کيميا کېمد مصر نه راوتلی نوم (الکېمي) چې د ځمکې مانا لري د پوهنې په ډگر کې هاغه پوهنه ده چې د څيزونو (مادو) ټولټال، جوړښتي او څېريز بدلونونه او توپيرونه رانغاړي.
کيميا ته فيزيکل ساينس يا پږنيزه پوهه هم وايي کوم چې دبېلابېلو اټمي، ماليکيولي، او کرسټالي زده کړو برسېره د شاوخوا ماتو يا دخورو ورو څيزونو (مادو) يوځای کولو او يا بېلولو پوهنې پورې هم اړه لري، کوم چې بيا د يو غونډاليزې انرژۍ ترکيب راپنځوي، کیمیا د فیزیکي پوهنې سره تړاو لري چې د ډول ډول اټومونو، مالیکیولونو، کرسټالیاتو او د نوروڅيزونو(مادو) د راغونډو که په خپل ځان کې تجریدي يا سره يوځای کېدو زده کړه وي هم يو پر بل کې سره د انرژۍ او اېنټروپي انټروپي ((د تودوخې غیر ارادي حالت) (د هاغې انرژۍ زېږېدنه چې له وجې ېې په تدریجي توگه اوبتیا(ویلول) يا تودوخه رامنځ ته کوي))چې د spontaneity (خپل ځاني تودوخه يا انرژي چې پرته د کومې محرکې وسیلې نه په ځان کې ولري ) په اړیکوسره د يوې کمیاوي عملیې په ترڅ کې رامنځ ته کېږي. دننه په کیميا کې د مادو د زده کړې يا د کیمیا د بل اړخ د زده کړې لپاره يو دودیزه په څانگو او گروپونو کې د وېش منظم ترتیب شته. په دې کې دغيرعضوي کيمياچې دغيرعضوي غیر ژواندو (غیر جسمي) زده کړې په شمول د عضوي کيميا د عضوي (جسمي، د ژواندي) په هکله د زده کړو، د ژونکيميا چې د substances تومنې(مادې،جسم، بنسټيز جوهر) زده کړې کوم چې په biological organisms کې موندل کېږي شاملې زده کړې دي. فيزيکي کيميا د انرژي په تړاو په پراخې کیميايي سیسټم پورې اړوندې زده کړې چې په مالیکیولي او دننه لا ورپسې د نورو مالیکیولونو په کچو پورې اړه لري.همداسې شننيزه کيمياياتجزيوي کيميا د مادو د نمونو شننه کوي،چې ترڅو د chemical composition (د کیمیايي تړنگونو (مرکباتو)) او د ترکیب په پوهې کې مو مالومات ډېر شي. ډېر خاص(ځانگړي) ډسپلینونه په همدې نژدو کلونو کې راپورته شوي دي، ل.خ (لدې اړخه) نیوروکېمسټري neurochemistry کوم چې د ماغزو په هکله کیمیايي زده کړې دي.
کیمیا د کيميايي توکو د خپلمنځي تعاملاتو د زده کړې يو ساینسي ډگر دی چې د اټومونو يا د اټوم نه په ټيټه کچه پرتو ذراتو لکه، اېلېکټرانونو، پروټانونو او نيوټرانونو د رامېنځ ته شوو جوړښتونو په اړه بحث کوي. اټومونه چې يوځای شي مالیکیولونه يا کرسټالونه پنځوي. کیمیا ته اکثراً "مرکزي ساینس" وايي، دا ځکه چې د ساینس نورې زده کړې لکه ستورپېژندنه، پږنپوهنه (فزیک)، د توکو ساینس، ژونپوهنه، او ځمکپېژندنه د کيميا د ونډې نه بې برخې نه ده. د کیمیا د آر لومړنی څرک په لرغوني پېر کې د منځنۍ اسیا په سيمه پورې اړونده دی. چې د همدغې سيمې د اوسيدونکو لخوا د هغوی په ژبه منصوبه شوه او دغې پوهنې ته د الکېمي نوم ورکړ شو. چې تر اوسه پورې په همدې علمي زده کړې زر کاله تېر شوي دي.
په عامه توگه موږ د يو شي له جوړښت نه او د مادې د خوصوصیاتو څخه په ښکېلې متقابلي عمل کار اخلو او وینو چې دا د کمیاوي اجسامو،تومنو، په ښکېل عمل پورې اړه پیدا کوي. د بېلگې په توگه.، پولاد د وسپنې څخه کلک دی، دا ځکه چې د پولاد اټومونه په ډېرکلکه توگه لکه د crystalline lattice يو بل کې سره راټول شوي دي. لرگي اور اخلي او ډېر ژر د oxidation (اکسیډشن په يوې مادې کې د الیکټران کمزوري کېدو او له منځه تلو ته وايي) پړاو پرمخ ځي، دا هم ځکه چې کولی شي په کیمیاوي بدلون کې د اکسیجن سره د يوې معینې تودوخې پر بنسټ بې اختیاره عمل ترسره کړي. شکره او مالکه په اوبو کې حل کېږي دا ځکه چې د هغوی مالیکیولي برقي خصوصیات داسې دي چې په محدوده راگېر حالت کې د حل جوگه کېدی شي. په کیمیا کې د تبدیلیو په اړه چې ولولو نو پايله ېې دا راوځي چې يا خو د کیمیايی اجسامو ترمنځ د غبرگې ښکېلتیا (interaction) له کبله رد مل بدلون رامنځته کېږي او یا هم د مادې او د انرژۍ په منځ کې داسې پېښېږي. د کیمیا په دودیزې طریقې سره د مادو، تومنې، کیمیاوي اجسامو ترمنځ د غبرگ ښکېلتابه دخل ښکاري. د کیمیا په لابراطوار کې راز راز ښيښه ایز اوزار کارېږي.
کیمیاوي تعاملات د کیمیاوي اجسامو، تومنو، په نورو تومنو، مادو يا کیمیایی اجسامو باندې اوښتلو ته وايي. دا په يوې کیمیاوي معادله کې په نښيزو څېرو کې انځورېږي. په يوې معادلې کې د اټومي نمرو ښي اړخ او کیڼ اړخ د کیمیاوي اوښتون لپاره اکثراً يو برابر وي. د کیمياوي تعاملاتوطبعي حالت، يوه تومنه، ماده، کېدی شي چې يوه ندازه مرحله ووهي، او د کومې انرژۍ په اساسي بدلون چې کېدی شي د ځينو معینوقانونونوپه درشل کې په ټينگارسره بدرگه شي همدې ته کیمياوي قانونونه وايي.
په کیمیاوي متالعاتو کې د انرژيEnergy اواېنټروپي په پام کې نیول هر وخت اړین وي. کیمیاوي اجسام د هغوی د جوړښتي حالت، مرحلواو کیمیاوي مرکباتو په اساس ټولگیز بېلېږي. ددغو شننه د کیمیاوي شننې chemical analysis په اوزارو لکه سپکټروسکاپيspectroscopy، او کروماټوگرافي chromatography باندې ېې شننه کېدی شي.
کیمیا د ساینس پوهنې يوه پوره ټولگه ایزه اړخ دی، يو عام نصاب په منځنۍ لېسه کې او په لومړي سرد پوهنځي په زده کړه کې. په دغه ترڅ کې ډېر ځله د عامې کیمیا زده کړې په توگه يادېږي کوم چې په پراخه کچه لومړني، بنسټيز مالومات زده کوونکو ته ورکوي، دې سره زده کوونکي د ماهرې پوهې لپاره چمتو کوي چېرته چې بیا راتلونکي کې د لا مخته اړوندې پوهې په وده کې مرسته ورسره کوي. همداسې کیمیا د کیمیا په نورو برخو کې هم بیخي اړینه زده کړه ده ساینسپوهان چې د کیمیا په برخه کې پلټنې کوي او کیمیا سره اخته دي،کیمسټ يا کیمیا پوهان بلل کېږي. ډېری کیمیا پوهان د کیمیا په يوې يا څو برخو کې زده کړې او تخصص ترلاسه کوي.
کينډۍ:دا هم وگورۍ
څلور زره کاله مخکې مصریان د کمیا په هنري اړخ يانې مصنوي لمدې کیمیا په ډگر کې ترټولو لومړني قدم ايښودونکي و. ۱۰۰۰ کاله مخکې د زېږدي څخه لرغونو تمدونونو د کمیا په ډگرکې له داسې تخنیکونو څخه کار واخیست چې د راز رازو کیماوي بنسټونو چوکاټ گڼل کیږي. پدغو کې : د وسپنه لرونکوکاڼو څخه وسپنه جلاکول، د کلالي هنرپه وجه د خټو توکي جوړول او رنگونه ورکول، د اوربشو خوسا کول اوترې بير او شراب جوړول، د انځورگرۍ لپاره او ښځينه و سینگار لپاره پاخه ډول ډول رنگونه، توکي جوړول، له بوټو څخه کیمیاوي توکي د درملو جوړولو او عطرونو لپاره را ايستل، د پوڅې (پنیر) ډولونه جوړول، ابلکه ټوټه جوړول، د څرمن خړول يا رنگ وربدلول، د غوړو اړول صابن باندې، د ښيښې جوړول، او د فلز څخه ژېړ جوړول يادېږي.
د کیمیا آر په پراخه توگه د تودولو او سوځولو ځليزې پورې اړه لري کوم چې د( Metallergy) د وسپنې په کاراچولو کې ښکاري (د کاڼو او خاورې څخه وسپنې بېلولو هنر ته او د سوځولو، اوبه ولو هنر ته هم وايي (د هند لرغوني وسپنې پورې اړونده ترکیبونو ته اشاره ده)). د طلا ( سروزرو) په لالچ سراښ کې خلکو د سوچه توب رمز پیدا کړ. که څه هم چې نوموړي چلندلارې د پوهېدو نه وې. تر ډېره د اړونې بدلونې لار ښکارېده نسبتاً د سوچه توب طریقې ته . ډېرو علماو په هماغه لرغوني وخت کې داسې وپتيېله چې معقوله ېې دا ده چې چلندلار د فلز څخه سروزرو ته د اوړون اسانه او ارزانه وسیله گڼل کېږي . همدغې د الکېمي (کیميا) لومړنيو پنځونو ته لار پرانیسته او د کانونو څخه د فلزاتو کاڼي راوېستلو او هغه په سروزرو بدلولو چې ښايي د يوازې لمسولو سره ېې د بدلون چلندلار راوتلي وي غبرگه کړه.
لکه څنگه چې د ٫٫ دي ريروم ناتورا ٬٬ (د څيزونو طبيعيت ) لیکي څخه څرگنده ده د يونان د اټوم پلټنو نېټه ۴۴۰ مخزېږدي ته رسېږي . دا د روم د لوکرېتوس لخوا په ۵۰ مخزېږدي کې لیکل شوی. د سوچتابه متوډونود وخت لرغونې پرمختيايي لارې چارې ېې پکې تشريح کړي دي دا د پلني دي الډر لخوا پخپل اثر ناتورا لیس هيستوریه کې راغلي دي.
ازمويښتي طرحه ېې په لاندې ډول ده :
د کیمیا لرغوني مخکښه پېلامگران او د نن ورځې د ساینس د نوې تيوري بنسټيز لارښودگران د منځيني پیر اعراب او د پارس علما و. دوی په ډېره جوته توگه څارلیدنې (Observations)او قابوکیمیاوي تجربې ېې د کیمیا په ډگر کې مونږ ته راوپېژندلې او د کیميا گڼ شمېر طبعي اجسام اوعناصر ېې راپیدا کړل. کيمیا د ساینس (پوهنې) په توگه مسلمانانو وپنځوله : په همدې کې تر کومه ځایه چې مونږ پوهېږود يونان برخه په تخنیکي تجربو(انډسټري) پورې محدوده وه او همدارنگه مبهمو فکري تیورۍ (هايپاتسس) باندې محدود و. د رومیانو ٫٫ سارسن ٬٬ خلکو په ډېره جوته څارلید (Observation)، د سمو قابو تجربو او د هغوپه سمه او احتیاطه توگه کښلو (ثبتولو) کړنچارې راوپېژندلې. دوی د ٫٫ الانبق ٬٬ کیمیاوي شننيز نه شمېرونکي توکي راپیدا کړل او وې نومول، همدا رنگه ېې lapidaries)) ـ (په قیمتي کاڼو اړونده ) جوړ کړل، د القلي او سوځوبي (اسیدو) تر منځ توپير ېې څرگند کړ، د دواړو القلي او سوځوبي ترمنځ ېې د ورته والي نه ورته والي څېړنه وکړه، په سل هاو درمل ېې مطالعه او جوړ کړل. الکېمي چې مسلمانانو ته له مصر څخه په میراث پاتې ده، وروسته د زرو شاوخوا موندونکو پېښوڅخه ددوی برخه ورگړندۍ شوه او ددوی کړنچاره (متوډ) کومه چې د منځيني پېر تر ټولو پوهنيزه ساینسي عمليې کړنې دي.
د وخت په تېرېدو سره په تېرو کلونو کې د نويو پنځونو او څېړنو په مټ د کيميا په تشريح کې هم توپیر راغی او د همدې برخې په پوهنه کې تېزوالی رامنځته شو. لاندې د نومياليو کيمياپوهانو لخوا د کيميا راز راز معياري تشريحات رابرسېره کېږي.
اټوم د کيميا بنسټيز يوون (واحد) دی. ددغه منځی د مثبتو چارجي ځانتياو لرونکی دی.کوم کې چې بیا پروټانونه، او نيوټرانونه شتون لري، همدې سره څه شمېر الکټرانونه د مثبتو چارجي ځانتياو د انډول د برابرۍ په موخه په نيوکلس (منځي) کې شتون لري.اټوم تر ټولو هغه وړوکې ذره، واحد هم دی چې د عنصر ځينې کیمياوي ځانتياوې له ځان سره لري.لکه د بېلگې په توگه : الکټرونگټيويټي، آيونايزېشن پوټنشل، د اور اخیستو (آکسيډشن سټېټ) حالت، د عنصر د شمېرې د تنظیم، او د بانډز وړانديز شوي ډولونه کوم چې د وسپنيزې (مېټالک)، برقي (آيانېک)، چارج لرونکي، او کوويلنټ په بڼه کې وي
This article uses material from the Wikipedia پښتو article کيميا, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.