، سب سهاران یا لوېدیځې صحرا افریقا او سوېل ختیځې اروپا په برخو کې هم شته دي. د ایران، پاکستان، موریتانیا او افغانستان په ګډون څو اسلامي جمهوریتونه هم شته دي. د مذهب تعريفد گڼ شمېر بېلابېلو ځانگړتياو له مخې، مذهب هم په بېلابېلو ډولونو تعريف شوی. په ډېريو تعريفونو کې د يو ډول بې مانا ټولگړي ځانگړتياو او د يوه کټ مټ تعريف تر مېنځ د انډول د ساتلو هڅه شوې. ځينو سرچينو بيا د يو شمېر رسمي، ليکل شوي تعريفونه رانقل کړي خو ځينې نور يې د تجربوي، احساساتي، اخلاقي ارزونې او مقصدي فکټورونو له مخې د مذهب په تعريف ټينگار کړی. په ډېريو تعريفونو کې داسې راغلي: سرچینې |
This article uses material from the Wikipedia پښتو article مذهب, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.