بائبل

کينډۍ:Merge partner

بائبل
Gutenberg Bible

انجیل (د یونانيKoine τὰ βιβλία، tà biblía، «کتابونو») د مذهبي متنونو یا سپېڅلو متنونو ټولګه ده چې په عیسویت، یهودیت، سامریانيزم او نورو ډېرو عقیدو کې شتون لري. دا کتاب په غوره کړل شوې توګه د بېلابېلو متنونو ټولګه ده، چې په اصل کې په عبراني، ارامي او کوین یوناني لیکل شوی دی.

په دې متنونو کې له دیني پلوه پر تاریخ متمرکزې پېښې، مذهبي سندرې، دعاګانې، متلونه، تمثیلونه، درسي لیکونه، نصیحتونه، مقالې، شعرونه او وړاندوینې شاملې دي. د موادو ټولګه چې د یوه ځانګړي مذهبي دود یا ټولنې له خوا غوره ګڼله شوې وي، د انجیل قانون په نامه یادیږي.

د اسرائیلو د پخوانیو لیکنو سرچینې په پخوا زمانو کې ورکې شوې دي. په دې اړه چې کله د یهودیانو د عبراني انجیل قانون په خپل اوسني ډول رامنځته شوی، هیڅ د نظریو علمي توافق شتون نه لري. ځینې ​​پوهان استدلال کوي چې دا د هاسمونیانو په واکمنۍ (۱۴۰-۴۰ مخکې له میلاد) کې رامنځته شوی،  په داسې حال کې چې ځینې بیا داسې استدلال کوي چې: دا د دویمې وروسته له میلاده پېړۍ یا ان له هغه وروسته هم نه و رامنځته شوی.

پراختیا

انجیل یو واحد کتاب نه دی، بلکې د کتابونو ټولګه ده، چې پېچلی پرمختګ یې تر اوسه لا په بشپړ ډول درک شوی نه دی. دا کتابونه د سندرو او کیسو په توګه راپیل شوي، چې له لیکلو دمخه له یوه نسل نه بل نسل ته لېږدول شوي دي. انجیل د بېلابېلو کلتورونو درلودونکو کسانو له خوا راټول شوي او لیکل شوي چې ځینې یې نامعلوم دي.کينډۍ:Sfnm

دا کتابونه چې د سپېڅلو متنونو (غوره او سپېڅلي مذهبي متنونو) په توګه ګڼل کېږي، د بېلابېلو مذهبي ټولنو له خوا د بېلابېلو انجیلي قوانینو (د سپېڅلیو متونو رسمي ټولګې) په توګه راټول شوي دي. تر ټولو لومړنی تالیف چې د انجیل لومړني پنځه کتابونه په کې شامل دي او تورات (چې معنا یې «قانون»، «لارښوونه» او «تدریس») یا Pentateuch(«پنځه کتابونه») په نامه یادېږي، د یهودي قانون په توګه په پنځمې مخکې له میلاده پېړۍ کې ومنل شو.

پخواني پیغمبران

پخواني پیغمبران د جوشوا، قاضیانو، سمویل او پاچایانو کتابونه دي. دوی داسې روایتونه لري چې د موسی له مړینې وروسته په سملاسي توګه د الهي ټاکلو پر بنسټ جوشوا د هغه د ځای ناستي په توګه ټاکل کېږي، چې بیا د اسرائیلي خلکو ژمنې شوې ځمکې ته هدایت کوي او د وروستي پاچا یهودا له بند نه خوشې کېدو سره پای ته رسېږي. د سمویل او پاچا کتابونو سره د واحدو کتابونو په توګه چلند کېږي، چې دا برخې په کې شاملې دي:

  • د کنعان د ځمکې سوبه (د جوشوا په کتاب کې).
  • د ځمکې د لاسته راوړلو لپاره د خلکو مبارزه (د قاضیانو په کتاب کې).
  • د خلکو غوښتنه له خدای نه، چې دوی ته داسې پاچا ورکړي، ترڅو دوی وکولای شي، خپلې ځمکې له دښمنانو نه قبضه کړي (د سمویل په کتابونو کې).
  • د الهي ټاکل شویو پاچایانو، لکه: د ډیویډ تر واک لاندې د ځمکو لاسته راوړل، چې په سوبې او بهرنۍ جلاوطنۍ پای ته رسیږي (د پاچایانو کتابونه).

نور کتابونه

د درېیو کتابونو او پنځو رغښتلو سربیره، په Ketuvim  کې پاتې نور کتابونه ډینیل، عزرا – نحمیاه او تاریخ دي. که څه هم په یهودي دود کې د دې کتابونو لپاره کومه رسمي ډله شتون نه لري، خو بیا هم دوی یو شمیر توپیرونه لري:

  • د دوی داستانونه ټول په ښکاره ډول یو څه وروسته پېښې بیانوي (د بېلګې په توګه: د بابل بندي کېدل او د صه یون بیا رغونه). تلمودي سنت ټولو ته د وروستني تصنیف نسبت ورکوي.
  • له دوی نه دوه (دانیل او عزرا) په تناخ کې یوازیني کتابونه دي، چې په آرامي ژبه د پام وړ برخې لري.

عیسوي انجیل

عیسوي انجیل، د کتابونو ټولګه ده چې په زاړه او نوي تړون وېشل کېږي، چې د عیسویانو مذهب یې په تېر او اوسني وخت کې د الهي الهام انجیل په توګه ګڼي. لومړنۍ کلیسا په ابتدایي توګه له سپیټوګینټ نه کار اخیست، لکه څنګه چې په یوناني کې، د هغه وخت عامې ژبې باندې لیکل کېده او یا د ارامي ویناوالو ترمنځ کې له تورګوم نه یې کار اخیست، چې دې د مسوریټیک متن سره په ترکیب کې یې، د زاړه تړون لپاره بنسټ چمتو کړ.

زړه نسخه

د نن ورځې پروټیسټاني زړه نسخه د قوانینو ۳۹ کتابونه لري - د کتابونو شمېر (که څه هم منځپانګه نه لري) یواځې له یهودي تناخ سره د جلا وېش له امله توپیر لري – په داسې حال کې چې د روم کاتولیکه کلیسا ۴۶ کتابونه د زړې نسخې په توګه پېژني. د ختیځ ارتودوکس کلیساوې، په کاتولیک کینن سربېره ۳ مکابی، ۱ایسډراس، مناسبې دعاوې او زبور ۱۵۱ پیژني. په ځینو کې ۲ Esdras شامل دی.

د «عبراني سپېڅلي کتاب» اصطلاح ، ډېری د پروټیسټانټ زړې نسخې سره د مترادف په توګه کارول کېږي، ځکه چې په عبراني کې ژوندي پاتې شوي سپېڅلي کتابونه یواځې همدغه کتابونه دي، په داسې حال کې چې په کاتولیک او ارتودوکس کې اضافي متنونه شامل دي، چې دا متنونه په عبراني کې نه دي پاتې شوي.

نوی نسخه

نوی نسخه هغه نوم دی چې د عیسوي انجیل دویمې برخې ته ورکړل شوی دی. اصلي توافق دا دی چې، نوی نسخه د کوین یوناني په بڼه لیکل شوی و، چې د ختیځې مدیترانې عامه ژبه وه. د «نوې نسخې» اصطلاح، په دویمې پېړۍ کې د مخالفتونو او شخړو په ترڅ کې د دې لپاره چې ایا عبراني انجیل له عیسوي لیکنو سره د انجیل په توګه شامل شي، وکارول شوه.

د انجیل نقد

د انجیل نقد د متن په توګه د انجیل تحلیلي څېړنې ته اشاره کوي او د تاریخ، لیکوالۍ، د جوړښت نېټه او د لیکوال ارادې په څېر پوښتنو ته ځواب ورکوي. دا د انجیل د هغه نقد په څېر نه دي، کوم چې د انجیل د معلوماتي سرچینو یا اخلاقي لارښود پر وړاندې ادعا کوي او نه دا د ژباړې د احتمالي غلطیو نیوکه ده.

په ۱۷ مه پېړۍ کې، توماس هوبس متني شواهد راټول کړل چې هغه دا ادعا کوله چې موسی د انجیل د پنځو لومړنیو کتابونو لیکوال نه و، چې د Pentateuch په نوم پیژندل کېده. لږ وروسته، فیلسوف باروچ سپینوزا یو متحد انتقادي تحلیل خپور کړ او استدلال یې وکړچې: ستونزې زېږوونکي عبارتونه جلا قضیې نه وې، چې یو پر یو دې تشرېح شي، چې دا ستونزې د پنځو کتابونو په اوږدو کې ډېرې وې او په پای کې دې پایلې ته ورسېد چې  Pentateuch د موسی له خوا نه دی لیکل شوی.

نسخې او ژباړې

د تناخ اصلي متنونه ، نژدې په بشپړ ډول په عبراني ژبه لیکل شوي وو. نږدې یو سلنه په آرامي ژبه لیکل شوي. په غوره مسوریټیک متن سربېره، یهودیان لاهم سیپټوګینټ ته، په یوناني کې د عبراني انجیل ژباړې ته او تورګم اونکیلوس، د انجیل آرامي نسخې ته اشاره کوي.

د لومړنیو عیسویانو لپاره د انجیل لومړنی متن سیپټوګینټ و. سربېره پردې، دوی عبراني انجیل په څو نورو ژبو وژباړه. د نورو ژبو تر څنګ په سریاني، کاپټیک، ایتوپیک او لاتیني کې هم وژباړل شو. لاتیني ژباړې په تاریخي لحاظ په لوېدیځ کې د کلیسا لپاره خورا مهمې وې، په داسې حال کې چې د ختیځ یوناني ژبي د زړې نسخې د سیپټوګینټ ژباړې ته دوام ورکړ او د نوې نسخې ژباړلو ته یې اړتیا نه درلوده.

لرغونپوهنه او تاریخي څېړنه

د انجیل لرغونپوهنه، هغه لرغونپوهنه ده چې د عبراني سپېڅلي کتاب او عیسوي یوناني سپېڅلي کتاب (نوې نسخې) سره تړاو لري، چې په هغو وختونو کې له خلکو سره د ژوند کولو او کړنو د ډول په ټاکلو کې د مرستې لپاره کارول کېده. د انجیل د لرغون پېژندنې په برخه کې پراخ تفسیرونه شته دي. له تاریخي پلوه، د انجیل د لرغونوالي بحث، د لرغونو اسرائیلو او یهودا له ۱۰ نه تر ۷ مخکې له میلاد پېړیو نه راپيلېږي.

د انجیل موزیمونه

  • د نهم انجیل موزیم په هوسټن، ټیکساس کې موقعیت لري. دا د نړۍ له ګوټ ګوټ نه د انجیلونو د نادرو نسخو د راټولولو او د بېلابېلو ژبو انجیلونو درلودلو لپاره پېژندل شوی دی.
  • د انجیل یو موزیم د نومبر په ۲۰۱۷ ز کې په واشنګټن ډي سي کې پرانستل شو.
  • په ۲۰۰۹ ز کې د اسټرالیا د ویکتوریا په سینټ ارناډ کې د بایبل موزیم پرانستل شو.

سرچینې

سرچینې

Tags:

بائبل پراختیابائبل عیسوي انجیلبائبل د انجیل نقدبائبل نسخې او ژباړېبائبل لرغونپوهنه او تاریخي څېړنهبائبل د انجیل موزیمونهبائبل سرچینېبائبل سرچینېبائبل

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د افغانستان لنډ تاريخاتریشي مکتبواورهفريد احمد مزدکامير شېر علي خانلمریزه برېښنامتحده عرب اماراتکندهارسینه بغلد ډيورنډ کرښهد وینې لوړ فشارمرغهښځې په ساينس کېسعودي عربستانمېډياويکي29 فبروريخپلواکيغردرسي پلانشهادت2016پوهنتوند بشري حقونو نړېواله اعلاميهخواړهد صابون جوړولکيميادويمه نړېواله جګړهنا خالص داخلي تولیدمړینهانفلاسيونژويد اندازه کولو واحديوګاندا3 اکتوبرد ادبي مکتب پېژندنه28 جنوريد منجمنټ اساساتد برتانیا وتل د اروپایي اتحادیه نهاموي خلافتفرانسوي ژبهپښتو یاګانېوالټ ډيسني شرکتماشینپولي واحدپير محمد کاکړپسرلیعبدالله بن عمرپولينډي ژبهمولوي عبدالاحد طالبویروسخربالشویک گوندسلطان عبدالمجید (اول)قرآن کریمزده کړه (پوهه)کندهاریاندوبۍپرتګالطبيعي پوهنېبوديجهپينځه نۍکيمياوي تعاملونهد عثماني خلفاوو لړلیکپلوتوند نفوس له مخې د هیوادونو نوملړاستمناء🡆 More