برېتانيا: د شمال لوېديځې اروپا هېواد

د سترې بریتانيې او شمالي ايرلينډ متحد سلطنت، په عموم کې د انګلستان يا بریتانيې په نوم پېژندل کېږي، په شمال لوېديځه اروپا کې يو خپلواک هېواد دی چې د اروپا د مرکزي سيمو په شمال لوېدیځو ساحلونو کې موقعيت لري.

په برتانيه کې د سترې برتانيې ټاپو، د ايرلينډ ټاپو شمال ختيځه برخه او د برتانيې د ټاپوګانو نورې ګڼې جزېرې شاملې دي. شمالي ايرلينډ د ايرلينډ له جمهوريت سره ګډه پوله لري. له دې پرته له بریتانيې څخه اتلانتيک بحر چاپېر دی، په ختيځ کې د شمال له سمندر، سويل ته يې انګليس کانال او سويل لوېدیځ ته يې سلتيک سمندر واقع دي، په دې ډول بریتانيه په نړۍ کې تر ټولو اوږدې ساحلې پولې لري. لويه بریتانيه او ايرلينډ د ايرلينډ د سمندر په واسطه سره جلا شوي دي. مساحت يې ۲۴۲۵۰۰ کيلو متر مربع (۹۳،۶۲۸ مربع ميله) دی، د وګړو شمېر يې په ۲۰۲۰ز کال کې اته شپېته ميليونه اټکل شوی دی.

لویه بریتانیا
بریتانیا
برېتانيا: د شمال لوېديځې اروپا هېواد بيرغ برېتانيا: د شمال لوېديځې اروپا هېواد نښان
[[دوتنه:برېتانيا: د شمال لوېديځې اروپا هېواد = |250px |center |alt=|د برېتانيا ]] نخشه
موقعيت
پلازمېنه
(او لوی ښار)
لندن
حکومت هم ګټي هیوادونه
 -  بریتانوي ټولواکمنې  
پيسه اسټرلینګ پونډ

بریتانيا يو اتحادي ديموکراتيک پارلماني او د اساسي قانون شاهي نظام لرونکی هېواد دی. پاچا يې ملکه اليزابيت دويمه له ۱۹۵۲ز کال راهيسې واکمني کوي. پلازمېنه او ستر ښار يې لندن دی، کوم چې يو نړيوال ښار او سوداګريز مرکز دی، له دې سره د نښتو نورو سيمو د دې ښار د وګړو شمېر څوارلس ميليونه دی. بریتانيا له څلورو هېوادونو جوړه شوې چې دا دي: انګلستان، سکاټلينډ، ويلز او شمالي ايرلينډ. له انګلستان پرته نور هېوادونه يې خپلواک دولتونه لري، چې هر يو يې د ځانګړي ځواک لرونکي دي.

بریتانيا د څو کلونو په اوږدو کې د دې هېواد د جوړوونکو هېوادونو د يو لړ يو ځای کېدنو، اتحاديو او جلا کېدنو نه بشپړشوی دی. د انګلستان د سلطنت (په کوم کې چې ويلز هم شامل و او په ۱۵۴۲ز کال کې ورسره يو ځای شوی و) او د سکاټلينډ د سلطنت تر منځ په ۱۷۰۷ز کال کې د اتحاد له تړون څخه وروسته د سترې بریتانيې سلطنت رامنځ ته شو. په ۱۸۰۱ز کال کې ورسره د ايرلينډ سلطنت په يو ځای کېدو سره دا هېواد د متحدې بریتانيې او ايرلينډ په سلطنت بدل شو. د ايرلينډ ډېره برخه په ۱۹۲۲ز کال کې له بریتانيې څخه جلا شوه او په دې سره اوسنۍ برتانيا او شمالي ايرلينډ پاتې شول او په ۱۹۲۷ز کال کې يې د سترې بریتانيې او شمالي ايرلينډ متحد سلطنت رسمي نوم غوره کړ.

د من، ګرينزي او جرسي نژدې ټاپوګان د بریتانيې برخه نه دي، د بریتانيې په وليعهد پورې اړوند دي چې د بریتانيې حکومت يې د دفاع او نړيوال استازيتوب مسئوليت لري. له پولو بهر څوارلس بریتانوي ځمکې هم شته، کومې چې د بریتانوي سترواکۍ څخه راپاتې دي، له ۱۹۲۰ز کلونو راهيسې، کله چې ياده سترواکي په خپل اوج کې وه او د نړۍ د وچې ځمکې په څلورمه برخه او د نړۍ د نفوسو په درېيمه برخه يې حکومت کاوه او دا په تاريخ کې تر ټولو ستره سترواکي وه. د بریتانيې د ډېرو پخوانيو مستعمرو په ژبه، کلتور ، حقوقي او سياسي نظام کې د بریتانيې اغېزې لېدل کېږي.

بریتانيا د داخلي ناخالص توليد له پلوه د نړۍ پنځم ستر اقتصاد او د پېرودلو د وړتيا د برابرۍ له اړخه د نړۍ لسم ستر اقتصاد لري. دا هېواد د لوړ عايد اقتصاد او د انساني پراختيا ډېر لوړ شاخص ډېره لوړه کچه کې ځای لري چې په نړۍ کې ديارلسمه شمېره ځای کې قرار لري. بریتانيا د نړۍ لومړی صنعتي شوی هېواد دی او په نولسمه او د شلمې پېړۍ په لومړيو کې د نړۍ تر ټولو پياوړی ځواک و. اوس هم بریتانيا د نړۍ يو له سترو ځواکونو څخه ده چې په نړيواله کچه د پام وړ اقتصاد، کلتور، پوځ، علمي، ټيکنالوژيکي او سياسي اغېز لري. د هستوي وسلې لرونکي هېواد په توګه پېژندل شوی او په نړيواله کچه يې پوځي لګښتونه په څلورمه درجه کې دي. په ۱۹۴۶ز کال کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د لومړۍ ناستې راهيسې، دا هېواد د دې شورا دايمي غړی دی.  

بریتانيا د ټولګټو هېوادونو، اروپايي شورا، د جي۷ هېوادونو، د لسو ډلې، د جي۲۰، ملګرو ملتونو، ناټو، AUKUS، د اقتصادي همکاريو او پراختيا سازمان، انټرپول او نړيوال سوداګريز سازمان غړی هېواد دی. دا هېواد په ۱۹۷۳ز کال کې د اروپايي ټولنو او بيا د دې د ځای ناستي اروپايي اتحاديې سره له يو ځای کېدو راهيسې، د دې سازمانونو غړی و، په ۲۰۱۶ز کال کې يوه ټولپوښتنه وشوه او بریتانيا په ۲۰۲۰ز کال کې له دې ټولنو ووتله.

د نوم رېښې او اصطلاحات

د ۱۷۰۷ ز د يووالي قانون اعلان کړل چې د انګلستان سلطنت او د سکاټلينډ سلطنت «د لويې بریتانيې تر نامه لاندې په يوه سلطنت کې متحد شول». «د متحد سلطنت» اصطلاح، کله ناکله د پخوانۍ سترې بریتانيې د سلطنت لپاره کارېده، که څه هم له ۱۷۰۷ زڅخه تر ۱۸۰۰ز کال پورې يې رسمي نوم «ستره بریتانيا» وه. د ۱۸۰۰ز کال د يووالي قوانينو په ۱۸۰۱ز کال کې د سترې بریتانيې او ايرلينډ سلطنتونه سره يو ځای کړل او په دې توګه د سترې بریتانيې او ايرلينډ متحد سلطنت رامنځ ته شو. په ۱۹۲۲ز کال کې د ايرلينډ د جلا کېدو او د ايرلينډ آزاد ايالت له خپلواکۍ وروسته، د کوم په پايله کې چې له انګلستان سره د ايرلينډ د ټاپو يوازې شمالي ايرلينډ برخه پاتې شوه، نوم يې يو ځل بيا په «د سترې بریتانيې او شمالي ايرلينډ متحد سلطنت» واوښت.

که څه هم بریتانيا يو خپلواک هېواد دی، انګلستان، سکاټلينډ، ويلز او شمالي ايرلينډ ته هم هېوادونه ويل کېږي. د بریتانيې د لومړي وزير ويبپاڼې دا اصطلاح کارولې ده چې: «په يوه هېواد کې نور هېوادونه» تر څو بریتانيا تشرېح کړي. ځينې شمېریز لنډيزونه، لکه: د بریتانيې د دولسو NUTS 1 سيمو لپاره، د سکاټلينډ، ويلز او شمالي ايرلينډ د سيمو د يادولو لپاره کارول کېږې. شمالي ايرلينډ، همدا راز د ولايت په نوم هم يادېږي. د شمالي ايرلينډ د ښودلو لپاره کارېدونکی نوم «شونې ده چې د لانجو لامل وګرځي، ځکه ډېر ځله د يو چا د سياسي غوراوي ښودنه وکړي».

«د سترې بریتانيا» اصطلاح، په عمومي توګه، د سترې بریتانيې ټاپو ته کارول کېږي، يا له سياسي اړخه په يو ځای انګلستان، سکاټلينډ او ويلز ته. کله نا کله د ټول انګلستان د نوم د مترادف په توګه هم کارول کېږي.

د «بریتانيا» نوم هم د لويې بریتانيې او هم د متحده سلطنت لپاره کارول کېږي. په بېلا بېل ډول ګټه ترې پورته کېږي: د بریتانيې حکومت، په خپله ويبپاڼه د بریتانيې پر ځای د متحد سلطنت «UK» يا «British» کارول غوره ګڼي، (خو هغه مهال نه، کله چې د خپلو سفارتونو يادونه کوي)، په داسې حال کې چې څرګندوي، چې دا دواړه نومونه د بریتانيې لپاره کارول کېږي، په ورته وخت کې د «بریتانيې حکومت» اصطلاح هم، هومره کارول کېږي، څومره چې د «د متحده سلطنت حکومت» اصطلاح کارول کېږي. د بریتانيې د جغرافيايي نومونو دايمي پلاوي، د جغرافيايي سيمو لپاره د ځانګړو نومونو په لارښود کې روښانه کړې ده چې، «United Kingdom،UK،  او U.K» ټول مصطلحات، چې په لنډيز ډول هم کارول کېږي، د لويې بریتانيې او شمالي ايرلينډ جيوپوليټيکي نومونه دي. د دې لارښود په نوملړ کې «بریتانيا» نه شته، خو وايي چې دا د لويې بریتانيې لپاره د نوم اصطلاح ده، چې په دې نوم کې شمالي ايرلينډ نه داخليږي. په تاريخي لحاظ د بي بي سي اداره غوره ګڼي چې د بریتانيې نوم وکاروي، کوم چې د سترې بریتانيې لنډيز دی، که څه هم اوسنیو لارښوونو په دې اړوند کوم ځانګړی درېځ نه دی نيولی، يوازې دا چې په دې نوم کې شمالي ايرلينډ نه دی شامل.

د «بریتانوي» صفت، د بریتانيې اړوندو موضوعاتو او په قانون کې د بریتانيې تبعه او هغو موضوعاتو لپاره کارول کېږي، چې د تابعيت او هويت اړوند وي. د بریتانيې خلک، د خپل هويت د ښودلو لپاره جلا جلا اصطلاحات کاروي، کېدای شي دوی ځان ته بریتانوي، انګریز، سکاټلينډی، ويلزی، شمالي ايرلينډی يا ايرلينډی ووايي، يا ځان د ګڼو هويتونو د ترکيب په توګه پېژني. د بریتانيې د تبعه لپاره رسمي هويت «د بریتانيې تبعه» دی.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

سره زرد سویلي سمندر شرکتملا اختر محمد منصورد خلق ډموکراتيک ګوندکندهارتعصبطالبانشکيله (اداکاره)افسانهدويمه نړېواله جګړهاجرايي قوهجلال الدين حقاني2 جنوريد متحده ایالاتو فدرالي حکومتد جنسيت له مخې د ماشوم زيانويي پوهنه (کتاب)د وينې شکرپاکستان تحريک انصافکونړ ولايتحمدشمېر نوم عدد نومشهید ډاکټر نجیب الله ژوندلېک او کړنو ته لنډه کتنهغور ولايترونډاسردار محمد داود خانمصنوعي ځيرکتیامعمر القذافيد مخابراتو وزارت (افغانستان)بريالی صمديښوونسولگرسردار محمد اکبر خانرومانیاماري انتوانېتداستانکولمبياماليافغاني الاصله امریکایانمولانا بجلی ګهرافغانستانمحمدعلی فردینچنگېز خانعبدالقديرد استوا کرښهپښتو ادبظهير الدين محمد بابراختصاصي مجازي شبکهد حنين غزاچهار آسياب ولسوالۍ21 اپرېلپلوتارکجيبوتيپښتو نثرسولهنجيبه فيض۱۵۰ (عدد)د افغانستان د اورگاډي تاريخلندنمحمد ادريس کاندهلوياسپانیاملګري ملتونهبست کلازينب بنت خزيمهکابل12 اپرېلپښتانهدروغپښتو ويکيپېډيا🡆 More