پر اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ ز کال یرغل

یرغل، له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې دا پر یو اروپايي هېواد تر ټولو لوی برید دی.

دا یرغل له هغه مهال راهیسې په اروپا کې د پناغوښتونکو د تر ټولو لوی کړکېچ لامل شوی، چې له ۳.۴ میلیونه څخه زیات اوکراینان له خپل هېواد څخه تښتېدلي.

د ۲۰۱۴ کال په فبرورۍ کې د اوکراین د حیثیت/پېژندګلوۍ تر انقلاب وروسته روسیې کریمیه د خپلې خاورې ضمیمه کړه او روسي پلوه جلاغوښتونکو د اوکراین د سویل ختیځ يوه برخه ولکه کړه او په دونباس کې يې جګړه پيل کړه. په ۲۰۲۱ ز کال کې روسیې له اوکراین سره پر پوله یو لوی پوځي تجهیز پيل کړ. د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین، له انحرافي پاله لیدلورو څخه ملاتړ کاوه (دا چې د روسیې تر سترواکۍ لاندې سیمې باید بېرته روسیې ته وروګرځول شي) د یو هېواد په توګه يې د اوکراین حق تر پوښتنې لاندې راوړ او په دروغو یې اوکراین په دې تورن کړ چې د هغو نویو نازیانو تر ولکې لاندې دی چې روسي ژبی اقلیت ځوروي. پوتین وویل چې د شمالي اتلاتیک تړون (ناټو) یو لویديځ پوځی ائتلاف دی چې د  ز۲۰۰۰ ز لسیزې له لومړیو څخه یې د ختيځ لور ته له پراخېدو سره د روسیې امنیت ګواښلی و – هغه ادعا چې ناټو پرې منکره شوه او له دغه اتحاد سره یې د اوکراین د يوځای کېدلو د مخنیوي غوښتنه وکړه. متحده ایالاتو (US) او نورو څو څو ځله روسیه پر اوکراین د برید کولو لپاره د پلان په جوړولو تورنه کړه، چې روسي چارواکو د ۲۰۲۲ ز کال د فبرورۍ د ۲۳ مې تر وروستیو پورې څو څو ځلې دا رد کړه.  

روسیې د ۲۰۲۲ ز کال د فبرورۍ په ۲۱ مه د ډونېتسک د خلق جمهوریت (DPR) او د لوهانسک د خلق جمهوریت دواړه ایالتونه چې خپل جمهوریتونه يې اعلام کړي وو او د روسي پلوه جلاغوښتونکو له خوا کنترول کېدل، په رسمیت وپېژندل. په ورپسې  ورځ د روسیې د فدراسیون شورا له هېواده بهر له پوځي ځواکونو څخه د کار اخیستلو جواز صادر کړ او روسي پوځیان دواړو خاورو ته د ننه شول. د فبرورۍ په ۲۴ مه شاوخوا د ختیځې اروپا په وخت  ۵:۰۰ (UTC+2) بجې پوتین د اوکراین د بې پوځه کولو او بې وسلې کولو لپاره ځانګړي پوځی عملیات اعلام کړل. شېبې وروسته په تول اوکراین په ځانګړي ډول پلازمېنې کیف کې هوايي او توغنديز بریدونه پیل شول، له ځنډ وروسته له بېلابېلو اړخونو څخه له لوی ځمکني برید سره مل شول. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي په ځواب کې عمومي تیارسئ او پوځي حکومت اعلام کړ.   

څو اړخیز بریدونه له روسیې، بېلاروس او د اوکراین د دوو اشغال شویو سیمو (کریمیې او دونباس) څخه پیل شول. د جګړې څلورو اصلي ډګرونو پراختیا ومونده: د کیف برید، د اوکراین پر شمال ختيځ یرغل، د ختیځ اوکراین یرغل او پر سویلي اوکراین برید. د روسیې پوځ د اوکراین پر لویديځو سیمو هوايي او د توغندیو بریدونه هم ترسره کړي. روسي پوځيان کلیدي ښارګوټو لکه: چرنیهف، خارکوف، خرسون، کیف، مارپول او صامي ته نږدې شوي یا يې محاصره کړي دي، خو د اوکراینیانوله سخت مقاومت سره مخامخ شول چې له لوجستیکي او عملیاتي ګواښونو سره مخامخ دي او د دوی د پرمختګ مخنیوی یې وکړ. د یرغل تر پيل درې اونۍ وروسته، روسي پوځ په سويل کې ډېر بریالي وو، حال دا چې په نورو سیمو کې زیاتېدونکو لاسته راوړنو هغوی د یوې ستومانوونکې ستراتېژۍ خپلولو ته اړ کړل چې د ملکي وګړو د تلفاتو د زیاتوالي لامل شوه.

دا تېری په پراخ ډول په نړیواله کچه محکوم شو. د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې يو پرېکړه لیک تصویب کړ چې هغه يې محکوم او د بشپړ خروج غوښتنه يې وکړه. د عدالت نړیوال محکمې روسیې ته امر وکړ چې عملیات ودروي او د اروپا شورا روسیه له واکه لرې کړه. ډېری هېوادونو نوي بندیزونه ولګول چې د روسیې او نړۍ اقتصاد یې اغېزمن کړی دی. بېلابېلو هېوادونو اوکراین ته لومړنۍ پوځي او انساني مرستې برابرې کړې. په ټوله نړۍ کې لاریونونه وشول؛ هغه کسان چې په روسیه کې دي، له ډله‌ییزو نیولو او د رسنیز سانسور له زیاتوالي سره مخامخ دي، لکه: د « جګړې » او «یرغل» اصطلاحاتو له کارولو څخه مخنیوی. ګڼو شرکتونو له روسیې او بېلاروس څخه خپل خدمتونه  او محصولات بهر کړل. د نړیوالو جرمونو محکمې په اوکراین کې د روسي پوځ د جنګي جنایاتو د تورونو په اړه څېړنې پیل کړې دي.

مخینه

نارنجي انقلاب او تر شوروي وروسته حالت

په ۱۹۹۱ ز کال کې د شوروي اتحاد له منځه تللو څخه وروسته، اوکراین او روسیې خپلې نږدې اړیکې خوندي کړې. په ۱۹۹۴ ز کال کې اوکراین د اتومي وسلې د نه لرونکي هېواد په توګه د اتومي وسلو له خپرولو څخه د مخنیوي له تړون سره یو ځای شو. په اوکراین کې د پخواني شوروي اتومي وسلې راټولې او روسیې ته ولېږدول شوې. په بدل کې روسیې، بریتانیا (UK) او متحده ایالاتو (US) توافق وکړ چې د امنیتي تضمینونو په اړه د اوکراین له سیاسي خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د بوداپست یادښتونو له لارې ملاتړ وکړي. روسیه په ۱۹۹۹ ز کال کې د اروپا د امنیت د منشور له لاسلیک کوونکو څخه وه، چې د خپلواکۍ یا د خپلو امنیتي ترتیباتو د بدلون لپاره يې د هر یو ګډون کوونکي هېواد ذاتي حق د تکامل پر مهال تایيد کړ، چې د اتحاد تړونونه په کې شامل وو. د شوروي اتحاد تر انحلال وروسته تر یوې کچې د سیمه‌ییزو امنیتي ګواښونو په ځواب کې، لکه په روسیه کې په ۱۹۹۳ ز کال کې د روسیې د اساسي قانون کړکېچ، په ابخازیا جګړه (۱۹۹۲-۱۹۹۳ ز کلونه) او د چیچن لومړۍ جګړه (۱۹۹۴-۱۹۹۶ ز کلونه ) چې روسیه په کې ښکېله وه، د پخواني ختیځ بلوک څو هېوادونه له ناټو سره یوځای شول. روسي چارواکو دا پراخېدل، د ختيځ لور ته د ناټو د نه خپرېدو په اړه د لویدیځو ځواکونو د غیر رسمي تضمینونو تر پښو لاندې کول وبلل.     

په ۲۰۰۴ ز کال کې د اوکراین ولسمشریزې ټاکنې بحث پاروونکې وې. د ټاکنیزو مبارزاتو په بهیر کې مخالف نوماند وېکتور یوشچنکو له تترا کلورو هېګزیدين دای اوکسین TCDD)) سره مسموم شو، هغه وروسته دعوه وکړه چې روسیه په دې کار کې لا س لري. په نومبر کې لومړی وزیر ویکتور یانو کوويچ د ټاکنو د ناظرانو له خوا په رایو کې له درغلۍ سره سره  ګټونکی اعلام شو. د یوې دوه میاشتینۍ دورې په بهیر کې چې د نارنجي انقلاب په نوم پېژندل کېږي، لویو سوله‌ییزو لاریونونو په بریالتوب سره پايلې له ګواښ سره مخامخ کړې. وروسته له دې چې د اوکراین سترې محکمې په ټاکنو کې د پراخې درغلۍ له امله ټاکنې باطلې اعلام کړې، بیاځلي د ټاکنو دویم پړاو ترسره شو چې یوشچنکو د ولسمشر او یولیا تیموشنکو د لومړي وزیر په توګه واک ته ورسېدل او یانو کووېچ په اپوزسیون کې پاتې شو.

د يوویشتمې پېړۍ په لومړیو کې نارنجي انقلاب تر ډېره د ګڼو نورو اعتراضي غورځنګونوسره په ځانګړې توګه د پخواني شوري اتحاد سره په یو ګروپ کې راځي چې د رنګین انقلاب په نوم پېژندل کېږي. د انتوني کوردزمن په وینا: د روسي پوځ افسرانو به دا ډول انقلابونه د ګاونډیو هېوادونو د بې ثباته کولو او د روسیې د ملي امنیت د کمزوري کولو لپاره د متحده ایالاتو او اورپايي هېوادونو له خوا یوه هڅه بلله. د روسیې ولسمشر ولادي میر پوتین د ۲۰۱۱ ـ ۲۰۱۳ ز کلونو د لاریونونو تنظیموونکي د یوشچنکو پخواني سلاکاران یاد کړل او دا لاریونونه یې روسیې ته د نارنجي انقلاب د لېږد هڅه وبلله. په دې دوره کې د پوتین په ګټه لاریونونه «د نارنجي ضد لاریونونو» په نوم یادیږي.

په ۲۰۰۸ز کال کې د بوکارېسټ په ناسته کې اوکراین او ګرجستان له ناټو سره د یو ځای کېدلو په لټه کې وو. ځواب د ناټو غړو تر منځ ووېشل شو. اروپايي هېوادونو له روسیې سره د دښمنۍ د مخنیوي په موخه د غړیتوب د اقدام پلان (MAP) له وړاندې کولو سره مخالفت وکړ، حال دا چې د متحده ایالاتو ولسمشر جورج ډبلیو بوش یې د منلو لپاره ټینګار کاوه. په پای کې ناټو د اوکراین او ګرجستان د غړیتوب د اقدام پلانونه رد کړل، خو موافقه یې وکړه چې «دا هېوادونه باید د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي». پوتین د ناټو د غړیتوب لپاره د اوکراین او ګرجستان له غوښتنلیک سره سخت مخالفت څرګند کړ. د ۲۰۲۲ ز کال تر جنوري پورې له ناټو سره د اوکراین د يوځای کېدلو امکان ډېر لرې پاتې شو.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

واورهماري کیوريمیاشتنی عادتد اندازه کولو واحداسرائيلروسي ژبهپښتومېخي ليکدودليکوالانګلیسيکوروش ۲آسيافوکلور پېژندنهتلاسېمیاد اشرف خان هجري په شاعرۍ کې تشبيه ګانېکییفد انسانانو جنسي توپیروالید حزب الله اسلامی غورځنگ23 اگسټبېټ نيکهډاکتر کبير ستورید پښتو شعر ډولونهلرغونپوهنهلېزرملا بورجانعبدالله بن عمرکونړ ولايتغوره ويناوېلومړی مخويکيپېډيازلمی خليلزادحميد مومندليتوانيازړهجمعهد امریکا متحده آیالاتونو دیمکرات ګوندد پاني پت دريمه جگړهتوکمپوهنهفريد احمد مزدکپښتانهنور محمد ترکید ساسانيانو واکمنيد ښځو حقونهامير امان الله خانآی اېس او ۳۱۶۶لوګر ولایتد کمپیوټر ارزښتخرقه شريفهغراستنبولروباټیکځمکهکرنهلمریزه برېښنااپرېلخواړه2016پټه خزانهشمس الدین کاکړد خلق ډموکراتيک ګوند21 ډيسمبرکندهار ولايتمفاهمهواټسافکلا، ارغندابنا خالص داخلي تولید🡆 More