جيبوتي

جیبوتي چې رسمي نوم یې د جېبوتي جمهوریت دی د افریقا په (ښکر) کې پروت یو هیواد دی چې پلازمینه یې د جیبوتی ښار ښار دی.

مساحت یې ۲۰۰'۲۳ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۱۵۹'۸۱۸ نفره دی. جیبوتی په ۲۷ د جون ۱۹۷۷م کال له فرانسه نه خپلواکی ترلاسه کړه، د پیسو واحد یې د جیبوتی فرانک (DJT) او ولسمشر یې اسماعیل عمر غیله دی.

د جیبوتي هیواد ولسمشریزه
Republic of the Fiji Islands
جيبوتي بيرغ جيبوتي نښان
جيبوتي
نخشه
موقعيت
پلازمېنه
(او لوی ښار)
جیبوتی
 -  ولسمشر اسماعیل عمر غیله  
 -  لومړی وزیر عبدالقادر کمال محمد  

جیبوتي، په رسمي ډول د جیبوتي جمهوریت، د افریقا د ښاخ په برخه کې یو هېواد دی. دا هېواد له سویل لوري له سومالیا، له سویل لوېدیځ لوري له ایتوپیا، له شمال لوري له اریتریا، او له ختیځ لوري د سرې سمندرګۍ او د عدن له خلیج سره ګډه پوله لري. د عدن خلیج په هغه غاړه کې یمن پروت دی. دا هېواد ټولټال ۲۳،۲۰۰ کیلومتر مربع (۸،۹۵۸ مایل مربع) مساحت لري.  

په لرغونې زمانه کې، دا هېواد د ایتوپیا، اریتریا او سومالیلنډ سره یوځای د پونټ د خاورې برخه وه. زیلا ته نږدې، چې اوس په سومالیلینډ کې ده، د منځنیو پیړیو عدل او عفت سلطنتونه وو. د نولسمې پیړۍ په وروستیو کې، د سومالیلنډ فرانسوي مستعمره له فرانسويانو سره د واکمن دیر سومالي (Dir Somali) سلطانانو له لوري د لاسلیک شوو تړونونو وروسته رامنځ ته شوه او دایر داوا (Dire Dawa) (چې وروسته ادیس ابابا شوه) ته د دې مستعمرې ریل پټلۍ لاره هواره کړه چې په چټکۍ سره زیلا د سوېلي ایتوپیا او اوګاډن د بندر بدیل وټاکي. دا سیمه وروسته په ۱۹۶۷ کال کې د فرانسې د عفر او عیسی د سیمې په نوم و نومول شوه. د جیبوتي خلکو یوه لسیزه وروسته د خپلواکۍ په ګټه رایه ورکړه. دې کار په رسمي ډول د جیبوتي جمهوریت تاسیس را منځ ته کړ، چې د دې هېواد پلازمینې په نوم ونومول شو. نوی دولت په همدې کال کې د ۱۹۷۷ کال د سپتمبر په ۲۰ نېټه د ملګرو ملتونو غړی شو. د ۱۹۹۰ کلونو په لومړیو کې، د حکومت د استازیتوب پر سر تاوتریخوالی د وسله والې شخړې لامل شو، چې په ۲۰۰۰ کال کې د واکمن ګوند او اپوزیسیون ترمنځ د واک د وېش په تړون پای ته ورسېد.

جیبوتي یو څو توکمیز هېواد دی چې له ۹۲۱،۸۰۴ څخه ډیر نفوس لري (چې په افریقا کې ترټولو کوچنی دی). فرانسوي او عربي ژبې د دې هېواد دوه رسمي ژبې دې او عفر او سومالي یې ملي ژبې دي. نږدې ۹۴٪ اوسیدونکي یې د اسلام لارویان دي چې د دې هېواد رسمي دین دی او له زرو کلونو څخه زیات په دې سیمه کې حاکم دی. سومالی او عفر دوه لویې توکمیزې ډلې جوړوي، چې عفر یې اکثریت دی. دواړه د افرو-آسیایي ژبو په کوشي ژبه خبرې کوي.

جیبوتي په ستراتیژیک ډول د نړۍ د کښتیو ترټولو بوختو لارو ته نږدې موقعیت لري،چې سره سمندر او د هند سمندر ته لاسرسی کنټرولوي. دا هېواد د تیلو د اچولو او د بار د بدلولو مهم مرکز ګڼل کېږي او د ګاونډي ایتوپیا څخه د وارداتو او صادراتو لپاره اصلي سمندري بندر دی. دا هېواد د یوه پراخیدونکي سوداګریز مرکز په توګه، د بېلابېلو بهرنیو پوځي اډو ځای دی. د پراختیا بین الدول ادارې (IGAD) سیمه ایزه څانګه هم د جیبوتي په ښار کې مرکزي دفتر لري.

نوم او د هغه ريښه

جیبوتي په رسمي ډول د جیبوتي جمهوریت په نوم پېژندل کېږي. په سیمه ایزو ژبو کې د Yibuuti  (په عفر ژبه کې) اوJabuuti  په (سومالي ژبه کې) په نوم پېژندل کېږي.

د دې هېواد نوم د هغه د پلازمینې په نوم نومول شوی، چې د جیبوتی ښار دی. د نوم په ریښه کې اختلاف موجود دی. د دې ریښې په اړه ډېرې تیورېګانې او افسانې شته، چې نظر هرتوکم ته توپیر لري. یوه تیوري د عفر ژبې له کلیمې ګابوتي (gabouti) څخه اخیستل شوې، چې معنی یې "پلیټ" یا ټوټه ده، چې ښایي د سیمې په جغرافیایي ځانګړتیاوو دلالت وکړي. بله یې دا نوم له ګابود (gabood) سره نښلوي، چې معنی یې "مرتفع ځمکه/ هواره" ده. جیبوتي د "تیحوتي خاورې" یا "د تحوت د خاورې معنې هم ورکوي (په مصري کې: Djehuti/ Djehuty) ده او د مصر د سپوږمۍ خدای له معنی څخه اخیستل شوی.  

له ۱۸۶۲ کال څخه تر ۱۸۹۴ کال پورې، د تاجورا د خلیج شمال لور ته خاوره د "اوبوک" په نوم یادېده. دا سیمه چې تر فرانسوي ادارې لاندې وه، له ۱۸۳۳ کال څخه تر ۱۹۶۷ کال پورې د فرانسوي سومالیلنډ (په فرانسوي ژبه: Côte française des Somalis) په نوم یادېده او له ۱۹۶۷ کال څخه تر ۱۹۷۷ کال پورې د عفر او عیسی فرانسوي سیمه (په فرانسوي کې: Territoire français des Afars et des Issas) په نوم یادېده.  

ایداري وېش

تاریخ

کلتور

اقتصاد

جغرافیه

اداري ویش

Tags:

جيبوتي نوم او د هغه ريښهجيبوتي ایداري وېشجيبوتي تاریخجيبوتي کلتورجيبوتي اقتصادجيبوتي جغرافیهجيبوتي اداري ویشجيبوتياسماعیل عمر غیلهافریقاجیبوتی ښارد جیبوتی فرانکفرانسههیواد

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

احمدزيميرزالي خانپايښت (زغمل)کودتاتور زیړی څه ډول ناروغي ده؟د کتاب نړيواله کره شمېرهاسټرالیاد امریکا متحده آیالاتونهپښتونستانپکتيا ولايتد چاپ او نشر حقتحليلي کېمياغنملومړی مخلغمان ولايتپښتانهمړینهپنجشیر ولایتد انټرويو (د دندي لپاره د ځانګړي مرکې) په اړه ځيني لارښوونېتجويداندو-اروپايي ژبېاستاد محمد یاسرصفيه حليمنړيوال غزېدلی جالتېروتنه یا غلط فهميټاپود لوی اختر مياشتانتراکسالوتکهحامد کرزیهنګري ژبهيهوديتپارلماني حکومتاوكراينسمنگان ولايتمعلوماتميهن تلويزيونکامې ولسوالۍد حماس اسلامي غورځنگد افغانستان ولايتونهصلی الله عليه وسلمګرجي ژبههندپېښوردعافوټبالسيد حسن نصراللهويکيمېډيا بنسټارګشنه زرغونهنیمروز ولایتويکيپېډيازيارتطبي بوټيزلمی خليلزادخوگياڼي ولسوالۍخالد بن ولیدد افغانستان وختټولنيزې رسنۍويکيخونديځکوچنی اخترسلوويني ژبهځمکهغسل🡆 More