اقليدس ( لرغونې يوناني: Eukleidēs), fl.
300 BC, چې د سکندريې اقليد, په نامه هم پېژندل کېږي، يو يوناني شمېرپوه و چې د هندسې د پلار په نامه پېژندل شوی. هغه د پټولېمي پېر په وخت کې په سکندريې کې په هندسي څېړنو کې فعاله وو. د هغه عناصر د شمېرپوهنې په تاريخ کې يو ډېر اهم اثر گڼل کېږي، چې د هندسي شمېرپوهنې په ښوونه کې د دغه اثر د ليکلو له وخت نه تر ۱۹ مې پېړۍ او د ۲۰ مې پېړۍ تر پيل پورې د يوه درسي کتاب په توگه کارېده. په عناصر, کې اقليدس د داسې اصولو ښوونې کښلې دي چې نن د اقليدسي هندسې په نامه پېژندل کېږي او دا پخپله د اکزيومونو يو سېټ گڼل کېږي. اقليدس د نظري هندسې، د بوکر د برخو، د کروي هندسې، د گڼو تيوري او د ريگور په اړه هم ليکنې کښلي دي.
"اقليدس د يوناني نوم (Εὐκλείδης — Eukleídēs) عربي ليکلې بڼه ده چې مانا يې نېکه خوښي ده.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article اقليدس, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.