ادبپوهنه

ادب په لویه کې د هر ډول لیکل شویو کارونو مجموعه ده، ادب د هغو لیکنو لپاره په محدود ډول کارول کېږې چې هنري بڼه ولري، لکه: د نثر افسانه، ډرامه او شعر.

په وروستیو پیړیو کې د ادبیاتو تعریف  یوڅه پراخ شوی چې شفاهي نقل شوی ادب هم په کې شامليږي. ادبيات د پوهې او تفريح د ثبت، ساتلو او لېږدولو يوه طريقه ده، چې ځینې وخت کېدلای شی ټولنيز، رواني، روحاني او سياسي رول هم لري.

ادبيات، د هنري بڼې په توګه، په مختلفو غیر افسانوي ژانرونو کې هم شامل کیدی شي، لکه: بیوګرافي، ډایري، یادښتونه، لیکونه او مقالې. د خپل پراخ تعریف له مخې په ادب کې غیر افسانوي کتابونه، مقالې یا د یوې ځانګړې موضوع په اړه نور چاپ شوي معلومات شامل دي.

ادبیات د شعر، نثر یا ډرامې له مخې وېشل کیږي او دا ډول آثار د تاریخي دورې یا د ځینو جمالیاتی ځانګړتیاوو یا ژانرونو پر بنسټ طبقه بندي کېږي.

تعریفونه

د ادب تعریفونه وخت ته په کتو سره له یو بل سره توپیر لري. په لویدیځه اروپا کې، د اتلسمې پیړۍ نه مخکې، ادب ټول کتابونه او د لیکلو ادبیاتو ته د پخوانیو، ډېرو جامع مفکورو د بېرته راستنیدو په توګه لیدل کېدی شي، د نمونې په توګه: کلتوري مطالعات، په متعارفو کارونو سربیره، مشهور او کوچني ژانرونه شامل دي.

تاریخچه

شفاهي ادب

شفاهي اب یو پخوانی انساني دود دی چې د نړۍ په هر ګوټ کې موندل کیږي. عصري لرغون پوهنه، د هنرونو او پوهې د ساتنې او لېږدونې برخه کې د بشري هڅو شواهد په ګوته کوي، چې په په مختلفو کلتورونو کې په بشپړ یا قسمي ډول په شفاهي دود پورې اړه لري.

په آسیا کې د فولکلور او افسانې، د لرغوني هند په مختلفو مذهبونو کې د مقدس کتاب لیږد د شفاهي دود له مخې تر سره او په دقت سره ساتل کیده.

په عمومي ډول د بودا لومړني متنونه هم د شفاهي دودونو له جملې ګڼل کیږي، لومړی د مختلفو شفاهي ټولنو لکه یوناني، سربیا او نورو کلتورونو نه د ادبياتو د لیږدولو په برخه کې د توپیرونو په پرتله کولو سره، بیا دا یادونه کوي چې ویدیک ادبيات خورا مطابقت لري او په پراخه کچه جوړ شوي او په شفاهي ډول  پرته له دې چې لیکل شوي وي نسلونو ته لیږدول شوي. د ګوډي په وینا، ویدیک متنونه احتمالا دواړه لیکلي او شفاهي بڼه لري، چې لومړی یې د سواد لرونکي ټولنې موازي محصول بولي.

پخوانۍ لیکلي ادبیات

لرغونی مصری ادب د سومری ادب ترڅنګ د نړۍ تر ټولو پخوانی ادب ګڼل کیږی. د لرغوني مصر د ادبياتو په لومړنیو ژانرونو کې  درسي متنونه، حمدونه، دعاګانې او کیسې چې نژدې د نظم په ډول کې لیکل شوي شامل دي. د مصر د لرغونې سلطنت پر مهال (له زیږد وړاندې ۲۶ پیړۍ نه تر ۲۲ پیړۍ) په  ادبي آثارو کې مختلف ادبي فنون، لکه: د جنازې متنونه، رسالې، لیکونه، حمدونه او شعرونه او یادګاري متنونه شامل وو چې د لوړ پوړو اداري چارواکو دندې ېې تشرېح کولې.

په لرغوني چين کې لومړني ادبيات په فلسفه، تاريخ ليکنه، نظامي علومو، کرنې او شعر باندې متمرکز وو. چین د عصري کاغذ او نساجي چاپخونو په جوړولو سره، د نړۍ لومړی چاپي کلتور رامنځ ته کړ.

په لرغوني هند کې ادبیات له هغو کیسو نه سرچینه اخلي، چې په شفاهي ډول لیږدول شوي. په لومړنیو ژانرونو کې ډرامې، افسانې او عاطفي شعرونه شامل وو. د سانسکریت ادبیات په ویدا سره پیل کیږي، چې  ۱۵۰۰-۱۰۰۰ زېږد وراندې کلونو پورې اړه لري او د هند د اوسپنې دورې د سنسکریت ایپیکونو پورې دوام لري. ویدا د پخوانیو سپېڅلو متنونو نه شمیرل کیږي.

قرآنکریم (۶۱۰ تر ۶۳۲ز کلونو ترمنځ) چې د اسلام سترمقدس کتاب دی، پر عربي ژبه د پام وړ اغېز درلود او د اسلامی ادبیاتو پیل ګڼل کېږي. مسلمانان په دې باوردي چې، دا عظیم الشان کتاب، د الله (ج) له  لوري د وحې په بڼه، په محمد صلی الله علیه وسلم  باندې را نازل شوی، د هغه د قبیلې د قریشو په عربي ژبه کې لیکل شوی او د اسلام د خپراوي په ترڅ کې، قرآنکریم د عربي ژبې په راټولونې او معیاري کولو کې ستر رول لوبولی دی.

د ماشومانو ادبيات

د ماشومانو د ادبیاتو یو جلا ژانر په اتلسمه پیړۍ کې د ماشومانو د ذهني ودي لپاره رامنځته شو. د دې ډول ادبیاتو تر ټولو لومړني کتابونه تعلیمي کتابونه، د چلند کتابونه، او ساده د الفبا کتابونه دی چې ډېری وختونه د حیواناتو، نباتاتو او انسانانو ته ورته موجوداتو په پېژندنه (معرفت) سینګار شوي دي.

د ادب ډولونه

شعر

شعر په دودیز ډول له نثر نه د ځانګړو ژبنیو ظرافتونو د پراخه کارولو له امله توپیر لري، دا توپیرونه په مختلفو برخو، لکه: د موسیقي وسایل، لکه د اسونانس، تالیف، نظم او تال او د پاراګرافونو پر ځای د کرښو او نظمونو لیکل او په دې وروستیو کې د شعر کارول او نورو کې تر سترګو کیږي.

نثر

لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، نثر په عمومي ډول د شعر په پرتله د ژبې د جمالیاتی ځانګړتیاوو نه خورا لږ استفاده کوي.

په عصري ادب کې په پرمختګونو سربېره د آزادو او نثري شعرونو تر منځ یو لړ توپیرونه تر سترګو کېږي. د امریکایی شاعر ایلیټ (T.S. Eliot) په وینا: په داسې حال کې چې د نظم او نثر تر منځ توپیر روښانه دی، د شعر او نثر توپیر لا هم ناڅرګند دی. شعري ناولونه د داستاني شعرونو یو ډول دی چې په کې د ناول اوږد داستان د نثر پر ځای د شعر له لارې ویل کیږي. په ۱۸۳۱ز کال کې (Eugene Onegin) د الکساندر پوشکین اثر یې وتلې نمونه ده.

د نثر د تاریخي پرمختګ په اړه، ریچارډ ګراف یادونه کوي چې په لرغوني یونان کې وروستي څیړنې په دې حقیقت ټینګار کوي چې رسمي نثر یو څه ناوخته پرمختګ کړی، چې دغه  اختراع له کلاسیکې دورې سره تړاو لري.

ناول

ناول یوه اوږد افسانوي نثر بلل کېږې چې په انګلیسي کې دغه اصطلاح د ۱۵مې پیړۍ په وروستیو کې چې  د "خبر معنا لري"  د رومانس ژبې نه سرچینه اخیستې، دا د حقیقت یا افسانې تر منځ له توپیر پرته د یوه نوي څه څرګندولو لپاره کارول کېږې، په داسې حال کې چې رومانس یو اوږد نثري داستان ته ویل کېږي. والټر سکاټ دا په نثر یا نظم کې د جعلي داستان په توګه تعریف کړی چې دلچسپي یې په زړه پورې او غیر معمولي پېښو کې ده، په داسې حال کې چې  په ناول کې پېښې د انساني ژوند عادې پېښو او د ټولنې عصري حالاتو ته تمایل لري.

نورې اروپايي ژبې د رومانس او ​​ناول ترمنځ توپیر نه کوي، چې په کلتوري تاریخ کې د عصري ناول بڼه (کابو د اتلسمې پیړۍ په اوږدو کې) ناوخته راڅرګنده شوه.  په پیل کې ناول له ډېرو نیوکو سره مخامخ شو، خو وروسته بیا د نورو ادبي بڼو په منځ کې د مشهورو او انتقادي اړخونو په شتون کې یو غالب موقف ترلاسه کړ.

رمان

رمان د میلویل هاوس له خوا طبقه بندي شو، چې د ناول په پرتله خورا لنډ دی او د لنډې کیسې په پرتله اوږد دی. د لیکوالانو او ادبي جایزې ټولنو په وینا: یو ناول په عمومي توګه د ۱۷۰۰۰ او ۴۰۰۰۰ کلیمو ترمنځ وي.

ګرافیک ناول

ګرافیک ناولونه او مزاحیه کتابونه، د هنري کار، ډیالوګ او متن په ترکیب کې کیسې وړاندې کوي.

الکترونیکي ادبیات

الکترونیکي ادبيات یو ادبي ژانر دی، چې له ډیجیټل آثارو نه جوړ دي.

غیر افسانوي ادبیات  

د غیر افسانوي ادب بیلګې مقاله، سفر نامه او طبیعت لیکنه، ژوندلیک، خپل ژوندلیک، یادونه، ژورنالیزم، مجلې، تاریخ، فلسفه، اقتصاد، علمي او تخنیکي لیکنې دی. غیر افسانوي ادبیات د ادبیاتو په پراخه کټګورۍ یعنې د لیکنو هر ډول ټولګه کې راځي، مګر ځینې آثار د  لیکنې د غوره والي،  ښایست او هنري وړتیاو له مخې په محدود تعریف کې راځي.

ډرامه

ډرامه هغه ادب دی چې موخه یې کارکردګي ده،  ډرامه په اوپیرا او د میوزیک تیاتر کې له میوزیک او نڅا سره یوځای کیږي. ډرامه د ډرامه لیکونکي له خوا لیکل شوی ډراماتیک کار دی چې په تیاتر کې د کارکردګۍ لپاره لیکل کیږي او دا په عمده توګه د کرکټرونو ترمنځ ډیالوګ دی.

د ادب پوهنې څانگې

په اساسي او بنسټيزو څانگو کې ېې : ادبي تيوري ، ادبي تاريخ او ادبي کره کتنه (نقد) يادېږي . د ادبپوهنې په فرعي څانگو پورې دا برخې اړوندې دي : د ادب پوهنې د تاريخ مېتوډالوژي، کتاب پوهنه ( بيبليوگرافي) او متن پوهنې يا څېړنې (ميتوډولوژي) شاملې دي . په ادبې تيورۍ کې د ادبي آثارو د ټولنيز بنسټ سرچينې يا ماهيت ، خانگړنو ، د ادب د ودې او پرمختيا قوانين تر څېړنې او مطالعې لاندې نيول کېږي . ادبي تاريخ د يوې ژبې د ادبياتو د ودې او پرمختگ لړۍ مطالعه کوي او په دغه لړ کې د بېلابېلو ادبي آثارو ځای او ارزښت په گوته کوي . د ادب پوهنې درېيمه څانگه په لاندې توگه يادېږي :

درېيمه څانگه ادبي کره کتنه نومېږي : په دې لړ کې د ادبي آثارو د ښېگڼو او بدگڼو يا ښکلا ؤو او کمزورتياؤو ښودلو ، او په هکله ېې د پرېکړې کولو دنده په غاړه لري . دغه لړۍ د يو لړ ځانگړو معيارونو له مخې ادبي آثار مېچوي (ارزيابي ) کوي . يا هم په ادبي اثارو ځينې پرېکړې کوي او د هغو ښه او بد يا ښکلي او بدرنگ اړخونه رابرسېره کوي . دغه پورتنۍ درې واړه څانگې ، چې هره يوه ېې د څېړنې او مطالعې پراخه ډگر لري په ټولنييزه توگه ادبپوهنه نومېږي .

د ادب د کلمې ريښې

د ادب د کلمې اصل يا ريښه (هذب) دی چې د (بې عيبه) مانا لري. د هذب کلمه په اصل کې د هغې ونې دپاره کارېږي چې څينې ځانگې او ښاخونه يې قطع شول او صافه به شوه، وروسته دا کلمه له محسوساتو نه معنوياتو ته ولېږدېده او هغه چا ته به هم وويل شول چې عيبونه به يې ورک شول او مهذب به شو. اهل لغت ټول پدې باندې متفق دي چې د مهذب کلمه د يوه کامل انسان د پاره د ونې له تهذيبه رانقل شوې ده. څکه چې معنوي او عقلي امور له حسي شيانو ځخه ماخوذ دي لکه د عقل کلمه چې د اوښ له جلب، عقل، عقال ځخه ماخوذ ده. نو د هذب کلمې ذ په دال بدل شو او دغه ابدال په عربي کې ډېر مثالونه لري. لکه هذم، هدم، جدم، جذم، د قطع په مانا (ه) په (همزه) بدله شوه او دا ابدال هم په عربي کې متارف دی لکه اهل، آل، ماه، مه او داسې نور. نو هذب هدب شو او هدب په ادب بدل شو.

د ادب د کلمې تاريخ

ځينې وايي چې دا کلمه د جاهليت په زمانه او د اسلام په ابتدا کې نه وه ځکه چې نه د هغه وخت په ادبي اثارو کې راغلې ده او نه په قران کې شته.بلکې لومړی ځل دا کلمه په حديث نبوي شريف ((ادبني ربي فاحسن تاديبي)) کې ذکر شوې ده .((دا حديث محدثينوپه دغوالفاظو نه دي ضبط کړي))، ځينې نور وايي چې دا کلمه د جاهليت په زمانه کې هم وه او داچې د هغه وخت په اشعارو او قران شريف کې نشته ددې دليل نشي کېدای چې گواکې دا کلمه په هغه وخت کې هډو موجوده نه وه. دوی د خپلې مدعا د ثبوت دپاره دا دليل راوړي چې کوم وخت دا کلمه په حديث او اصحابو يا د تابعينو په اقوالو کې راغله او هېچا ېې د معنې او مفوم پوښتنه ونه کړه معلومه ده چې پخوا هم وه او ارتجالآ نه ده وېل شوې. وايي چې دا کلمه د حضرت علي(رض) په اقوالو کې هم ډېره راغلې ده او د جاهليت په وخت کې هم اکثم بن صيفي د بني تميمو مشهور خطيب ذکر کړی دی.

د ادب وېش

ادب د خپل جوهري او ذاتي وېش په لحاظ دوه ډوله دی:

  • ادب محض
  • ادب مخلوط

ادب محض

ادب محض هغه دی چې بې د بيان له لُطف او خوږوالي څخه او بې د بديع احساس له تحريکه بل مقصد او بله غايه په کې نه وي، لکه ځينې عشقي غزلې چې د رحمان بابا د حميد او خوشحال بابا او نورو شاعرانو په ديوانو کې گورو يا ځينې منثور اشعار چې د طبيعي مناظرو يا د احساساتو او عواطفو تمثيل په کې وي.

ادب مخلوط

مخلوط ادب دې ته وايي چې يو اديب کوم تاريخي، علمي، اجتماعي مطلب په ادبي پېرايه کې راوړي او ادبي رنگ ورکړي نو دلته ادب واسطه ده او په لومړي صورت کې غايه ده.

د لومړي قسم ادب په لحاظ موضوع شاعرانه احساسات او عواطف روحي کيفيتونه، حسن او جمال، د طبيعت ښکلي مظاهر او مناظر، نفسي اغېزې، فلبي تمايلات گڼل کېږي مگر دوهم قسم ادب هر څه په غېږ کې نيسي او کېدای شي چې سړی ساينس او تخنيکي يا رياضي مسايلو ته هم ادبي رنگ ورکړي او ادب په هر څه کې گډ کاندي.

سرچينې

  • د آريانا دايره المعارف ۲۵۸ ــ ۲۵۹ مخونه

Tags:

ادبپوهنه تعریفونهادبپوهنه تاریخچهادبپوهنه د ادب ډولونهادبپوهنه د ادب پوهنې څانگېادبپوهنه د ادب د کلمې ريښېادبپوهنه د ادب د کلمې تاريخادبپوهنه د ادب وېشادبپوهنه سرچينېادبپوهنه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

سيد جمال الدين افغانيعلي آباد ولسوالۍد افغانستان د کريکټ ملي لوبډلهسلېمان ماکوشيخوپورهولسمشرافغانستانهوا او فضا کې د الوتنو مطالعهدنیزليخرقه شريفهځنگلي سارګوجري ژبهعبدالعزیز خان هوتکپښتو /ی/ ګانياشرف خان هجریقزاقستان20 اپرېلمالیه20 مارچهرات ولايتدافغانستان داوبو سرچینې او د اوبو حوزېعبدالباري جهانيفیسبوکبيولوژيمنفي او مثبت حقونهسردار محمد يحيا خانپلان جوړونهپسرلیپارهتقوااذاند قرغې بندکريم لالاکمونيزماوزبکي ژبه۱۸۸ (عدد)1 فبرورياحمد شاه درانیاسپانیاد انسان مغزايمن الظواهريد منجمنټ اساساتمحمد عارف تڼیوالد پښتو ژبې لومړنۍ لنډه کيسهڅارنهد هېوادونو له مخې د اټومي انرژۍ اړوندې پالیسۍسام دوښمني (يهود مخالفت)حضرت علي کرم الله وجههامير دوست محمد خانکوچنی اخترمتلگراڅ۱۲۷ (عدد)۷۶ (عدد)مطالعهارغندابد برېتانيا انټارکټيک سيمهگوازده کړه (پوهه)د ګنډلو ماشینعبدالاحد مومندپه انسانانو کې د تذکیر آلهتريز ډوله بوټي🡆 More