ډانگسر (په انگرېزي:Dinosaurs) (جمع: ډانگسران) يو ډول ژوي او ځانگړې ډله ده چې د ټراي اسېک پېر، نژدې ۲۳۰ ميليونه کاله پخوا د لومړي ځل لپاره ښکاره شول او تر ۱۳۵ ميليونو کالونو پورې د زمکې مسلط ژوي وه چې دا موده د جوراسيک پيل (نژدې ۲۰۰ ميليونه کاله وړاندې) نه تر کريټاسيوس (۶۵،۵ ميليونه کاله وړاندې) پورې وغځېده.
او په همدې توگه کله چې د کرېټاسيوس-پاليوجين د ورکېدنې پېښه د ډانگسر ډلې د ژويو ورکېدنې ته يې لار پرانيسته نو دا د مېسوزويک پېر پای و. انسانانو ته لاس ته راغلي فوسلونه دا په ډاگه کوي چې مارغان د تېروپوډ ډانگسرانو له ډلې د جوراسيک پېر په وخت کې تدريجي بدلون موندلی چې موږ وييلی شو چې مارغان د اوسني وخت يو ډول موډرنه ډانگسران دي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article ډانگسر, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.