خواړه

هر هغه څه چې د کاربوهايډرېټو، غوړو، اوبو او يا پروټينو نه جوړ وي او د ودې او يا خوند لپاره د ژوو او انسانانو د خوړلو وړ وي او يا يې هم د څښلو وړ وي د خواړه يا خوړو په نامه يادېږي.

خواړه
د سابو او پنېرو سلاته.
خواړه
Couscous.

ډېر داسې فرهڼونه دي چې د خوړو ځانگړي دودونه لري: پدغه دودونو کې په بېلابېلو ډولونو خواړه پخول، د بېلابېلو خوړو غوراوی او د ځانگړو خوړو رواج او ډېر کارېدنه دا ټول هغه څه دي چې ځانته ځانگړې زده کړه لري او د همدغې زده کړې نوم گاسټرونومي دی.

د خوړو په هکله زده کړې ته د خواړو ساينس وايي. خواړه په پښتو ژبه کې هغه خوړونکي توکو ته وايي چې وروسته له دې چې په خوله کې په غاښونو ژوول کېږي او په همدې توگه په بدن کې د بېلابېلو هضمي پروسو نه هم تېرېږي.

د خواړو سرچينې

نژدې ټول خواړه د بوټو او ژويو نه ترلاسه کېږي، که څه هم چې پدې کې ځينې استثناگانې هم شته. نژدې هر يو ژوندی که هغه بوټي وي او که هغه ژوي وي، د يو يا بل ژوندي د خوړلو برخه جوړوي، او دا خواړه يا د برار او ژوند کولو په خاطر او يا هم د مذهبي او فرهڼيزو دودونو او شگومونو له مخې د يوه او يا هم د ډېرو انساني ټولنو لخوا خوړل کېږي.

هغه خواړه چې د بوټو نه ترلاسه کېږي

خواړه 
د بوټو نه لاس ته راغلي خواړه

انسانان د بوټو ډېرۍ برخې د خوړو په توگه کاروي. پدې کې د بوټو نژدې دوه زره بېلابېل توکمونه د خوړو لپاره کرل کېږي، او ډېری يې زمونږ د ورځنيو چارو خواړه دي چې د بېلابېلو فصلونو نه لاس ته راځي. د بوټو نه لاس ته راغلي خواړه په لانديني ټولگيو وېشل کېږي:


سابه د بوټو نه لاس ته راغلي توکي دي چې د خوړو په توگه کارېږي. په سابو کې د بوټو ريښې لکه کچالو او گازرې، د بوټو پاڼې لکه پالک او کاهو، د بوټو ډډونه لکه اسپراگس او پښۍ او په آخر کې د بوټو گلان، لکه گلپي او شين گلپي يا براکولي، دا ټول سابه يادېږي. ډېرۍ مسالۍ، داروگان او خوند بسيا کوونکي توکي چې د خوند، درملنې او وږم لپاره د خوړو په ډول کارېږي، دا ټول د بوټو نه لاس ته راځي.

هغه خواړه چې د ژوو نه ترلاسه کېږي

خواړه 
بېلابېلې خامې غوښې

انسانان غوښه هم خوري، خو ځينې يې بيا د غوښو خوړلو په هکله د ځانگړې فلسفې خاوندان دي. په همدې توگه د کورني ژويو نه ترلاسه شوي نورې لاس ته راغلي توليدونه هم خوړل کېږي. د بېلگې په توگه شيدې چې د ډېريو کورنيو ژويو نه ترلاسه کېږي، هرڅوک يې څښي او په فارمونو کې د شيدو نه نور شيان لکه پنېر او کوچ هم لاس ته راځي. مارغان او چرگان هگۍ اچوي، او دا بيا بل داسې خواړه دي چې د ژويو نه لاس ته راځي.

په ډېرو فرهڼونو کې گبين چې د شاتو د مچيو نه په لاس راځي هم د خوړو په توگه کارېږي.

نور خواړه

ځينې خواړه داسې دي چې نه يې ژوي او نه هم بوټي د لاسته راوړنې سرچينه گڼل کېږي. دغه ډول خواړه د خوړنده فنجای نه لاس ته راځي چې په هغو کې مرخېړي شامل دي. په همدې توگه د فنجای او روغتيا ته ځيان نه رسونکي باکټېريا هم د خواړو د تخمير کولو په لارو چارو کې کارول کېږي، لکه د اچارو جوړول، ډوډۍ پخول، د الکولي څښاکونو په جوړولو کې، د مستو، شړومبو، او پنېر په جوړولو کې له دغو نومېدلو سرچينو نه کار اخيستل کېږي.

منل شوی تعريف

په انگرېزي ژبو هېوادونو کې د خواړو تعريف په دغه څلور کټه گوريانو کې شوی دی، او د همدغه څلور کټه گوريانو هر يو شی خواړه بلل کېږي. :

سرچينې

دا هم وگورۍ

  • د خواړو سياست

Tags:

خواړه د خواړو سرچينېخواړه منل شوی تعريفخواړه سرچينېخواړه دا هم وگورۍخواړهاوبهغوړ

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

مقتدی الصدرهانډلې پېج ټايپ اوبارانميوند تلويزيونڅنګه کولای شو ځان له مطالعې سره عادت کړو؟کوماوني ژبهکمپیوټر ساینساوټ(جودر)احمد شاه درانیسړه جګړهفنلنډي ژبهبرېښناساپي یا صافي ټبرغزني ولايتايراند هندي فلمونو لوبگرانيڅنګه کولای شو چې ښه مطالعه وکړو؟مجاور احمد زيارد غواگانو روزنهد وینې لوړ فشارد افغانستان کلتوربيولوژيد بکارت پردهد جمعې لمونځاروزګان ولایتوزهسل سوالونهد هیوادونو نوملړمغولي ژبهحامد کرزیسپوږمۍکارنويکينړيوال غزېدلی جالمیګریند افغانستان بيرغد اسراییل او فلسطین شخړهویروسد ښځو حقونهاسلامي نظامپوهنهد تهجد لمونځشهید ډاکټر نجیب الله ژوندلېک او کړنو ته لنډه کتنهد افغانستان جګړه (۲۰۰۱- ۲۰۲۱)قاسم سليمانيدرملگريافغانستان ته د اسلام راتگهلمند ولايتپښتو ابېڅييهوديتکامې ولسوالۍزيارتکمونيزمګانااحمدزيد پښتو ژبدودجامعه عمرد افغانستان ولايتونهد افغانستان ژبېدپښتو اصل او ريښهرشيد احمد ګنګوهييوټيوبتاجکي ژبه🡆 More