ځمکه

ځمکه (سمبول: ) له لمر څخه درېیمه سیاره او لومړنی پېژندل شوی لمریز جسم دی چې د پناه‌ګاه په نوم مشهوره دی او له ژوند څخه ملاتړ کوي.

د ځمکې د مخ ۲۹.۲ سلنه برخه وچه ده چې له لویو وچو او ټاپو ګانو څخه جوړه شوې ده. د ځمکې پاتې ۷۰.۸ سلنه برخه د اوبو په مټ پوښل شوې ده، چې تر ډېره د سمندرونو، سیندونه، خلیجونه/gulfs (له سمندر څخه وچې ته لویه لار) او نورو مالګينو اجسامو او همداراز د جهیلونو، رودونو او نورو تازه اوبو په مټ پوښل شوې چې ټول په ګډه سره هایدروسفیر (hydrosphere) جوړوي. د ځمکې ډېری قطبي سیمې د یخ په مټ پوښل شوې. د ځمکې بهرنۍ لایه په څوګونو تيکتونیکي کلکو لایو وېشل کېږې چې له میلیونونه کلونو څخه د ځمکې په ټوله سطحه کې مهاجرت کوي،په داسې حال کې چې داخلي برخه یې د یوې جامدې اوسپنیزې داخلي هستې او یوې اوبلنې/مایع خارجي هستې چې د ځمکې مقناطیسي برخه جوړوي او یو محرک پوښ چې  تکتونیکي لایه په حرکت راولي جوړه شوې ده .    

ځمکه
د ځمکه انځور
د ځمکه انځور
د ځمکه انځور

Property parameter not provided.
د رامنځته کېدو نېټه 10 مليون سنة ق.م  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نومول شوی په خاوره   د (P138) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پراخوالی
 • پراخوالی 510064472 کیلومتره مربع   د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس شمېرنه 8028504258 (۱۹ اپرېل ۲۰۲۳)  د (P1082) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وروستي مالومات
جيو کوډ 6295630  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ځمکه  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

دځمکې اتموسفیر تر ډېره له اکسیجن او نایتروجن څخه جوړ دی. زیاته سولري انرژي د قطبي سیمو په پرتله له تودو سیمو څخه تر لاسه کېږي او د اتموسفیر او سمندري دوران په مټ بېرته خپرېږي. ګل خانه‌يي ګازونه هم د سطحې د تودوخې په تنظیم کې اړین رول لري. د یوې سیمې اقلیم یوازې د جغرافیه‌يي عرض په مټ نه تعینيږي بلکې د نورو فکتورونو ترمنځ له متعدلو اوقیانوسونو سره د لوړوالي/ارتفاع او نږدېوالی په مټ هم تعینيږي. د اوبو او هوا شدیدې پېښې لکه استوايي توپانونه، برېښنا او تندر او تودې څپې په به بېلابېلو سيمو کې پېښېږي. 

د ځمکې جاذبه په فضا کې د نورو فضايي اجسامو په ځانګړې ډول له سپوږمۍ سره چې د ځمکې یوازینۍ طبیعي سپوږمکۍ ده متقابلې اغېزې لري. ځمکه شاوخوا په ۳۶۵.۲۵ ورځو کې د لمر په مدار څرخېږي. د ځمکې د څرخېدو مدار د خپلو څرخېدلو له سطحې سره په نوسان کې دی، چې په ځمکه کې موسمونه رامنځته کوي. د ځمکې او سپوږمۍ تر منځ د جاذبې دوه‌اړخیزه اغېزې د مد او جزر لامل کېږي، د ځمکې مدار په خپل محور ثابتوي او په ورو ورو د هغې تاوېدل/څرخېدل راکموي. ځمکه د لمریز سیستم له څلورو ډبریزو سیارو څخه تر ټولو متراکمه، لویه او د ډېرو اجسامو لرونکې سیاره ده.

د راډیومېتریک تاریخي اټکلونو او نورو شواهدو پربنسټ، ځمکه ۴.۵ بیلیون کاله وړاندې رامنځته شوې. د ځمکې د تاریخ په لومړیو سلو کلونو کې ژوند په سمندرونو کې راڅرګند شواو د ځمکې پر سطحه او اتموسفیر یې اغېزه پیل کړه، چې لومړۍ د اېروبیک / aerobic (هغه ژوندي موجودات چې د هوا په موجودیت کې فعالیت کوي) او وروسته ان‌اېروبیک/ anaerobic  (هغه ژوندي موجودات چې د هوا په نه موجودیت کې فعالیت کوي) اورګانیزمونو د پراختیا لامل شو. ځینې جیولوژيکي شواهد ښيي چې ژوند ښايي ۴.۱ کاله مخکې رامنځته شوی وي. له هغه مهال راهیسې تر دې دمه له لمر څخه د ځمکې واټن،فزیکي ځانګړنو او جیولوژيکي تاریخ ژوند ته د ودې او تکامل اجازه ورکړې. د ځمکې پر مخ د ژوند په تاریخ کې د ژوند تنوع د پراختیا اوږدې دورې ترشا پريښې چې ځينې وختونه له ټولیز انقراض/ورکېدنې سره مل وې. له ۹۹ سلنه څخه زیات هغه ډولونه/نوعې چې تر دې مهاله یې د ځمکې پر مخ ژوند کړی له منځه تللي. شاوخوا اته بېلیونه انسانان د ځمکې پر مخ ژوند کوي چې د خپل ژوند د بقا لپاره د ځمکې له اتموسفیر او طبیعي سرچینو سره تړلي. انسانان په پراخ ډول د ځمکې پر سطحې، هایدرولوژۍ، اتموسفیري پروسو او نور ژوند اغېز کوي.    

ایتمولوژي

د ځمکې لپاره اوسنۍ د اېرت ((Earth کلیمه د مدرنې انګلیسي له خوا، له پخوانۍ انګلیسي نوم څخه چې معمولاً داسې (eorðe) لیکل کېده اخیستل شوې. په هره جرمني ژبه کې هم ریښه لري او د هغوی اجدادي ريښه د (erþō) په بڼه بیارغول شوې ده. د خپل لومړني پوهاوي په مهال، د ( (eorðe کلیمه د ډېرو لغتونو لکه د  یوناني د ( (terra او د لاتیني د (γῆ gē) د ژباړې لپاره کارول شوې. دا (γῆ gē) د لاندې مفهمونو په معنا ده، ځمکه، د هغې خاوره، وچه، د انسانانو نړۍ، د نړۍ سطحه (لکه سیندونه) او په خپله نړۍ. ځمکه ( ( Earth ښايي د رومي ترا/تلوس (Terra/Tellūs) او یوناني ګایا (Gaia) په څېر د جرمني په بت‌پرستۍ کې یو شخصي کړای شوی رب/خدای و. د نورس/سکاندنیوي (Norse mythology) مایتولوژۍ  په وروستیو افسانو کې (Jörð ) یعنې ځمکې ته یو عظمت ورکړل شوی د ثور/Thor (سکانډنویانو د تندر او توپان تر ټولو ځواکمن خدای) د مور په نوم.   

له تاریخي پلوه، د منځنۍ انګلیسي د لومړيو راهیسې ځمکه په کوچنیو تورو لیکل شوې ده. او معنا یې په غوڅ ډول د «نړۍ» په توګه تشرېح کېدله. د لومړنۍ مدرنې انګلیسي په مهال ډېری مرکب نومونه په لویو تورو لیکل کېدل او ځمکه (earth ) هم ځمکه (Earth) لیکل کېده په ځانګړي ډول کله چې له نورو اسماني اجسامو سره یادېده. په دې وروستیو کې يې نوم د نورو سیارو سره په پرتله په ساده ډول (Earth) لیکل کېږي په داسې حال کې چې (earth ) ډېر عام دی. کورني سټایلونه اوس ډېر سره توپیر لري: د اکسفورډ  املا په کوچنیو تورو د لیکلو بڼه تر ټولو ډېره دود ګڼي او په لویو تورو لیکل یو د منلو وړ ډول ګڼي. که چېرې د نوم په توګه ورکارول شي نور تړون‌لیکونه یې په لوی توري لیکي لکه ("Earth's atmosphere") خو که چېرې د ځمکې له کلیمې څخه مخکې د ( (the ذکر شوی وي په کوچنیو تورو لیکل کېږي لکه ("the atmosphere of the earth). په ولسي ژبه کې تل له کوچنیو تورو سره تر سترګو کېږي لکه (what on earth are you doing?). 

ځینې وختونه، په علمي لیکنو په ځانګړي ډول په ساینسي لیکنو کې د تیرا (Terra /ˈtɛrə/) نوم د انساني هستوګنځي د سیارې په توګه کارول کېده چې له نورو سیارو سره یې توپير وشي، په داسې حال کې چې په شاعرۍ کې د (Tellus /ˈtɛləs/) کلیمه ځمکې ته د ښکلا/ شخصیت بښولو لپاره کارول شوې. په ځینو رومي ژبو کې چې له لاتیني ژبې څخه یې تکامل موندلی لکه ایټالوي او پرتګالي Terra  د ناول نوم دی. په داسې حال کې چې په ګڼو نورو رومي ژبو کې دا کلیمه له لږ املایي بدلون سره د نورو نومونو د رامنځته کېدو لامل شوې لکه اسپانیوي (Tierra ) او فرانسوي (Terre).  د لاتیني (Gæa or Gaea ) د انګلیسي (/ˈdʒiːə/) له (Gæa ) څخه لرغونې شاعري ده. د (Gaia ) یعنې د لرغوني یونان تېرا (Γαῖα; Ancient Greek: [ɡâi̯.a] or [ɡâj.ja]) نوم ډېر نادر دی که څه هم په املا کې یې د ګېيا فرضیې (Gaia hypothesis) پر بنسټ اوښتې بڼه (Gaia) ډېره عامه ده. د یادې فرضیې پر بنسټ یې د کلاسیکې انګلیسي (/ˈɡeɪə/.) په پرتله تلفظ (/ˈɡaɪə/) دی.  

دلته د ځمکې د سیارې  لپا ره ځينې صفتونه دې چې خپله د ځمکې له کلیمې څخه رامنځته شوي (ځمکني/ earthly). له لاتيني تیرا (Terra ) څخه تېرېن (terran /ˈtɛrən/,) او تېرېستریل (terrestrial /təˈrɛstriəl/)، له فرانسوي څخه تېریني (terrene /təˈriːn/) او له لاتین څخه تیلورین (tellurian /tɛˈlʊəriən/) او تیلیوریک (telluric).

تشکیل/جوړښت

په لمریز سیستم کې تر ټولو لرغونې موندل شوي مواد په 4.5682+0.0002

−0.0004 Ga  پورې تړاو لري (میلیونونه کاله پخوا) او په 4.54±0.04 Ga کې لومړنۍ ځمکه  رامنځته شوې وه. د لمریز سیستم اجسام له لمر سره رامنځته شوي او تکامل ته رسېدلي. په تيوري کې لمریزه نیبولا له یوې مالیکولي ورېځې څخه پرته د جاذبې د سقوط په مټ یو حجم ویشي، چې په یوه ښويه ستوري ډوله (circumstellar disk) سطحه کې څرخېږي او وروسته له هغه سطحې څخه ستوري له لمر سره هم‌مهاله وده کوي. یوه نېبولا له ګاز، کنګلي دانو او دوړو/غبار (لکه لومړنۍ هستې) څخه جوړه شوې ده. د نیبولایي تیوري له مخې کوچنۍ سیارې له زیاتوالي څخه رامنځته شوې. اټکل کېږي چې ابتدایي ځمکې رامنځته کېدلو له ۷۰ تر ۱۰۰ میلیون کاله وخت غوښتی.

د سپوږمۍ د عمر په اړه اټکلونه ښيي چې سپوږمۍ د پام‌وړ ځوانه ده او عمر ېې ۴.۵ ګېکانوم (Ga) دی. یوه اصلي فرضیه دا ده، له هغه مهال وروسته چې د تیا (Theia,) په نوم د مریخ په اندازه یو جسم چې د ځمکې د کتلې لس برابره و، د ځمکې سره ولګېده، له ځمکې څخه  د راخوشي شویو موادو له یو ځای کېدو څخه، له ځمکې سره جوړه شوې. یاد جسم د سترګوزار په توګه له ځمکې سره ولېګده او د هغه یوه اندازه کتله له ځمکې سره یوځای شوه.  د ۴.۱ او ۳.۸ ګېګانوم تر منځ وروستي درانه بمباردونو د سپوږمۍ په لویه سطحه کې د ځمکې د چاپېریال د استنتاج پر بنسټ د پام‌وړ بدلونونو لامل شوي.

ځمکه 
د ځمکې 7 لويې وچې

د ځمکې په اړه ځینې لنډ معلومات په لاندې ډول دي:

۱- ځمکه تر اوسه پورې یوازینۍ پېژندل شوې سیاره ده چې ژوند کول کې شونی دی. د لمر پرته، نور ټول هغه شیان چې پر ځمکې ژوند کولو ته لار هواروي د اټموسفیر تر پردې لاندې دي--- خو پر ځمکې د ژوند کولو اصلي سرچینه لمر دی.

۲- که لمر د یوه وره (دروازې) هومره لوی وای، نو ځمکه به د کیلۍ د سوري هومره وای.

۳- ځمکه له لمر څخه د واټن له مخې درېیمه سیاره ده چې دا واټن ۱۴۹،۶ ملیون کیلو متره دی.

۴- د ځمکې یوه ورځ ۲۴ ساعته او کال یې هم ۳۶۵ ورځې دی. په ځمکه کې د وخت د تېرېدا سرعت په یوه ساعت کې ۱۶۷۴ کیلو متره [۱۰۴۰ میله] دی. دا په اصل کې د ځمکې د محوري حرکت سرعت دی. له همدې محوري حرکت څخه شپه او ورځ جوړېږي--- او له شپو او ورځو څخه بیا اوونۍ، میاشت، کال او په لوی سر کې زموږ ژوند جوړېږي.

۵- ځمکه یوه ډبرینه سیاره (rocky planet) ده چې مخ یې غرونو، درو، دښتو او ۷۱٪ اوبو (سمندرونو) پوښلی دی.

۶- د ځمکې اټموسفیر موږ له ساړو، تودوښې، او د تشیال (space) له بې هواتوب څخه ساتي. دا اټموسفیر ۷۸٪ نایټروجن، ۲۱٪ آکسیجن، او ۱٪ نور غازونه لري. دا ټول هغه توکي دي چې پر ځمکې د ژوندیو شیانو د ساکښلو لپاره اړین دي. ډېرې سیارې آن ځینې سپوږمیانې لا خپل اټموسفیرونه لري؛ خو یوازې پر ځمکې ساکښنه شونتیا لري.

۷- ځمکه یوه طبیعي سپوږمۍ او ۱۰۷۰ مصنوعي سپوږمکیانې لري چې په ټیټ مدار کې پر را چورلي. په دې کې د یوې سپوږمکۍ یوه برخه د افغانستان د مخابراتو وزارت هم رانیولې ده چې افغانسټ (Afghansat) نومېږي.

۹- ځمکه کړیانې (rings) نه لري.

اړوند مخونه

نورڅه

ځمکه 
ځمکه







سرچينې

Tags:

ځمکه ایتمولوژيځمکه اړوند مخونهځمکه نورڅهځمکه سرچينېځمکه🜨

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

وگړنيز حقوقاسلامپاکستانباکټريامنال خانارګمحمود الحسن دېوبنديځانوژنهغوږتایوانپوههلویه وچهمحمدرضا شاه پهلویبېلجیمگل پاچا الفتملخجاپانډارک انرژيد کاناډا او متحده ایالاتو اړیکېمایکرو بیولوژيدويمه نړېواله جګړهتڼيویتناماسپانیایي ژبهمطيع الله تورابمحور ځواکونهفضائل اعمالبرېښنايي جريانهستوي فزيککيوباد افغانستان ژبېويکيډېټاشخصي کمپيوټرمولانا بجليګرپولنډمطالعهببرک کارملداوبو راگرځولویادګټې اخستې مدیریت2 مارچنعمت الله رحیميپښتونولياسماني کتابونه او صحيفېبورهقهوهکرواسياد ټولنیزو شبکو خدمتونهاورګاسمایمانویل مکرونقضايي لمونځونهنړیوال بانکسور سمندرچينايي دوديزه درملگريستورپوهنهجودی لین اوکیفد کمونيزم ضدخورد کابل د سقوط په اړه غبرګونونه (۲۰۲۱ ز کال)مراکشملا هيبت اللهامير حمزه شينواریجنسي تېریاپل شرکتکرنهګوګلتوماس اډیسونخوارځواکي🡆 More