لندن د انګلستان او متحده سلطنت پلازمېنه او تر ټولو ستر ښار دی.
دا ښار د انګلستان په سويل ختيځ کې د تيمز سيند پر غاړه، د سیند شمال لور ته د سمندر په داخلي خوله کې پنځوس ميله (۸۰ کيلومتره) دننه موقعيت لري، لندن له دوه زريزو راهيسې يو ستر مېشت ځای دی. د لندن ښار، د ښار لرغونی بنسټ او اقتصادي مرکز د «Londinium» په نوم د روميانو له خوا جوړ شوی و او تر اوسه يې نږدې د منځنيو پېړيو پولې په خپل ځای پاتې دي. له نولسمې پېړۍ راهيسې، لندن ته د دې مرکزيت په شا او خوا کې د ستر ښار په سترګه کتل کېږي، له تاريخي اړخه دا ښار د ميلسيکس، ايسيکس، سوري، کينټ او هرټفورډشاير ولسواليو تر منځ وېشل شوی دی چې ستر لندن له همدې ولسواليو څخه جوړېږي او د ستر لندن د حکومت له خوا اداره کېږي. د لندن لويديځ لور ته پروت د ويست منيسټر ښار له پېړيو راهيسې ملي حکومت او پارلمان لري.
(برطانوی انگریزی: London) | |
---|---|
د لندن انځور | |
د تاسيس نيټه | ۰۰۴۷ |
هيواد | د روم ټولواکمني (۰۰۴۷–۰۴۱۰) د لویې بریتانیا پاچاهي (۱ مې ۱۷۰۷–۳۱ ډيسمبر ۱۸۰۰) د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (۱ جنوري ۱۸۰۱–۶ ډيسمبر ۱۹۲۲) برېتانيا (۶ ډيسمبر ۱۹۲۲–) |
پلازمینه د | |
کورډېناټونه: ۵۱°۳۰′۲۶″شمال ۰°۰۷′۳۹″لويديځ / 51.507222222222°شمال 0.1275°لويديځ | |
جغرافیائی ځانګړتیاوې | |
ساحه | 1572 کیلومتره مربع |
لوړوالي | 15 متر 11 متر 36 فوټ |
نفوس | |
ټول نفوس | 8799728 (سرشمېرنه ) (۲۰۲۱) |
نور معلومات | |
خورلڼې ښارونه | |
اوقات | يو ټي سي ٠١:٠٠+ (د اوړي وخت ) |
رسمی ژبه | انگليسي |
پوسټ کوډ | E EC N NW SE SW W WC BR CM CR DA EN HA IG KT RM SM TN TW UB WD |
ټليفون کوډ | 20 1322 1689 1708 1737 1895 1923 1959 1992 |
آیزو 3166-2 | GB-LND |
رسمي ویب پاڼه | د تاييدولو سرچينه (انگليسي ) |
جیو کوډ | 2643743 |
سمول | |
د يو نړيوال ښار په توګه لندن پر هنر، سوداګرۍ، زده کړې، سات تېرۍ، سينګارډول، مالياتو، روغتيايي پاملرنې، رسنيو، ګرځندويۍ او اړيکو باندې د پام وړ اغېز لري. ناخالص کورني توليد (په ۲۰۱۷ز کال کې اته سوه او يو اعشاريه شپږ شپېته ميليارده يورو) دا ښار په اروپا کې يو له سترو ښاري اقتصادونو او د نړۍ په کچه يو له سترو مالي مرکزونو څخه ګرځولی. په ۲۰۱۹ز کال کې له پاريس وروسته لندن د اروپا په کچه د سړي سر فوق العاده خالص ارزښت تر ټولو لوړه شمېره لرله او له مسکو وروسته د اروپا له بل هر ښار څخه په دې ښار کې ميليونران تر ټولو زيات وو. لندن په اروپا کې پر تعليمي ادارو تر ټولو لوړ تمرکز لري، په طبيعي او تطبيقي علومو کې د لندن امپيريال کالج، د اقتصادياتو او ټولنيزو علومو لندن ښوونځی او د لندن پراخه کالج پوهنتون په دې ښار کې دي. د نړۍ په کچه په دې ښار کې پنځه ستوريز هوټلونه تر ټولو زيات دي. لندن لومړی هغه ښار دی چې په ۲۰۱۲ز کال کې د دوبي المپيک درې لوبو کوربه و.
په وروستيو لسيزو کې د مخ پر وده کډوالۍ له امله، لندن په نړيواله کچه هغه ښار دی چې تر ټولو زياته توکميزه تنوع لري، په دې ښار کې اوسمهال له درې سوو څخه په زياتو ژبو خبرې کېږي. د ۲۰۱۸ز کال په منځ کې د ستر لندن د وګړو شمېر نږدې نهه ميليونه و، په دې ډول لندن د اروپا درېیم ستر ګڼ ميشتی ښار و. د انګلستان د ټول نفوس ديارلس اعشاريه څلور سلنه په دې ښار کې ژوند کوي. د ستر لندن جوړه شوې سيمه، له استانبول، مسکو او پاريس څخه وروسته د دوه زره يوولسم کال د شمېرنې پر اساس د ۹،۷۸۷،۴۲۶ اوسېدونکو په لرلو سره په اروپا کې څلورم پرنفوسه سيمه وه. په ۲۰۱۶ز کال کې د ۱۴،۰۴۰،۱۶۳ استوګنو په لرلو سره د لندن ښاري سيمه له استانبول او ماسکو څخه وروسته د اروپا تر ټولو پر نفوسه سيمه وه.
لندن د تاریخي ميراث څلور نړيوالې سيمې لري چې دا دي: د لندن څلی، کيو باغ، د ويست مينيسټر د کليا تر څنګ د ويسټ منيسټر ماڼۍ او د سنټ مارګريټ کليسا؛ همدا راز په ګرينويچ کې تاريخي استوګنځای، چېرته چې شاهي څارنه ده، ګرينويچ د اصلي نصف النهار (۰ درجه جغرافيايي طول) او د ګرينويچ منځنی مهال ښيي. په نورو د لېدو وړو سيمو کې يې د بوکينګهام ماڼۍ، د لندن سترګه، د پکاډيلي سيرکس، سينټ پاول کليسا، د څلي برج او ترافالګار څلور لارې شامل دي. دا ښار ډېر ميوزيمونه، د هنري اثارو خونې، کتابتونونه او د لوبو ځايونه لري، د برتانيې موزيوم، د هنري اثارو ملي خونه، ملي تاريخي موزيوم، تيت مودرن، برتانوي کتابتون او ويسټ اينډ تياترونه پکې شامل دي. د لندن تر ځمکې لاندې لارې (ميټرو) د نړۍ تر ټولو چټک لرغونی د حمل و نقل نظام دی.
لندن يو لرغونی نوم دی، له زېږد وروسته په لومړۍ پېړۍ کې شتون تاييد دی، هغه مهال معمولاً په لاتيني شوې بڼه « Londinium» يادېدو، د بېلګې په ډول، په لاس لېکل شوې رومي دړې چې په دې ښار کې موندل شوي او تاريخ يې له زېږد وروسته ۶۵/۷۰ څخه تر ۸۰ پورې رسېږي د Londinio ټکی (په لندن کې) پکې شته.
د کلونو په تېرېدو سره، دې نوم ډيری افسانوي څرګندونې راجلب کړي دي. په لومړي ځل د مونوموت د جفري په « Historia Regum Britanniae» کتاب کې راڅرګند شوی چې په شا اوخوا ۱۱۳۶ کې ليکل شوی.
عصري علمي څېړنې بايد په لومړيو سرچينو کې د دې نوم بېلا بېلې بڼې په نظر کې ونيسي: لاتيني (چې عموماً يې د Londinium په نوم يادوي)، زړه انګليسي (چې عموماً يې د Lunden په بڼه يادوي) او ويلزي (چې عموماً يې په Llundein بڼه ليکي)، همدا راز د وخت په اوږدو کې په دې ژبو کې د غږونو پېژندل شوي پرمختګونه هم بايد په پام کې ونيول شي. دا ټولمنلې موضوع ده چې دا نوم دې ژبو ته د شريکې برايتوني ژبې څخه راغلی؛ وروستۍ څېړنې خوښه ګڼي چې د دې نوم ورکه شوې سليتيکي بڼه چې Londonjon يا دې ته ورته څه وه بيا جوړه کړي. دا نوم په لاتيني ژبه کې د Londinium په بڼه غوره شوی او بيا زړې انګليسي پور کړی و.
د شريکې برايتوني ژبې د نوم پېژندنې بڼې په هکله بحثونه شوي. د ريچارډ کوتس د ۱۹۹۸ز کال استدلال تر ټولو پياوړی دی، نوموړی په دې باور دی چې دا نوم له سلتيکي ژبې څخه مخکې له لرغونې اروپايي (p)lowonida څخه اخستل شوی دی او معنا يې ده «هغه سيند چې د ګودر لپاره ډېر پراخه وي». کوتس وايي دا هغه نوم و چې د تيمز سيند يوې برخې ته ورکړل شوی و، کومه برخه چې له لندن څخه بهېږي او دې ښار له همدې څخه د سلتيکي نوم بڼه خپله کړه چې هغه Lowonidonjon و. خو ډېرو اثارو د دې نوم ساده سلتيکي اصليت منلی دی. وروستيو څېړنو دا تشريح غوره کڼلې چې دا نوم د پورټو-اندو اروپايي رېښو lendh څخه سلتيکي اشتقاق دی، (د lendh معنا ده ډوبېدل، د ډوبېدو لامل)، سلتيکي وروستاړی injo يا onjo ورسره يو ځای کړای شوی دی (چې عموماً دا وروستاړي د ځايونو د نومونو د جوړولو لپاره تړل کېدو). پيټر شريور په ځانګړي ډول وړانديز کړی چې په اصل کې د دې نوم معنا ده «هغه ځای چېرته چې بيا بيا يا په جذر او مد سره سيلاوونه راځي».
تر ۱۸۸۹ز کال پورې، لندن نوم يوازې د لندن ښار ته کارېدو، خو له هغې وروسته دا نوم د لندن ولسوالۍ او ستر لندن ته هم کارول کېږې.
په ليکنو کې د لندن لنډيز په «LDN» کيږي. دا استعمال يې په لنډو پيغامونو کې غوره کړای شوی دی او ډېر ځله د خواله رسنيو د کاروونکو په پېژنيال کې لېدل کيږي چې مستعار نوم يا اداره کوونکي وروستاړی پسې نښلول کېږي.
په ۱۹۹۳ز کال کې، په سويلي لوړ ساحل کې له واکسهال پول څخه د ژړو د پړاو د يو پول پاتې شونې وموندل شول. دا پول يا له تيمز څخه تېرېدو او يا يو بل ټاپو ته رسېدو چې اوس نه شته. د دوه راډيو کاربن لرګينو تختو تاريخ يې له زېږد مخکې ۱۷۵۰-۱۲۸۵کال ته رسېږي.
په ۲۰۱۰ز کال کې د يوې سترې لرګينې ودانۍ بنسټ چې تاريخ يې له زېږد مخکې ۴۸۰۰-۴۵۰۰ ته رسېږي، د تيمز سيند سويلي ساحل د واکسهال پول په لاندې برخه کې وموندل شو. د منځني ډبرين وخت د دې ودانۍ موخه نه ده څرګنده. دواړه ودانۍ د تيمز په سويلي غاړه دي، چېرته چې تر ځمکې لاندې د افرا سيند تيمز ته بهېږي.
په دې سيمه کې د بريتونيايي خورو ورو استوګنځايونو د شواهدو له شتون سره سره، د روميانو له خوا لومړی ستر استوګنځای له زېږد وروسته د ۴۳ کال له بريد څلور کاله پس جوړ شوی و. دا له زېږد وروسته يواځې تر ۶۱ کال پورې وپايدو، کله چې د ملکې بوديکا په مشرۍ د ايسني قبيلې پرې بريد وکړ او له خاورو سره يې خاورې کړ. له دې وروسته د لندنيوم طرحه شوی جوړښت وغوړېد او په ۱۰۰ کال کې د کولچستر پر ځای رومي ايالت د بريتانيا ځای ناستی وګرځېد. په دويمه پېړۍ کې د خپل اوج پر مهال، رومي لندن نږدې ۶۰،۰۰۰ وګړي درلودل.
د پنځمې پېړۍ په لومړيو کې د رومي واکمنۍ په ړنګېدو سره، لندن نور پلازمېنه نه وه او Londinium په ديوالونو کې ايسار و، که څه هم رومي تمدن بيا هم د فيلډز د سنت مارټين په شا او خوا کې تر ۴۵۰ پورې وپاېدو. له نږدې ۵۰۰ څخه د Lundenwic په نوم يو پېژندل شوی انګلو ساکسون استوګنځي د لرغوني رومي ښار په لويديځ کې پراختيا ومونده. د ۶۸۰ په شا او خوا کې دا ښار يو ځل بيا په اصلي بندر بدل شو، خو په لوه کچه د توليد ډېر کم شواهد شته. د ۸۲۰ کال په شا اوخوا کې د وايکينګيانو بريدونه کم شول. درې يې ثبت شوي دي: په ۸۵۱ او ۸۸۶ کې بريالي شول، خو وروستی يې په ۹۹۴ کې په وتمبول شو.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article لندن, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.