جان مینارډ کینز

جان مینارډ کینز، یا لومړی بارون کینز د CB رتبې او FBA اوارډ ګټونکی (/keɪnz/؛ ۱۸۸۳ جون ۵مه –  ۱۹۴۶ اپریل ۲۱مه) یو انګرېز اقتصادپوه و چې نظریاتو یې په بنسټیز ډول د لوی اقتصاد تیوري او عمل او د حکومتونو اقتصادي پالیسۍ بدلې کړې.

جان مینارډ کینز
(انګلیسي: John Maynard Keynes د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جان مینارډ کینز
جان مینارډ کینز

د شخص معلومات
پيدايښت ۵ جون ۱۸۸۳
مړینه 21 اپرېل 1946 (63 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا
د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (–۱۲ اپرېل ۱۹۲۷)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند لیبرال ګوند (لویه بریتانیا)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم د کېمبرېج پوهنتون  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ڈاکٹری مشیر الفرېډ نورث وایټ‌هېډ  د (P184) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده سياستوال
فیلسوف
ډیپلوماټ
سوداگر  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه کوچنی وټه  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی د کېمبرېج پوهنتون  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
جان مینارډ کینز
جان مینارډ کینز

جان مینارډ کینز  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

نوموړی اصلا په ریاضیاتو کې روزل شوی و او د کاروبار د چرخې د لاملونو په اړه مخکې ترسره شوي کارونه یې د خپل کار لپاره بنسټ وګرځول او ډېره وده یې ورکړه. هغه د شلمې پېړۍ یو له خورا با نفوذه اقتصادپوهانو څخه و او نظرونه یې د اقتصاد په برخه کې د فکري مکتبونو اساس ګڼل کېږي چې د کینزي اقتصاد او د هغه د بېلابېلو شاخو په نوم پېژندل کېږي.

ښاغلي کینز د ۱۹۳۰ لسیزې د ستر اقتصادي بحران پر مهال په اقتصادي تفکر کې د یوه انقلاب رهبري وکړه او د نوي کلاسیک اقتصاد نظریات یې وننګول، چې وایي آزاد بازارونه به په لنډمهالو او منځمهالو دورو کې په اتوماتيک ډول بشپړې کاري زمینې برابرې کړي، خو په دې شرط چې کارګران په خپل مزد او معاش کې انعطاف منونکي وي. هغه استدلال وکړ چې ټولیزه تقاضا (په اقتصاد کې ټول لګښتونه) د اقتصادي فعالیت عمومي کچه ټاکي، او دا چې ناکافي مجموعي یا ټولیزه تقاضا ښایي د اوږدې مودې لپاره د پراخې بې‌کارۍ لامل شي، او دا چې د کاري ځواک لګښتونه او مزدونه په نه بدلېدونکې توګه مخ پر ځوړ وي، په دې معنا چې اقتصاد به په اتومات ډول د بشپړې کاري زمینې برابرولو ته ستون نه شي. کینز د اقتصادي بحرانونو او فشارونو د منفي اغېزو کمولو لپاره د مالي او پولي پالیسیو د کارولو ملاتړ کاوه. نوموړي دغه نظريات په خپل مشهور کتاب "د کار، ګټې او پيسو عمومي تيوري" کې چې د ۱۹۳۶ کال په وروستيو کې خپور شو، په تفصيل سره بيان کړي دي. د ۱۹۳۰ لسيزې په وروستيو کې د لويديځو اقتصادونو مخکښو هېوادونو د کينز د تګلارې د سپارښتنو پر پلي کولو پيل وکړ. نژدې ټولو پانګوالو حکومتونو په ۱۹۴۶ کال کې د کینز له مړینې وروسته د دوو لسیزو تر پایه همدا کار وکړ. کینز د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته د نړیوالو اقتصادي بنسټونو په طرحه کې د برتانوي پلاوي د مشر په توګه برخه اخیستې وه، خو د امریکايي پلاوي له خوا په څو اړخونو کې له پامه وغورځول شو.

د کینز نفوذ په ۱۹۷۰ لسیزه کې مخ په کمېدو شو، چې تر یوه بریده یې لامل هغه رکودي تورم او انفلاسیون و چې انګلیسي-امریکایي اقتصاد یې د دې لسیزې په اوږدو کې وځاپه، او تر یوه بریده یې بیا لامل د میلټن فریډمن او نورو د مونیټریزم یا پیسه پالو پوهانو لخوا پر کینزي پالیسیو نیوکې هم وې، چا چې له مالي سیاستونو سره د کاروبار د چرخې د مطلوب تنظیم په برخه کې د حکومت وړتیا او توانايي تر پوښتنې لاندې راوسته. له دې سره سره د ۲۰۰۷-۲۰۰۸ کلونو نړیوال مالي بحران راتګ یوځل بیا د کینزي تفکر بیا راژوندي کېدو لامل شو. کینزي اقتصادي نظریاتو د هغو اقتصادي پالیسیو تیوریکي بنسټ جوړاوه، کومې چې د ۲۰۰۷-۲۰۰۸ کلونو مالي بحران د کنټرولولو لپاره د متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما، د انګلستان لومړي وزیر ګورډن براون، او د نورو حکومتونو د مشرانو له لوري غوره شوې.

ټایمز مجلې په ۱۹۹۹ کال کې ښاغلی کینز د پېړۍ ترټولو مهمو شخصیتونو په ډله کې شامل کړ. دغې مجلې لیکلي وو چې "د هغه دا راډیکال نظریه چې حکومتونه باید هغه پیسې مصرف کړي چې نه یې لري، ممکن د پانګوال نظام یا کپیټلېزم د ژغورلو لامل شوه." ایکانومیسټ مجلې بیا کینز "په شلمه پېړۍ کې د برېتانیا ترټولو مشهور اقتصادپوه" بللی دی. کینز پر دې سربېره چې یو اقتصادپوه و، یو ملکي کارمند، د انګلستان د مرکزي بانک رییس، او د بلومزبري په نوم د پوهانو ډلې غړی هم و.

مسلکي ژوند

کینز د ۱۹۰۶ کال په اکتوبر کې د برېتانیا حکومت په "هند دفتر" کې د اداري منشي (clerk) په توګه د ملکي خدمتونو دنده پیل کړه. هغه په ​​لومړي سر کې خپل کار په مینه ترسره کاوه، مګر په ۱۹۰۸ کال کې ترې ستړی شو او له خپلې دندې یې استعفا ورکړه ترڅو بېرته کامبرېج ته راستون شي او د احتمالاتو پر تیورۍ کار وکړي، او د اقتصاد په برخه کې د لیکچر ورکونې له لارې، چې مالي ملاتړ یې په لومړي سر کې د دوو اقتصادپوهانو الفریډ مارشال او ارتور پیګو له خوا په شخصي توګه شوی و، نوموړی په ۱۹۰۹ کال کې د کینګ کالج غړی شو.

په ۱۹۰۹ کال کې کینز خپله لومړنۍ مسلکي اقتصادي مقاله هم په ایکانومیک ژورنال کې خپره کړه چې پکې پر هند د وروستي نړیوال اقتصادي بحران اغېزې څېړل شوې وې. هغه د سیاسي اقتصاد کلب په نوم د اوونیز بحث یو ګروپ جوړ کړ. د کینز عاید هغه مهال نور هم لوړ شو کله چې نوموړي زدکړیالانو ته خصوصي زده کړې ورکول پیل کړل.

په ۱۹۱۱ کال کې کینز د ایکانومیک ژورنال مسؤول مدیر شو. په ۱۹۱۳ کال کې هغه خپل لومړی کتاب "هندي پیسې او مالیات" خپور کړ. نوموړی بیا د هندي پیسو او مالیې اړوند شاهي کمیسیون – هماغه د نوموړي د کتاب موضوع – کې وګمارل شو، او په عملي مسایلو کې د اقتصادي تیورۍ په پلي کولو کې یې خپله پام‌وړ وړتیا ثابته کړه. د هغه لیکلي اثار د "جې اېم کینز" (JM Keynes) په نوم خپاره شول، سره له دې چې نوموړی د خپلې کورنۍ او ملګرو ترمنځ د مینارډ په نوم مشهور و. (د هغه پلار "جان نیویل کینز" هم تل پر خپل منځني نوم پېژندل کېده).

لومړۍ نړیواله جګړه

د برېتانیا حکومت د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د کینز له تخصص او پوهې څخه کار واخیست. سره له دې چې نوموړی په رسمي توګه په ۱۹۱۴ کال کې له ملکي خدماتو سره نه و یوځای شوی، خو د حکومت په غوښتنه یې د جګړو له پیل څو ورځې وړاندې لندن ته سفر وکړ. بانکدارانو د سکې یا فلزي پیسو د تادیاتو – پر سرو زرو د بانک نوټونو بدلولو – د ځنډولو لپاره فشار راوړی و، مګر د کینز په مرسته د خزانې رییس (هغه مهال لویډ جورج) قانع شو چې دا ښه نظر نه دی، ځکه که چېرې تادیات تر اړتیا وړاندې ځنډول شوي وای د حکومت راتلونکي شهرت ته یې زیان رساوه.

ستر مالي بحران

کینز په ۱۹۲۰ لسیزه کې د بې‌کارۍ، پیسو او بیو ترمنځ د اړیکو څېړلو لپاره یو تیوریکي کار پیل کړ. د هغه اثر "د پیسو په اړه علمي بحث" په ۱۹۳۰ کال کې په دوو ټوکونو کې خپور شو. د دغه اثر اصلي مفکوره دا وه چې که چېرې د سپمول شوو پیسو مقدار د پانګې اچونې له مقدار څخه ډېر وي –چې د ګټې د کچې ډېر لوړوالي پرمهال پېښېدای شي– نو په دې صورت کې به د بې‌کارۍ کچه لوړه شي. دا تر یوه بریده له دې کبله ده چې خلک نه غواړي د کار ګومارونکو د تادیاتو ډېره برخه مصرف کړي او په ټوله کې دا د ګومارونکو لپاره د ګټې ترلاسه کول ستونزمنوي. د کتاب بله کلیدي موضوع د وخت په تېرېدو سره د اسعارو په پیرود ځواک کې د عمومي بدلونونو د کره –یا واقعي معنا لرونکې– ښودنې لپاره د مالي شاخصونو بې اعتباري ده. نوموړي په ځانګړې توګه په ​​۱۹۲۵ کال کې د عمده پلور د نرخ شاخص ته په اشارې سره تر جګړې وړاندې ارزښت ټاکنه کې د سرو زرو معیار (gold standard) ته د برېتانیا د بېرته ستنېدو پر توجیه نیوکه وکړه. هغه استدلال وکړ چې دا شاخص د خدماتو او کاري ځواک په لګښتونو کې د بدلون اغېزې کمې ښيي.

له جګړې وروسته پړاو

له جګړو وروسته پړاو کې کینز له خپل خراب روغتیايي وضعیت سره سره په نړیوالو مذاکراتو کې د انګلستان استازیتوب ته دوام ورکړ. هغه وتوانېده چې د برېتانیا د اقتصاد د بیا رغولو لپاره د نویو او پاتې پورونو اړوند له متحده ایالاتو څخه غوره شرایط ترلاسه کړي.

په ۱۹۴۶ کال کې د هغه تر مړینې لږ وړاندې، نوموړي د ټولنیز اقتصاد پروفیسور او د انګلستان د مرکزي بانک مشاور هنري کلې ته وویل، چې هیله من دی د ادم سمیټ "نه لیدل کېدونکی لاس" اقتصادي نظریه کولی شي له برېتانیا سره له اقتصادي سوړې څخه په راوتلو کې مرسته وکړي: "زه ورځ تر بلې زموږ د ستونزو د حل لپاره د نه لیدل کېدونکي لاس نظریې باندې پر تکیه کولو باوري کېږم، کوم چې شل کاله مخکې مې یې له اقتصادي فکر څخه د ایستلو هڅه کوله."

سرچینې

Tags:

جان مینارډ کینز مسلکي ژوندجان مینارډ کینز سرچینېجان مینارډ کینز

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

سردار محمد عزيز خانصديق الله رښتينبغلان ولايتژر انزالېدلد کاڼي کرښېلمرعاج ساحلتایپيطالباندوست شينواریختيځه اسياد افغانستان په جګړه کې د استرالیا پوځي تاریخگړپوهنهد ډونالډ ټرمپ ولسمشريپوهنغونډد اختر لمونځآی اېس او ۳۱۶۶-۱ولادمیر پوتینخراساناټومي جګړهسلطان محمود غزنويبيولوژيجنیفرلوپزتحليلي کېميابیجنګسنن نسایينیټورکافريقاانساني دورو درې ګونی وېشالله(ج) په مسیحیت کېجیمز فورمنناساپښتو ويکيپېډيانفاسلومړۍ صليبي جګړهچیتا پړانګباکټرياافغانيهودي خپلواک ولايتچونگښهد افغانستان کلتورجلغوزهګوګلتوکمپالنهسيف الرحمان سليممولانا بجلی ګهراروپاميرويس هوتکتبليغي ډلهکرونا ویروسسمایلوډونځمکهفزیکد هډوکي ماتېدلانسل آدامزپوهنتوندژوندبڼو ډولونهپلار څوک دیپه افغانستان کې د ۲۰۲۰ زکال د مۍ میاشتې بریدونهزده کړهپوليميرمنرالغنم🡆 More