يو ټاپو يا جزيره د ځمکې يوې داسې ټوټې ته وييل کېږي چې شاوخوا په اوبو کې راگيره وي.
په بله وينا په اوبو کې راگير د ځمکې وچې ټوټې ته ټاپو يا جزيره وايي. وړوکي ټاپو ته ټاپوگی وايي. ټاپوان په دوه عمده ډولونو وېشل شوي چې په دغو کې براعظمي يا د لويې وچې ټاپوان او سمندري ټاپوان شامل دي. ځينې ځايونو کې صنعتي ټاپوان هم شته چې انسانانو جوړ کړي. د ټاپوانو جغرافي ډلبندۍ يا جغرافيې ته اړونده ډلبندۍ د آرکيپېلاگو په نامه يادېږي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article ټاپو, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.