اېسواتيني: سوېلي افريقا خپلواک هېواد

سوازیلانډ په سویلي افریقا کې پروت یو هیواد دې، چې په وچې پورې تړلې دی.

او سوازیلانډ له سویل، شمال او د لویدیځ لخوا له سویلي افریقا سره او د ختیځ له لوري له موزمبیق سره ګډه پوله لري. پلازمینه یې د لوبامبا ښار او رسمی انګلیسي او سوازي ژبه دي، یاد هیواد ۳۶۴'۱۷ کیلومتره مربع مساحت او ۰۰۰'۱۴۱'۱ میلیونه وګړي لري. د سوازیلانډ لیلانګني ددی هیواد پلازمینه ده.

اېسواتيني: سوېلي افريقا خپلواک هېواد بيرغ اېسواتيني: سوېلي افريقا خپلواک هېواد نښان
Location of  اېسواتيني  () – in افریقا  () – in افریقا  ()
Location of  اېسواتيني  ()

– in افریقا  ()
– in افریقا  ()

نخشه
موقعيت
Location of  اېسواتيني  ()

– in افریقا  ()
– in افریقا  ()

حکومت
 -  King دریم مسواتی
 -  مشره ملکه Ntfombi Tfwala
 -  لومړی وزیر امبروس ماندولو دلامیني
Legislature پارلمان
 -  Upper House مشرانو جرګه
 -  Lower House لویه جرګه
جوړښت
 -  Granted ۶ سپټمبر ۱۹۶۸ 
 -  د امنیت شورا ۲۵۷ هوکړه ۲۴ سپټمبر ۱۹۶۸ 
 -  اوسنی اساسي قانون ۲۰۰۵ 
ارتوالی
 -  ټولټال ۱۷٬۳۶۴ کيلومتر2 (۱۵۳ام)
۶٬۷۰۴ sq mi 
 -  اوبه (%) ۰٫۹
د وګړو شمېر
 -  ۲۰۱۶ estimate  (۱۵۵ام)
 -  ۲۰۱۷ census ۱٬۰۹۳٬۲۳۸ 
 -  ګڼه ګونه ۶۸٫۲/km2 (۱۳۵th)
۱۷۶٫۸/sq mi
نا خالص داخلي تولید (PPP) ۲۰۱۹ اټکل
 -  ټولټال $۱۲.۲۹۳ بیلیونه 
 -  پر کس $۱۱٬۰۸۹ 
GDP (nominal) ۲۰۱۹ اټکل
 -  ټولټال $۴.۶۶۲ بیلیونه 
 -  پر کس $۴٬۱۴۶ 
Gini (۲۰۱۵) ۴۹٫۵ 
بشري پرمختيا (۲۰۱۸) ۰٫۶۰۸ 

ايسواټني چې په رسمي ډول د ايسواټني پاچاهي او پخوا سوازيلېنډ نومول شوی و (۲۰۱۸ کې بېرته سوازيلېنډ ونومول شو)، په سويلي افريقا کې په وچه کې راګېر هېواد دی. په شمال ختيځ کې له موزمبيق او شمال، لويديځ، سويل او سويل ختيځ کې له سويلي افريقا سره ګډه پوله لري. له شمال څخه سويل ته له ۲۰۰ کیلو مترو (۱۲۰ ميل) او ختيځ څخه لويديځ ته له ۱۳۰ کیلومترو (۸۱ ميل) څخه زيات پراخوالی نه لري، چې له مخې يې ايسواټني په افريقا کې يو له تر ټولو کوچنيو هېوادونو څخه دی. د دې تر څنګ د هېواد اقليم او نقشه په بېلابېلو برخو کې توپير کوي (متنوع ده)، چې له يخې او غرنۍ لوړې وښياڼې يا ورشو څخه ګرمې او وچې ټيټې وښياڼې ته ترتيبېږي.

نفوس يې په بنسټيز ډول له “Swazis” توکم څخه جوړ شوی دی. حاکمه ژبه په کې سوازي “Swazi” (په اصلي بڼه کې “siSwati”) ده. سوازيس توکم د ۱۸ پېړۍ په نيمايي کې د درېيم نګوېن “Ngwane III” تر مشرۍ لاندې خپله پاچاهي جوړه کړه. هېواد او سوازي توکم خپل نومونه د دويم امسواټي “Mswati II” له نوم څخه تر لاسه کوي. نوموړی د ۱۹مې پېړۍ هغه پاچا و، چې تر مشرۍ لاندې يې د سوازي سيمه پراخه او يو موټي شوه. اوسنۍ پولې په ۱۸۸۱ کال افريقا لپاره د مبارزې (Scramble for Africa) [د افريقا نيونه (فتحه) هم ورته وايي، چې د لنډې مودې په اوږدو کې د اوه اروپايي قدرتونو له لورې د افريقا د زياتره برخې نيونې، له خپلو سيمو سره يو ځای کولو، وېش او استعمار ته وايي] په منځ کې رامنځته شوې. د بوير له دويمې جګړې (Second Boer War) څخه وروسته ياده پاچاهي د سوازيلېنډ په نوم له ۱۹۰۳ څخه د ۱۹۶۸ د سپټمبر تر ۶ نېټې (خپلواکۍ اخيستلو نېټې) پورې د برتانيې تر څار يا قيموميت لاندې وه. د ۲۰۱۸ په اپریل کې يې رسمي نوم د سوازيلېنډ له پاچاهۍ څخه د ايسواټني پاچاهۍ ته بدل شو، چې په سوازي ژبه کې په عام ډول کارېدونکی نوم منعکس کوي.

د هېواد د حکومت ډول بشپړه شاهي ده، چې د خپل ډول له مخې د افريقا تر ټولو وروستی هېواد دی او له ۱۹۸۶ راهيسې د درېيم امسواټي (Mswati III) له لورې اداره شوی دی. د مقننه جرګې او سنا غړو د مشخص کولو په موخه هرو پنځو کلونو کې ټاکنې کېږي. اوسنی اساسي قانون په ۲۰۰۵ کې تصويب شو. د “Umhlanga” په نوم د شپېلۍ نڅا چې په اګسټ يا سپټمبر او د “incwala” په نوم د پاچاهۍ نڅا چې په ډسمبر يا جنوري کې تر سره شوه، د ملت تر ټولو مهمې پېښې دي.

ايسواټني يو مخ پر وده هېواد دی او د منځني ټيټ عايد لرونکي اقتصادي هېواد په توګه ډلبندي کېږي. د سويلي افريقا د ګمرکاتو اتحاديې (Southern African Customs Union (SACU)) او ختيځې او سويلي افريقا لپاره د عامه بازار (Common Market for Eastern and Southern Africa (COMESA)) د غړي په توګه د هېواد اصلي سيمه ايز سوداګريز ملګری سويلي افريقا ده. د اقتصادي ثبات د ډامنولو په موخه د ايسواټني د پيسو واحد (lilangeni) څنډې د سويلي افريقا [د نوم] په راوتلو سره په نښه شوي دي. باندني سوداګريز ملګري هېوادونه يې متحده ايالتونه او اروپايي ټولنه دي. د هېواد زياتره وګړي د کرنې او توليد برخو کې بوخت دي. ايسواټني د سويلي افريقا د پرمختګ ټولنې، افريقايي اتحاديې، د ملتونو د ګډو ګټو او ملګرو ملتونو غړی دی.

د هېواد وګړي له سترو روغتيايي مسئلو سره مخامخ کېږي، چې اچ ای وي يا ايډز (HIV/AIDS) او له لږه کچه توبرکلوز په کې خپرې شوې ناروغۍ دي. د اټکل له مخې ٪۲۶ ځوان (بالغ) وګړي يې مثبت “HIV” لري. تر ۲۰۱۸ کال پورې ايسواټني د نړۍ په کچه په ۵۸ کلنۍ کې د ژوند ۱۲ تر ټولو ټيټ امید لري. تر ۲۰۱۸ پورې د ۲۲ کالونو منځني عمر په درلودلو سره د هېواد نفوس ځوان دی او ۱۴ کلن وګړي په کې د هېواد د ټول نفوس ٪۳۵ سلنه برابروي.

تاريخچه

لاسي جوړ شوي توکي چې انساني فعاليت په ډاګه کوي او نېټه يې نږدې ۲۰۰۰۰۰ کالونه پخوا د تېږې دورې لومړيو ورګرځي، په ايسواټني کې موندل شوي دي. له ليکلي تاريخ څخه مخکې د تيږې هنر نقاشۍ چې نېټه يې له عيسوي څخه ۲۷۰۰۰ مخکې څخه تر ۱۹ پېړۍ پورې رسېږي، د هېواد شا او خوا بېلابېلو ځايونو کې موندل کېدلی شي.

د سيمې تر ټول لرغوني پېژندل شوي اوسېدونکي د “Khoisa” ښکاري راټولېدونکي وګړي وو. دوی د بانټو “Bantu” توکم د سترو کډواليو پر مهال په پراخه ډول بې ځايه شول. ياد وګړي په اصل کې د ختيځې او مرکزي افريقا د سترو جهيلونو له سيمو څخه وو. د کرنې او اوسپنې کارونې د ثبوت نېټه نږدې ۴ پېړۍ ده. هغه وګړي چې په اوسنۍ “Sotho” او “Nguni” ژبو باندې د پلرنيو ژبو په توګه خبرې کوي، په سيمه کې يې په ۱۱ پېړۍ يا ورڅخه مخکې استوګنه غوره کړه.

سوازي اوسېدونکي (۱۸ او ۱۹ پېړۍ)

د سوازي “Swazi” اوسېدونکي چې وروسته د “Ngwane” يا “bakaNgwane” په نوم وپېژندل شول، اسټواټني ته له ننوتلو څخه مخکې د پونګولا سيند (Pongola River) پر غاړو باندې استوګن شوي وو. دوی له دې سيمې څخه وړاندې اوسني موزمبيق (Mozambique) او ماپيوټو (Maputo) ته نږدې د ټيمبي سيند (Tembe River) سيمه کې مېښت وو. له “Ndwandwe” وګړو سره پرله پسې نښتو دا خلک يو څه شمال لور ته پورې وهل او درېيم نګوېن (Ngwane III) د “Mhlosheni” غونډيو په بېخ (Shiselweni) کې خپله پلازمېنه جوړه کړه.

نګوېن وګړو د لوموړي سوبحوزا (Sobhuza I) تر مشرۍ لاندې په پای کې خپله پلازمېنه د ننۍ ايسواټني په مرکزي (زړه) ځمکه زومبوډز (Zombodze) کې جوړه کړه. په دې بهير کې يې د هېواد هغه اوږدې [پخوانۍ؟] رامنځته شوې کلاګانې ونيولې او يو ځای کړې، چې سوازي وګړو د “Emakhandzambili” (هغه چې مخکې جوړې شوې وې) په توګه پېژندلې.

ايسواټني خپل نوم د دويم امسواټي (Mswati II) په نوم له يو وروستي پاچا څخه تر لاسه کوي. “KaNgwane” چې د درېيم نګوېن (Ngwane III) لپاره نومول شوی دی، د دې هېواد لپاره يو ځايناستی (بديل) نوم دی. دا د هغه چا کورنی نوم دی، چې شاهي مجلس يې اوس هم د “Nkhosi Dlamini” په نوم پاتې کېږي. “Kkhosi” د ويي له مخې د «پاچا» معنا لري. دويم امسواټي د ايسواټني له سترو جنګياليو پاچاهانو څخه و او د هېواد سيمه يې د اوسنۍ کچې په پرتله دوه برابره پراخه کړه. د “Emakhandzambili” کلاګانې زياتره د ځانګړي ديني او سياسي دريځ په ګډون د پراخه خپلواکۍ په درلودلو سره له پاچاهۍ سره يو ځای شوې. د دوی د خپلواکۍ اندازه که څه هم د امسواټي له لورې په پياوړي ډول پرې شوه. نوموړي په ۱۸۵۰ لسيزه کې بريد وکړ او ځيني سيمې يې ونيولې.

امسواټي په خپل ځواک سره د “Emakhandzambili” اغېز خورا لږ کړ، په داسې حال کې چې نور خلک يې د بريا يا ورته د پناه ځای په ورکولو سره له خپلې پاچاهۍ سره يو ځای کړل. سيمې ته يادې وروستۍ رسېدنې سوازي وګړو ته د “Emafikamuva” په نوم وپېژندل شوې.

د سوازي ملت خپلواکي په ۱۹ او ۲۰ پېړيو کې د سويلي افريقا د برتانيې او هالنډ له لورې اغېزمنه شوه. په ۱۸۸۱ کې برتانوي حکومت يو تړون لاسليک کړ، چې افريقا لپاره مبارزه (Scramble for Africa) تر څنګ يې د سوازيلېنډ خپلواکي په رسميت پېژندله. (Scramble for Africa) همغه وخت د پېښېدلو په حال کې و. ياده خپلواکي د ۱۸۸۴ لندن تړون کې هم په رسميت وپېژندل شوه.

د خاورې يا منرال د کړکېچنو يا جنجالي حقونو او نورو امتيازونو له امله سوازيلېنډ له ۱۸۸۹ کې د پاچا “Mbandzeni” له مړينې څخه وروسته په ۱۸۹۰ کې يوه درې اړخيزه يا درې نفري اداره درلوده. دې حکومت د برتانيې، د هالنډ جمهوريتونو او سوازي وګړو استازيتوب وکړ. په ۱۸۹۴ کې يوې ناستې سوازيلېنډ د څار يا قيموميت سيمې په توګه د سويلي افريقايي جمهوريت تر واک لاندې ځای کړ. دې حالت د پينځم نګوېن (Ngwane V) تر حکومت لاندې د ۱۸۹۹ په اکتوبر کې د بوير د دويمې جګړې (Second Boer War) تر پيل پورې دوام وکړ.

پاچا پينځم نګوېن د ۱۸۹۹ په ډسمبر کې د incwala [پاچاهي نڅا] پر مهال د بوير د دويمې جګړې له خپرېدلو څخه وروسته مړ شو. د نوموړي ځايناستی دويم سوبهوزا (Sobhuza II) څلورمياشتنی و. سوازيلېنډ په بېلابېلو لنډو نښتو سره د برتانيې او بويرانو تر منځ تر ۱۹۰۲ پورې په هېواد کې د پېښېدونکو جګړه کې په ناسيده ډول ښکېل و.

سرچينې

Tags:

انګلیسيد سوازیلانډ لیلانګنيسوازي ژبهسویلي افریقالوبامباموزمبیقهیواد

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

لمريز غونډالمماڼهشمس القمر اندېشملاله ميوندوالهمنال خانبانکفضائل اعمالاسلامروحانيتد اسراییل او فلسطین شخړهمنځنی ختيځخپلواکياندونيزياجندرمتلد ښځو حقونهننګرهار ولایتعثماني خلافتد وینې لوړ فشاراډولف هټلرڅپهد افغانستان سيندونهويکيډېټاقضايي لمونځونهدهراود ولسوالۍاللهد ډونالډ ټرمپ ولسمشريمحمود الحسن دېوبنديشمالي امريکالغمان ولايتتکبرهلمند ولايتد ښځو حقوقعبدالرحمان باباحیضد انسان په اړه په زړه پورې معلوماتلوګر ولایتزکات25 فبروريکوچنی اخترمايکروسافټبورهمېډياويکياقلیمي بدلونصحيح بخاري23 جولایارواپوهنهافغانستانستر بحراند المان هیواد آیالاتونهد ایران او عراق جګړهفیلیاوگړنيز حقوقجنوريدويمه نړېواله جګړهد انسان پوهنې تاريخچهپه پښتو کې د ستاینوم یا صفت اوړونبابړسردار محمد يحيا خانخوشال خان خټکنصرالله منصوراورګاسمریګاستورپوهنهخوارځواکيادبپوهنهمقتصد ستړی🡆 More