کمېسیون د اروپايي ټولنې خوځونکی ځواک دی چې زیاتره ورځیني کارونه ترسره کوي.
کمېسیون د رییس په ګډون ۲۸ غړي لري- د هرغړي هېواد څخه یو کس- اوسنی رییس ېې ژان کلاود یونکه(Jean-Claude Juncker) دی چې د ۲۰۱۴ کال د جولاې له لومړۍ نیټې راهیسې کارکوي. مرکز ېې په برسلز/بروکسل کې دی او خپل ملکي مامورین لري. له کمشنرانوڅخه هیله کېږي چې خپلې ملي وفادارۍ هېرې کړي اوپه ټوله کې د اروپايي ټولنې په ګټه په خپلواکه توګه کار وکړي. کمېسیون د اروپايي ټولنې یواځینۍ برخه ده چې د قوانینو وړاندیز کولاې شي، خوپه خپله ېې نشي تصویبولاې. دهغې نورې اصلي دندې دادي: د اروپايي ټولنې دتګلارو او بودیجې څارنه اوعملي کول د اروپايي عدالت محکمې سره- ځان ډاډه کول چې اروپايي قوانین په غړیو هېوادونوکې عملي کېږي په پراخ نړیوال ډګرکې د اروپايي ټولنې استازیتوب- په تېره بیا د نړیوالې سوداګرۍ او د اقلیم د بدلون په ساحوکې
This article uses material from the Wikipedia پښتو article اروپايي کمېسیون, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.