ګرجستان

ګرجستان (ګرجي: საქართველო) په انګلیسي Georgia) په قفقاز کې پروت یو هیواد دی چې پلازمېنه یې تفلیس نومیږي او گرجستان د اوراسيا په سیمه کې پروت دی چې له آسیا او اروپا سره ګډه پوله لري.

ګرجستان لویدیځ ته له تور سمندر شمال خواته یې روسیه سویل ته له ترکې او ارمنستان او د سویل ختیځ لورته له آذربایجان سره ګډه پوله لرې.

ګرجستان بيرغ ګرجستان نښان
ګرجستان
نخشه
موقعيت
حکومت
 -  جمهور ریس سالومه زورابیشویلی
 -  لمړی وزیر ماموکا باختادزه
 -  د پارلمان ریس ایراکلی کوباخیدزه
Legislature پارلمان
ارتوالی
 -  ټولټال ۶۹٬۹۰۰ کيلومتر2 
۲۶٬۹۱۱ sq mi 
د وګړو شمېر
 -  ۲۰۱۸ estimate ۳٬۷۲۹٬۰۰۰ 
 -  ګڼه ګونه ۶۵٫۴/km2 
۱۶۹٫۳/sq mi
نا خالص داخلي تولید (PPP) ۲۰۱۲ اټکل
 -  ټولټال ۲۶٫۳۴۸ بیلیون 
بشري پرمختيا (۲۰۱۲) ۰٫۷۴۵ 
د وخت سيمه (UTC+۴)
ISO 3166 کوډ GE
د انټرنټ مخکښ شپول .ge
پيل ګڼ +۹۹۵

د ګرجستان پلازمینه تفلیس ښار دی او مساحت یې ۷۰۰'۶۹ کیلومتره مربع او نفوس یې په ۲۰۱۶م کال کې ۷۲۰۰۰'۳ نفره وو. ددی هیواد د حکومت ډول نیمه ولسمشریزه ده. ګرجستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په اروپا او آسیا دواړو لویو وچو کې موقیعت لری. نو ددی سره یاد هیواد هڅه کوی چې په ناټو سازمان او اروپایي ټولنه کې ځان شامل کړې.

ګرجستان، په رسمي ډول د ۱۹۹۰ ز کال څخه تر ۱۹۹۵ ز کال پورې د ګرجستان جمهوریت، په دوو لویو وچو کې غځېدلی هېواد دی چې په قفقاز کې، د ختیځې اروپا او لوېدیځې آسیا په تقاطع ساحه کې پروت دی. له لوېدیځ لوري له تور سمندر، له شمال او ختیځ لوري له روسیې، له سویل لوري له ترکیې او ارمنستان او له سویل ختیځ لوري له آذربایجان سره پولې لري. مساحت یې ۶۹۸۰۰ کیلومتر مربع (۲۶۹۱۱ مایل مربع) دی او له اشغال شویو سیمو پرته، ۳۷ مېلیونه وګړي لري. ګرجستان د استازوندویې ولسواکۍ یا غیرمستقیمې ولسواکۍ سیاسي نظام لري چې د یومجلسه پارلماني جمهوریت له خوا اداره کېږي. تفلیس يې پلازمېنه او ترټولو لوی ښار دی، چې نږدې څلورمه برخه نفوس په کې مېشت دی.   

د کلاسیکې زمانې په اوږدو کې څو خپلواکې پاچهۍ ،لکه: کولکیس او ایبریا په اوسني ګرجستان کې رامنځته شوې. ګرجستانیانو د څلورمې پېړۍ په لومړیو کې رسماً عیسویت ومانه چې د ګرجستان د لومړنیو دولتونو په دیني او سیاسي یووالي کې یې مرسته وکړه. په منځنیو پېړیو کې د ګرجستان متحدې پاچهۍ راڅرګندې شوې او د ۱۲ او ۱۳ پېړیو په لومړیو کې د پاچا ودانوونکي ډېویډ او سترې ملکې تامار د واکمنۍ پرمهال خپل زرین دوران ته ورسېد. له هغې وروسته، پاچهۍ زوال وکړ او په پای کې د بېلابېلو سیمه ییزو قدرتونو، لکه: د مغولیانو، عثماني سترواکۍ او د فارس د سترواکۍ د پرله پسې کورنیو تر واک لاندې ټوټې شوه. د ګرجستان یوې پاچهۍ د روسیې سترواکۍ سره په ۱۷۸۳ ز کال کې یو تړون وکړ، چې د ۱۹ مې پېړۍ په اوږدو کې یې په تدریج سره د عصري ګرجستان د خاورې یوځای کولو ته دوام ورکړ.  

په ۱۹۱۷ ز کې د روسیې له انقلاب وروسته، ګرجستان د آلمان تر ساتنې لاندې د یوه خپلواک جمهوریت په توګه راڅرګند شو. ګرجستان له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د شوروي اتحاد له لوري په ۱۹۲۲ ز کال کې په زور ضمیمه شو او د پنځلسو بنسټګرو جمهوریتونو څخه یو شو. په ۱۹۸۰ ز کلونو کې، د خپلواکۍ یو غورځنګ راڅرګند شو او په چټکۍ سره یې وده وکړه، چې د ۱۹۹۱ ز کال په اپریل کې د شوروي اتحاد څخه د ګرجستان د جلا کېدو لامل شو. په زیاتره راتلونکو لسیزو کې، د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته ګرجستان له اقتصادي ناورین، سیاسي بې ثباتي، توکمیزې جګړې او په آبخازیه او سوېلي اوستیا کې یې له بېلتون غوښتونکو جګړو سر مخامخ شو. په ۲۰۰۳ ز کال کې د ګلاب سپین (بې وینې) انقلاب څخه وروسته، ګرجستان لوېدیځ پلوه بهرنۍ تګلاره په کلکه خپله کړه. په اروپایی اتحادیه او ناټو کې د یوځای کېدو په موخه یې یو لړ دیموکراتیک او اقتصادي اصلاحات وړاندې کړل. لوېديځ ته د دغه هېواد تمايل د دې لامل شو چې ډېر ژر يې له روسيې سره اړيکې خرابې شي، چې په ۲۰۰۸ ز کال کې په يوه ځای کې د يوې لنډې جګړې لامل هم شو.

ګرجستان یو پرمختلونکی هېواد دی، چې د بشري پراختیا په شاخص کې "ډېر لوړ" طبقه بندي شوی. له خپلواکۍ راهیسې اقتصادي اصلاحات د لوړې کچې اقتصادي آزادۍ او د سوداګرۍ د آسانتیا، همدارنګه د فساد د شاخصونو، بې وزلۍ او د بېکارۍ د کموالي لامل شول. په نړۍ کې یو له لومړیو هېوادونو څخه دی چې بنګ یې قانوني کړل او په نړۍ کې یوازینی پخوانی سوسیالیست دولت شو چې دا کار یې وکړ. دا هېواد په اروپا او آسیا کې د نړیوالو سازمانونو لکه د اروپا شورا، د تور سمندرګي د اقتصادي همکاریو سازمان، د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان، یورو کنټرول (په اروپا کې د هوایي چلند د خودیتوب سازمان)، د بیارغونې او پراختیا لپاره د اروپا بانک، د دری ګونې ټولنې او د ولسواکۍ او اقتصادي پراختیا لپاره د GUAM سازمان غړیتوب لري.    

رېښه

د "Georgia" د نوم د لیکنې په اړه لومړۍ یادونه په ایټالیوي ژبه د پیټرو ویسکونټ د مپه مونډي په نوم په نقشه کې ده، چې په ۱۳۲۰ ز کال پورې تړاو لري. په لاتیني نړۍ کې د هغې د راڅرګندېدو په لومړي پړاو کې، تل په ورته الفبا نه لیکل کېده او لومړی بې غږ توری يې په J سره د "Jorgia" بڼه لیکل کېد. "Georgia" ښايي په ۱۱ او ۱۲ پېړیو کې د ګرجستانیانو له فارسي نوم gurğān څخه سرچینه اخیستې  وي چې د سریاني ژبېgurz-ān/gurz-iyān او عربي ژبې ĵurĵan/ĵurzan  له لارې تنظیم شوې. د لور- بنسټ تیورۍ (Lore-based theories) د ګرځندوی ژاک دویتري له لوري وړاندې شوې، نوموړي د ګرجستانیانو په منځ کې د سنټ جورج د شهرت له مخې د دغې نوم رېښه تشرېحه کړه، په داسې حال کې چې ګرځندوی جان شاردین فکر کاوه چې "Georgia" د یوناني کلیمې γεωργός  ("د ځمکې کروندګر") څخه سرچینه اخیستې. ،لکه څنګه چې پروفیسور الکساندر میکابریدز زیاتوي، د Georgia/Georgians  کلیمې په اړه دغه سل کلن توضیحات، د پوهې د ټولنې له لوري رد شوي او د فارسي gurg/gurgan، ("لیوه") کیلمې ته د رېښې په توګه اشاره کوي. دا کلیمه چې د فارسي کلیمې gurğ/gurgān سره پیل کېږي، وروسته د سلاوي او لوېدیځې اروپا د ژبو په ګډون په ډېرو نورو ژبو کې ومنل شوه. ښايی دا اصطلاح په خپله د نږدې کسپین سیمې د لرغوني ایراني نوم له لارې چې د ګورګان ("د لیوانو خاوره") په نوم یادېده، رامنځ ته شوې وي.

اصلي نوم یې ساکارتویلو (საქართველო؛ "د کارتویلیانو خاوره") دی، چې د کارتلي ګرجستاني مرکزي سیمې څخه اخیستل شوی، له ۹ مې پېړۍ څخه ثبت شوی او په پراخه کارونه کې تر ۱۳ پېړۍ پورې د ګرجستان د منځنيو پېړیو ټولې پاچهۍ ته اشاره کوي. هغه خپل نوم چې د قومي ګرجستانیانو له خوا کارول کېږي، کارتولبی (ქართველები، یعنی "کارتویلیان") دی.    

د منځنیو پېړیو ګرجستاني تاریخې پېښې د کارتویلیانو هم نومه نیکه، کارتلوس، د جېفث کړوسی ګڼي. خو پوهان موافقه لري چې دا کلیمه د کارتز څخه اخیستل شوې، چې له لومړنیو ګرجستاني قبیلو څخه دویمه ده چې په لرغونو زمانو کې د یوې برلاسې ډلې په توګه راڅرګنده شوه. د ساکارتویلو نومსაქართველო) ) له دوو برخو څخه جوړ شوی. رېښه یې، کارتولي،- (ქართველ-ი)، د کارتلي د مرکزي ختیځ ګرجستاني سیمې اوسېدونکی یا ایبریا، لکه څنګه چې د ختیځ روم سترواکۍ په سرچینو کې پېژندل کېږي ،مشخصوي. لرغونو یونانیانو (سترابو، هرودوت، پلوتارک، هومر) او رومیانو (تیتوس لیویوس، تاسیتوس او نورو) د لوېدیځ ګرجستانیان د کولشیانو په نوم او ختیځ ګرجستانیان د ابرییانو (په ځینو یوناني سرچینو کېIberoi )  په نوم یادول. د ګرجستانی سرپایتاړی sa-X-o یو معیاري جغرافيائی جوړښت دی، چې "هغه سیمه چې X په کې اوسیږي" ،مشخصوي، چې X د یوه قوم نوم دی.   

نن ورځ د هېواد رسمي نوم "ګرجستان یا Georgia " دی، څرنګه چې د ګرجستان په اساسي قانون کې داسې راغلي دي : " د ګرجستان د دولت نوم ګرجستان دی." مخکې له دې چې د ۱۹۹۵ ز کال اساسي قانون پلی شي، د هېواد رسمي نوم د ګرجستان جمهوریت ؤ. لاهم کله ناکله خلک او رسنۍ یې د ګرجستان جمهوریت په نوم یادوي.     

ښارونه

په ګرجستان کې ښارونه
د ګرجستان ښارونه

د ګرجستان د ښارونو نوملړ د ګرجستان ښارونه (د ګرجستان هیواد د ولایتونو مرکزونه) لاندی نوملړ د ګرجستان هیواد د ولایتونو مرکزونه چې هریو ځانته ښار ګڼل کیږي ښیې.

  • سوخومي
  • کوتایسي
  • روستاوی
  • ګوري
  • پوتي
  • باتومي
  • متسختا
  • چیاتورا
  • تقیبولي
  • ځوګدیدي
  • تسقالتوبو
  • تقوارچلي
  • ګاګرا
  • تلاوي

جغرافیه

اقتصاد

اداري ویش

'د ګرجستان هیواد ایداري وېش‘ (د ګرجستان ولایتونه) ګرجستان په ټوله کې په ۱۲ ولایتونو ویشل شوی دی چې له دولسو نه یې آبخازیا او آجاریا نیمه خپلواکه یاهم خپلواکي غوښتونکي دي.

د ګرجستان هیواد ایداري وېش
ګرجستان 
شمیره سیمه مرکز
۱ آبخازیا سوخومي
۲ سامګرلو-زمو سوانتی زوګدیدی
۳ ګوریا ازورګتی
۴ آجاریا باتومی
۵ راچا-لچخومی او کومو سوانتی آمبرولائوری
۶ ایمرتی کوتایسی
۷ سامتسخه-جاواختی آخالتسیخه
۸ شیدا کارتلی ګوری
۹ متسختا-متیانتی متسختا
۱۰ کومو کارتلی روستاوی
۱۱ کاختی تلاوی
۱۲ تفلیس تفلیس

سیاسي جوړښت

کلتور

خلک

د ګرجستان هیواد ترټولو لوی او اکثریت قوم ګرجي قوم (ګرجیان) دي چې د هیواد واک هم د ددوي په لاس کې دی. د ګرجیانو نه وروسته په ګرجستان کې دوهم لوی قوم آذربایجانیان دي.

ژبه

د ګرجستان رسمي او دفتری ژبه ګرجي ده.

اخیستلیکونه

سرچينې

Tags:

ګرجستان رېښهګرجستان ښارونهګرجستان جغرافیهګرجستان اقتصادګرجستان اداري ویشګرجستان سیاسي جوړښتګرجستان کلتورګرجستان خلکګرجستان ژبهګرجستان اخیستلیکونهګرجستان سرچينېګرجستانآذربایجانآسیاارمنستاناروپاانګلیسياوراسياترکیهتفلیستور سمندرروسیهقفقازګرجي ژبه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د ختیځې اروپا پسرلنی ساعتجرمپوهنهد افغانستان ولسوالۍپانکراستورکيهشهزاده میرویس ظاهرپادريبلنلیکامير کروړ سوري ( مړ ۱۵۴ ليږديز )پکتيا ولايتکوهستان ولسوالۍ (بدخشان)د کانکریټو د اړینو وچو موادو محاسبه او برآوردښځه په اسلام کېسوريانتلاسېمیاوگړشمېرنهساپوهنهاسحق نیوټنمنځنی ختيځد افغانستان سيندونهد مخابراتو وزارت (افغانستان)فرانسهتاجکيانزړهسمسور صافیعبدالشکور رشادسړه جګړهشاهزاده محمد اکبر خانظاهر بایبارسخرقه شريفهګوګلاريايانمحمد (ص) په اسلام کېزده کړه (پوهه)لومړنۍ نړېواله جگړهزلمی هېوادملد چاپ او نشر حقپکتيکا ولايتچاپیریالی روغتيا ساتنهغالۍد کورنيو توليداتو ټوليز ارزښتوينه لږیجرمامام مالک بن انسخپلواک مورفيمونهکتابتونغزني ولايتنومځری (زمیر)مسلکد روسيې جنګي جرمونهقلندر مومندراشد خاند سویس تاریخفنلنډي ژبههلمند ولايتشمالي کوريا14 مارچسپوږميز ليږديز کليزتی (سینه)د خلق ډموکراتيک ګوندلاتين ليکدود🡆 More