ولادمیر پوتین

ولادمير ولادميروويچ پوتين (روسي: Влади́мир Влади́мирович Пу́тин; زېږېدنه ۷ اکتوبر 1952) یو روسي سیاستوال او اوسمهال د روسیې ولسمشر دی.

ولادمیر پوتین د ۲۰۱۸م کال د مارچ د اتلسمې نېټې د انتخاباتو په پایله کې یو وار بیا د روسیې د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

ولادمیر پوتین
(روسي: Владимир Владимирович Путин د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ولادمیر پوتین
ولادمیر پوتین

د شخص معلومات
پيدايښت ۷ اکتوبر ۱۹۵۲
سینټ پیټرزبورګ   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای درسدن (۱۹۸۵–۱۹۹۰)
سینټ پیټرزبورګ (۱۹۸۷–۱۹۹۲)
سینټ پیټرزبورګ (۱۹۹۲–)
مسکو (۱۹۹۶–)  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد (–۱۹۹۱)
روسیه (۱۹۹۱–)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل روسی   د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 170 سانتي متره   د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وزن 77 کيلوګرامه   د (P2067) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند د شوروي اتحاد کمونيست ګوند (۱۹۷۵–۱۹۹۱)
متحده روسيه   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه روسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) روسي
آلماني ژبه
انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر هلموت کوهل
نېكولو مكياوېلې
بوریس یلتسین   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کل دولت 8891777 Russian ruble (۲۰۱۵)  د (P2218) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوبه جودو   د (P641) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مشرتوب روسي وسله وال ځواکونه (۲۰۰۰–)  د (P598) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې د چيچنيا دويمه جګړه
د روسیې او ګرجستان جګړه
د روسیې او اوکراین جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
آی جي نوبل جایزه (۲۰۲۰)  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ولادمیر پوتین
ولادمیر پوتین

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (روسي ) (–۱۷ مارچ ۲۰۱۵)
د تاييدولو سرچينه (انگليسي ) (–۲۵ مارچ ۲۰۱۵)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ولادمیر پوتین  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ولادیمیر ولادیمیرویچ پوتین (د ۱۹۵۲ز کال د اکټوبر په ۷مه زېږېدلی) یو روسي سیاستوال او د استخباراتو پخوانی افسر و، چې د روسې د ولسمشر په توګه یې له ۲۰۰۰ز کال نه تر ۲۰۰۸ز کال پورې او له ۲۰۱۲ز کال نه تر اوس مهاله دنده ترسره کړې ده. نوموړی له ۱۹۹۹ز کال نه تر ۲۰۰۰ز کال پورې او له ۲۰۰۸ز کال نه تر ۲۰۱۲ز کال پورې د لومړي وزیر په توګه هم دنده تر سره کړې. پوتین د ګاونډ هېواد بیلاروس له ولسمشر، الکساندر لوکاشینکو وروسته د اروپا دویم ترټولو د اوږدې مودې پاتې ولسمشر دی.

پوتین په لیننګراد (اوسنۍ سنټ پیټرزبورګ) کې زېږېدلی او په لینینګراد دولتي پوهنتون کې یې د حقوقو برخه کې زده کړې کړي او په ۱۹۷۵ز کال کې فارغ شوی. پوتین ۱۶کاله د (KGB) د بهرنیو استخباراتو د افسر په توګه دنده تر سره کړې اومخکې له دې، چې په ۱۹۹۱ز کال کې له خپلې دندې نه استعفا ورکړي، د ډګروالي رتبه یې تر لاسه کړې وه. پوتین په ۱۹۹۶ز کال کې مسکو ته لاړ، ترڅو د ولسمشر بوریس یلسین په دولت کې دنده ترلاسه کړي. هغه د ۱۹۹۹ز کال په اګسټ میاشت کې د لومړي وزیر په توګه تر ټاکل کېدو مخکې د فدرالي امنیتي خدماتو (FSB) د رئیس او د امنیت شورا د منشي په توګه دنده ترسره کړې وه. د یلسین له استعفا وروسته پوتین سرپرست ولسمشر شو او څه کم څلور میاشتې وروسته په ښکاره توګه د لومړي ځل لپاره ولسمشر وټاکل شو او په ۲۰۰۴ز کال کې بیا وټاکل شو. څرنګه چې هغه د ​​اساسي قانون له نظره د ولسمشر په توګه په پرله پسې دوو دورو پورې محدود و، نو ځکه پوتین د ډیمټري میډیډوف په مشرۍ له ۲۰۰۸ز کال نه تر ۲۰۱۲ز کال پورېد لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړه او په ۲۰۱۲ز کال کې، چې ولسمشریزې ټاکنې د درغلیو او لاریونونو له امله زیانمنې شوې، پوتین د درېیم ځل لپاره ولسمشر وټاکل شو. د ۲۰۲۱ز کال په اپرېل کې د یوه ټولپوښتنې له لارې هغه په اساسي قانون کې ځینی تعدیلات لاسلیک کړل، چې د یادو تعدیلاتو پر بنسټ هغه ته اجازه ورکړل شوه، تر څو د  دوه ځلو نه زیات ټاکنو ته ځان نوماند کړي او د هغه د ولسمشرۍ موده تر ۲۰۳۶ز کال پورې وغځوي.

د پوتین د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د روسیې اقتصاد د پرله پسې اتو کلونو لپاره وده وکړه، یادې ودې د تیلو او ګازو په بیه کې پنځه چنده زیاتوالې راوست، چې د روسیې د صادراتو لویه برخه یې جوړوله. پوتین د چیچنیا په دویمه جګړه کې د روسیې د بریا لامل شو او همدارنګه هغه د میدیدوف په مشرۍ د لومړي وزیر په توګه د روسیې او ګرجستان په جګړه کې د روسیې د بریا او په لویه کچه د پوځي او پولیسو اصلاحاتو څارنه وکړه. د پوتین د ولسمشرۍ د درېیمې دورې په لړ کې، د تیلو د بیې راتیټولو او د ۲۰۱۴ز کال په پیل کې د روسیې له خوا په اوکراین کې د پوځي مداخلې او د کریمیا د الحاق وروسته لګول شوي نړیوال بندیزونه د دې لامل شو، چې په ۲۰۱۵ز کال کې د ناخالصه کورني تولیداتو کچه ۳.۷سلنې ته راټیټه شي. د ولسمشر په توګه د هغه د څلورمې دورې په لړ کې، د ۲۰۲۲ز کال په فبروري کې پوتین په اوکراین کې د بشپړ یرغل امر وکړ، چې د روسیې په وړاندې د نورو بندیزونو د لګولو او د مالي ناورین رامنځته کولو لامل شو.

د پوتین تر مشرۍ لاندې روسيې استبدادي نظام ته مخه کړه. کارپوهان، د سیاسي مخالفینو بندي کول او ځپل، د آزادو مطبوعاتو ګواښول او مخنیوی کول او د آزادو او عادلانه ټاکنو نشتوالی په ګوته کولو سره روسیه یو ډیموکراتیک هېواد نه ګڼي.

شخصي ژوند

د ۱۹۸۳ز کال د جولای په ۲۸مه، پوتین له لیوډمیلا شکربینیوا سره واده وکړ او له ۱۹۸۵ز کال نه تر۱۹۹۰ز کال پورې یې په ختیځ المان کې یو ځای ژوند کاوه. دوی دوه لوڼې د ماریا پوتینا او یوکاترینا پوتینا په نوم لري. د ۲۰۲۰ز کال په نومبر کې د پروکټ له خوا یوېڅیړنې ادعا کوله، چې پوتین یوه بله لور د الیزاویتا(د مارچ ۲۰۰۳ز کال زېږېدلی) هم لري. د ۲۰۰۸ز کال په اپرېل کې  ماسکوفسکي په نوم یو خبریال راپور ورکړ، چې پوتین له لیوډمیلا نه طلاق اخیستی او د اولمپیک د سرو زرو مډال ګټونکي الینا کابایوا سره یې واده کړی و، چې پخوانۍ روسي سیاستواله هم وه، خو یاده موضوع رد شوه او دغه ورځپاڼه لږ وروسته وتړل شوه.  په راتلونکو کلونو کې، په پرله پسې ډول بې بنسټه راپورونه خپاره شول، چې ګواکې پوتین او کابایوا په ګډه څو ماشومان لري، که څه هم دا راپورونه بیا بیا رد شوي. په ۲۰۱۲ز کال کېپوتین او لیوډمیلا اعلان وکړ چې  دوی سره جلا شوی دي.  پوتین دوه لمسیان لري، چې په ۲۰۱۲ز کال او ۲۰۱۷ز کال کې زېږېدلي دي.

لومړنی ژوند

پوتین د ۱۹۵۲ز کال د اکټوبر په ۷مه په لینینګراډ (اوسنی سینټ پیټرزبورګ) کې زېږېدلی، د ولادیمیر سپیریډونوویچ پوتین او ماریا ایوانوونا له درېیو ماشومانو نه تر ټولو کوچنی ماشوم دی. د هغه نیکه، سپیریډون پوتین د ولادیمیر لینن او جوزف سټالین شخصي اشپز و.

د پوتین له زېږون نه مخکې د هغه دوه وروڼه ویکتور او البرټ، چې د ۱۹۳۰لسیزې په منځ کې زېږېدلی و، مړه شول. البرټ په ماشومتوب کې مړ شو او ویکتور په دویمه نړیواله جګړه کې د نازي جرمني ځواکونو له خوا د لیننګراد د محاصرې پرمهال د ډیپتیریا له امله مړ شو. د پوتین مور د فابریکې کارکوونکې وه او پلار یې د شوروي په سمندري ځواکونو کې دنده لرله، وروسته بیا پوځ ته ولېږدول شو. د پوتین مورنې نیا په ۱۹۴۱ز کال کې د جرمني نیواکګرو له خوا ووژل شوه او ماما یې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال په ختیځه جبهه کې ورک شو.

د ۱۹۶۰ز کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه، پوتین خپل کور ته څېرمه د باسکوف لاین ښوونځي کې زده کړې پیل کړې. په ۱۲کلنۍ کې، هغه د جودو تمرین پیل کړ. په خپل فارغ وخت کې یې د کارل مارکس، فریدریش انګلس او لینن د آثارو له لوستلو نه خوند اخیست. پوتین په ۲۸۱سنټ پیټرزبورګ عالي لېسه کې الماني زده کړې کړي او د دویمې ژبې په توګه الماني خبرې کوي. پوتین په ۱۹۷۰ز کال کې د اندری ژدانوف (اوس د سینټ پیټرزبورګ ایالت پوهنتون) په نوم د لیننګراد دولتي پوهنتون کې د حقوقو برخه کې زده کړی وکړې او په ۱۹۷۵ز کال کې فارغ شو.

اسیا

په ۲۰۱۲ز کال کې، پوتین په یوې هندۍ ورځپاڼه (The Hindu)کې یوه مقاله لیکلې وه، چې ویلي یې و: « د هند او روسیې ترمنځ د سټراټیژیکو همکاریو تړون، چې په  ۲۰۰۰ز کال کې لاسلیک شو، یو واقعی تاریخي ګام دی ». هند د روسې د پوځي تجهیزاتو لوی رانیوونکی دی او دواړه هېوادونه له تاریخي پلوه پیاوړې سټراټیژیکې او ډیپلوماټیکې اړیکې لري. د پوتین په مشرۍ، روسیې د شانګهای همکارۍ سازمان له اسیايي هېوادونو سره اوله برکس سازمان سره، چې چین، هند، پاکستان او د شوروي اتحاد  له منځه تللو وروسته مرکزي اسیاي هېوادونه په کې شامل دي، مثبتې اړیکې ساتلې دي. په ۲۱مه پیړۍ کې د چین او روسیې اړیکې د اقتصاد له پلوه د پام وړ پیاوړې شوې. د دوستۍ تړون، د (ESPO) د تېلو پایپ لاین او د سایبریایي ځواک د ګازو پایپ لاین د دوو لویو قدرتونو ترمنځ «ځانګړې اړیکې» رامنځته کړې.

پوتین او لومړي وزیر شینزو ابې په مکرر ډول د جاپان – روسیې د ځمکنیو شخړو په اړه د خبرو اترو لپاره یو بل سره لیدلي. همداراز پوتین د دواړو هېوادونو ترمنځ د ریل پټلۍ د جوړولو په اړه هم خپله لېوالتیا څرګنده کړې، خو په ۲۰۲۰ز کال کې د ابي له استعفا نه مخکې هېڅ تړون لاسلیک نه شو. همدارنګه پوتین منګولیا ته درې سفرونه کړي او له خپل دغه ګاونډي هېواد سره یې ښې اړیکې ساتلي. پوتین او د هغه منګولیایی سیال د ۲۰۱۹ز کال په سپټمبر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ یو دایمی تړون هم لاسلیک کړ، چې سوداګری او کلتوری تبادلې یې لا زیاتې کړې. پوتین لومړنی روسی مشر و، چې په نیمه پېړۍ کې یې په ۲۰۰۷ز کال کې اندونیزیا ته سفر وکړ او په پایله کې یې د وسلو یو تړون لاسلیک کړ او له افغانستان سره یې په ۲۰۱۰مه لسیزه کې پوځي او اقتصادي مرستې وکړې. روسیې او فیلیپین ترمنځ اړیکې په ۲۰۱۶ز کال کې پیاوړې شوې، کله چې پوتین له خپل فیلیپیني سیال رودریګو دوترته سره نږدې دوه اړخیزې اړیکې ټینګې کړې. پوتین د مالیزیا او د هغه وخت لومړي وزیر مهاتیر محمد سره هم ښې اړیکې لري، همدارنګه د بنګله دیش له لومړي وزیر شیخ حسینې سره د اټومي انرژۍ تړون لاسلیک کړ. پوتین  د روسیې  لومړنی مشر و، چې شمالي کوریا ته یې سفر وکړ او  د ۲۰۰۰ز کال په جولای کې یې کیم جونګ ایل سره وکتل. پوتین په ۲۰۱۷ز کال کې په میانمار کې د روهینګیایي اقلیت پر وړاندې په تاوتریخوالي نیوکه وکړه او په میانمار کې د ۲۰۲۱ز کال کودتا وروسته، روسیې ژمنه وکړه چې د میانمار له پوځي رژیم سره به خپلې اړیکې پیاوړې کړي.

متحده ایالات، لویدیځه اروپا او ناټو

د پوتین په مشرۍ، د روسیې اړیکې له ناټو او امریکا سره له څو پړاوونو تېرېږي. کله چې هغه د لومړی ځل لپاره  ولسمشر شو، دا اړیکې ډېرې محتاطې وې، خود سپټمبر میاشتې د۱۱مې له بریدونو نه  وروسته پوتین په چټکۍ سره د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې د امریکا ملاتړ وکړ، چې په دې توګه د ملګرتیا فرصت هم څرګند شو. له ۲۰۰۳ز کال راهیسې، کله چې روسیې د عراق په جګړه کې له متحده ایالاتو سره سخت مخالفت وکړ، پوتین نور هم له لوېدیځ نه لرې شو او دا اړیکې په دوامداره توګه خرابې شوې. د ۲۰۰۷ز کال په فبروري کې، پوتین په نړیوالو اړیکو کې د متحده ایالاتو په انحصاري واک نیوکه وکړه. هغه وویل: د دې پایله به یې دا وي، چې هېڅوک د خوندیتوب احساس  ونه کړي!

پوتین تل په اروپا کې د متحده ایالاتو د توغندیو د دفاعي سیستم مخالفت کړی او ولسمشر جورج ډبلیو بوش ته یې د ۲۰۰۷ز کال د جون په ۷مه یو وړاندیز وکړ چې رد شو. پوتین د ۲۰۰۸ز کال د فبرورۍ په ۱۷مه له سربیا نه د کوزوو د یو اړخیزې خپلواکۍ له اعلان سره هم  مخالفت وکړ او خبرداری یې ورکړ، چې دا به د نړیوالو اړیکو ټول سیستم بې ثباته کړي. هغه د نړۍ د څو سترو قدرتونو له خوا د کوزوو د خپلواکۍ په رسمیت پېژندنه د « یوې وحشتناکې بېلګې په توګه بیان کړه، چې په حقیقت کې به د نړیوالو اړیکو ټول سیسټم له منځه یوسي، چې په لسیزو کې نه، بلکې د پېړیو په اوږدو کې رامنځته شوی».

د ۲۰۱۴ز کال  په مارچ کې، پوتین د کوزوو د خپلواکۍ اعلامیه د کریمیا د خپلواکۍ په رسمیت پېژندلو لپاره د توجیه په توګه وکاروله او په ۲۰۰۱ز کال کې پر امریکا د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته، پوتین د امریکا له ولسمشر جورج ډبلیو بوش او د لوېدیځې اروپا له ډېرو مشرانو سره ښې اړیکې درلودې.

په ۲۰۱۱ز کال کې په لیبیا کې د ناټو په مشرۍ پوځي لاسوهنې د پوتین په ګډون د نړۍ د ډېری مشرانو له خوا د نیوکې پراخه څپې رامنځته کړې او ټینکار کاوه، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۷۳ز کال پریکړه لیک «ناقص او نیمګړی» دی. د ۲۰۱۳ز کال په وروستیو کې د روسیې-امریکا اړیکې هغه وخت نورې هم خرابې شوې، کله چې متحده ایالاتو له ۱۹۶۰ز کال نه وروسته د لومړي ځل لپاره هغه وخت  سرمشریزه لغوه کړه، چې پوتین امریکایي اډوارډ سنوډن ته چې د (NSA) نه یې په پراخه کچه محرم معلومات افشا کړي و، پناه ورکړه.

د ۲۰۱۹ز کال د نومبر میاشتې په ۹مه پوتین ډونالډ ټرمپ ته د متحده ایالاتو د ۴۵م ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه. د ۲۰۱۶ز کال په ډسمبر کې، د متحده ایالاتو استخباراتي چارواکو (د جیمز کلیپر په مشرۍ) پوتین په دې تورن کړ، چې هغه د متحده ایالاتو د ټاکنو په لړ کې د ډیموکراټ ګوند نوماندې هیلري کلنټن د بریښنالیک په هک کولو او سایبري بریدونو کې لاس درلود، خو د پوتین ویاند دا تورونه رد کړل. پوتین په پرله پسې ډول هیلري کلینټن په دې تورنه کړې، چې د ۲۰۰۹ز کال نه تر ۲۰۱۳ز کال پورې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې په توګه،  د روسیې په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي، خو د ۲۰۱۶ز کال په ډسمبر کې کلنټن پوتین تورن کړ، چې د هغې په وړاندې شخصي کرکه لري.

د ټرمپ له ټاکل کېدو سره سم، په امریکا کې د پوتین محبوبیت زیات شو. د ۲۰۱۷ز کال په فبروري میاشت کې د ګالپ له خوا نظر پوښتنې کې ۲۲سلنې امریکایانو د پوتین په اړه مثبت نظر څرګند کړ، چې له ۲۰۰۳ز کال راهیسې ترټولو لوړ و.

سرچینې

Tags:

ولادمیر پوتین شخصي ژوندولادمیر پوتین لومړنی ژوندولادمیر پوتین سرچینېولادمیر پوتینروسي ژبه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

کتابتونسياستوالکابل ولايتد نفوسو له مخې، د نړۍ د مذهبونو نوملړسلطان عبدالمجید (اول)دریم جورج18 اگسټسعودي عربستاناتریشي مکتبمالیهيونانروباټیکجنسي اړيکېد حماس اسلامي غورځنگباغ وحش کندهارمیاشتنی عادتپښتو ويکيپېډياثانيهاحمد شاه درانیپرتګالشمس الدین کاکړد واده شپه17 فبروريژر انزالېدلاوغوز ترکانمورمانسک ولايتله جز څخه کل د قیا (استقرا) مسئلهاسلامي دولتد انسانانو جنسي توپیروالید مهدي پوځعدلي طبپوهنهپشه یی ژبهشوروي اتحادپولينډي ژبهملګري ملتونهروسي وسله وال ځواکونهد افغانستان د فوټبال ملي لوبډلهامير حمزه شينواریپروژهآی اېس او ۳۱۶۶بښنه (اپلاتون)پلار څوک دی۳۱ وږیبیکاریرحيم شاهعبدالرحمان باباګوګلانسان پيژندنهژونکهنژاد (انساني ډل بندي)د اقليمي بدلون اغېزېد متحده ایالاتو اساسي قانونپه هندوئېزم کې ښځېد پښتو (ی) ګانې .شينواريپلان جوړونهبانجاند وینې ګروپد خلق ډموکراتيک ګوندعبدالله بن عمرتانزانيابهرنۍ پور28 جنوريکلا، ارغندابپير روښانزده کړه (پوهه)🡆 More