د مسيح حقيقي کليسا

د مسيح حقيقي کليسا يوه خپلواکه عيسوي کليسا ده چې په 1917 کال کې په بيجېنگ، چين کې جوړه شوه.

نن ددغې فرقې د غړو شمېره 1.5 ميليونو ته رسېدلې چې په پنځه څلوېښت بېلابېلو هېوادونو کې اوسېږي. دا کليسا د پروټېسټانټو عيسويانو يوې ډلې پورې تړاو لري. دوی د کرسمس او ايسټر لمانځنه نه کوي.

ددې کليسا لس بنسټيزې عقيدې پدې توگه دي:

مقدس روح

«.د مقدس روح نیول، چی په ټولو ژبو کی ویل شوی دی او نښانه تايید پردی دی چی مونږ وارثان د جنت یوو>>

باپټيزم

د تعمید غسل له اوبو سره، دا د گناهونو د بښلو او بیا رغولو لپاره یوه دیني لاره ده. د تعمید غسل باید چې په روانو اوبو کې ترسره شي لکه په سیندونو، ویالو او یا هم په چینو کې. تعمید ورکونکی چا چې پخپله مخکې یې د سپېڅلو اوبو په واسطه د تعمید غسل تر سره کړی دی نو دا کار د عیسی علیه السلام په نوم تر سره کوي. او څوک چې د تعمید غسل ترسره کوي باید چې په پوره ډول ټول وجود یې په اوبو کې دننه وي او خپل سره ښکته خواته ټیټ کړي.

د پښو پرېولل

دغه دپاکوالۍ دستور د عیسویانو نه پرته د سېکانو په دین کې هم شته چې بیا جرړه یې له هماغه عیسوي د پاکوالی دستور ته رسیږي. نن ورځ د دې غسل نسبت عیسویت ته کیږي ځکه په دې دین دا غسل له گناهونو څخه د پاکوالي موجب گرځي او د نوموړي معتقد کس پیوند د مړینې پر وخت له عیسی علیه السلام سره کیږي.

سپېڅلی گډون يا خبرې اترې

.د پاک خدای لاره ، مقدسه لاره ده چی په سبب د یاد راوړل د عیسی علیه السلام مړینی کیږی>> .دا کار باعث د دی کیږی چی د خدای لاره، چی زمونږ په جسم او روح کی یو ځای شی ، مونږ ابدی ژوند ته ورسیږو او د قیامت په ورځ بیا ژوندی شو «.کله چی دغه لاره ممکینه شی ، باید ترسره شی، او ددی لپاره یوه ټوټه ډوډی او انگور ته اړتیا ده

د سبات ورځ

«د یهودیانو د استراحت ورځ، د ونی وهمه ورځ ( شنبه)، د خدای له طرفه یوه مذهبی او مقدسه ورځ ده، چی په هغی کی دخدای د رحمت سیوری د پیدایشت او>> «.رستگاری جشن لپاره د آبدی او هوساینی ژوند د لاسته راوړلو په هیله>>

عيسی مسيح

« هغه کلمه چی د بشر په جسم کی داخل شوه، د دار پر سر د گناهکارانو د لمنځه وړلو په خاطر اعدام شو، په دریمه ورځ کی بیا ژوندی شو او آسمان ته وخوت. هغه د انسانانو له له جنسه څخه یوازینی ریښتنی ناجی دی ، د آسمانونو او ځمگی د پیداکونکی ریښتینی بنده دی.»

انجيل

« دا پر پخوانی او اوسنی وصیتونو ولاړ ، الهام نیونکی د پاک خدای څخه او یوازینی ریښتینی متن او د مسیح د پیروانو د ژوند معیار دی.»

ژغورل کېدنه

«.رستگاری د خدای د رحمت او بخښنی د دین په واسطه لاسته راوړل کیږی، مومنین باید پر مقدس روح ملاء وتړی تر څو د خدای په پاکی او بشردوستی پوه شی>>

کليسا

« دعیسی واقعی کلیسا، د عیسی مسیح علیه السلام پواسطه جوړه شوه او د روح القدس لخوا د ( آخیرینی باران ) په وخت کی را منځته شوی دی.»

د قيامت ورځ

د حضرت عیسی علیه السلام د بیا ځلی راتگ سره قیامت ترسره کیږی، هغه وخت چی هغه د جنت څخه د نړی د داوری په باره کی کوږی او پرهیزگاران ابدی ژوند>< مومی او بدکاران د تل لپاره محکومیږی

Tags:

د مسيح حقيقي کليسا ددې کليسا لس بنسټيزې عقيدې پدې توگه دي:د مسيح حقيقي کليسا

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

تاریخ کښنهد فرانسې انقلابشاه محمود هوتکروژه (مياشت)سردار شاه ولي خاند مرکزي بانک پوره معلوماتچین د خلکو جمهوریتدرملانځور خبرياليتاندلونګۍد اسیایي هیوادونو نوملړد افغانستان اقتصادفشار د ټیټیدو او لوړیدلو علتونه په څه کې دي دلته یې ولولئلښکرگاههوا او فضا کې د الوتنو مطالعهفرانسس رايټډېوېډ کامرونبدخشان ولايتد افغانستان بيرغسمایلوډونپيسېداوبو راگرځولویادګټې اخستې مدیریتپښتود شوروي اتحاد فدراتیف سوسیالیست جمهوریتپسرلید پولينډ د خلکو جمهوريتد امريکا انقلابي جګړهالوتکهاېټالياکابلکوهستان ولسوالۍ (بدخشان)د نړۍ اووه نوي عجايباستمناءټویټرابو حنيفه (امام اعظم)ارواپوهنهمیشیګاناکدي سارګونکوچنی اخترغنمغصبسلېمان لايقپه ۱۹۴۸ زکال کې د عربو او اسرائیلو جګړهمجاور احمد زيارلوی اقتصادملاله يوسفزۍکانګو دموکراتیک جمهوریتناټويهودي خپلواک ولايتاسپانیاشمالي امريکامحمد (ص) په اسلام کېکییفبواسیراېريل شارونپښتانهکندز ولايتاېسپرانتود زهل سیارې کړۍصدیق الله رښتینخپگانفرانسهپکتيکا ولايتمصرقطرژوندټولی مشر🡆 More