په بیولوجي کې، اوښتون یا موټېشن (انګلیسي: Mutation) د یوه اورګانیزم، ویروس یا غیرکروموزومي DNA د جېنوم د نوکلیک اسید په لړۍ کې یوه ناڅاپي بدلون ته ویل کېږي.
ویروسي جېنومونه کېدای DNA یا RNA ولري. اوښتون د DNA یا ویروسي غبرګېدنې، میتوسیس، یا میوسیس یا د DNA د تخریب نورو ډولونو (لکه: د ماورای بنفش وړانګې پر وړاندې د واقع کېدلو لهامله د پیریمیدین دایمرونه) پر مهال د تېروتنو په پایله کې رامنځته کېږي، چې کېدای شي وروسته په ترمیم کې له تېروتنو څخه اغېزمن شي (په ځانګړې توګه، د مایکروهومولوجي په واسطه د څوکي یوځای کېدل)، د ترمیم نورو بڼو پر مهال د خطا لامل وګرځي یا د غبرګېدنې (د ټرانسلېشن سنتیز) پر مهال خطا رامنځته کړي. سربېره پر دې، د جنتیک ګرځندویه عناصرو لهامله د DNA د برخو الحاق یا حذف په پایله کې کېدای شي اوښتون رامنځته شي.
موټېشنونه کېدای شي د یوه اورګانیزم د مشاهدې وړ په ځانګړنو (فینوټایپ) کې د پام وړ بدلونونه رامنځته یا رامنځته نهکړي. موټېشنونه د تکامل، سرطان، او د اتصالي تنوع په څېر د معافیت سیسټم د پراختیا په شمول، په دواړو طبیعي او غیرطبیعي بیولوجیکي بهیرونو کې ونډه لري. اوښتون د ټولو نوعو د تنوع وروستۍ سرچینه ده او داسې خام مواد رامنځته کوي چې د طبیعي ټاکنې په څېر تکاملي قوې ورباندې عمل کولای شي.
موټېشن، په لړیو کې بېلابېل بدلونونه رامنځته کولای شي. د جېن موټېشنونه کېدای شي هېڅ اغېزه ونهلري، د یوه جېن محصول بدل کړي یا د یوه جېن له سمې یا بشپړې کارکړنې څخه مخنیوی وکړي. موټېشنونه کېدای شي په غیرجنتیکي برخو کې هم پېښ شي. د درزوفیلا د بېلابېلو نوعو ترمنځ د جنتیکي تنوع په هکله د ۲۰۰۷ز کال یوه مطالعه ښیي چې، که چېرې موټېشن د یوه جېن په واسطه په تولید شوی پروټین کې بدلون رامنځته کړي، پایله یې په احتمال سره ناوړه ده او اټکل کېږي چې د پوليمورفیزمونو 70 سلنه امینو اسید ناوړې اغېزې لري او پاتې برخه یې کېدای شي خنثی حالت ولري یا څه ناڅه ګټوره وي. پر جېنونو باندې د اوښتون ناوړو اغېزو لهامله، اورګانیزمونه «د DNA ترمیم» په څېر میکانیزمونه لري ترڅو لومړني حالت د اوښتلې لړۍ د بېرته راګرځولو لهلارې، له اوښتون څخه مخنیوی وکړي یا د پېښېدو په صورت کې یې اصلاح کړي.
په معمول ډول د جنتیکي بیاترکیب لهلارې، په موټېشنونو کې کېدای شي د DNA د لویو برخو تکثیر شامل وي. دغه تکثیرونه د نویو جېنونو د تکامل لپاره د خامو موادو اصلي سرچینه ده، چې په هرو میلیون کلونو کې، د ژویو په جېنومونو کې له لسګونو نیولې تر سلګونو جېنونو پورې تکثیر کېږي. ډېري جېنونو د ګډو والدینو د جېن لویو کورنیو پورې اړوند دي، چې د خپلو د لړۍ هومولوجي لهلارې د تشخیص وړ دي. نوي جېنونه په د بېلابېلو مېتودونو په واسطه تولیدېږي: تر ډېره د والدینو د جېن تکثیر یا موټېشن لهلارې یا د بېلابېلو جېنونو برخو د بیاترکیب لهلارې ترڅو نوي ترکیبونه د نویو کارکړنو لپاره رامنځته شي.
دلته، پروټیني برخې د داسې معیارونو په توګه عمل کوي، چې هر یو یې جلا او ځانګړې کارکړنه لري او کولای شي له نویو ځانګړنو سره د نویو پروټینونو کوډ کوونکو جېنونو د تولید لپاره سره یوځای شي. د بېلګې په توګه: د انسان سترګه د رڼا حس کوونکو جوړښتونو د رامنځته کولو په موخه له څلورو جېنونو څخه کار اخلي: درې جېنونه د مخروطي حجرې یا رنګه لید او یو جېن د استوانهیي حجرې یا د شپې لید لپاره؛ څلور واړه جېنونه د یوه واحد میراثي جېن څخه رامنځته شوي دي. د یوه جېن (یا ان د ټول جېنوم) د تکثیر بله ښېګڼه دا ده چې د «انجنیري زیاتېدنې» کچه لوړوي؛ پهدې توګه د دې امکان رامنځته کېږي ترڅو په یوې جوړه کې یو جېن نوې کارکړنه ولري، په داسې حال کې چې پخوانۍ کاپي (نسخه) یې اصلي دنده ترسره کوي. د موټېشن نور ډولونه، کله ناکله، له پخوانۍ غیرکوډ کوونکې DNA څخه نوي جېنونه رامنځته کوي.
د کروموزومونو په شمېر کې بدلون کېدای شي د لا لوی اوښتون لامل وګرځي، چېرې چې د کروموزومونو دننه د DNA برخې ماتېږي او وروسته بیاځلي ترتیب کېږي. د بېلګې په توګه: په هومینینا کې، دوه کروموزومونه د انسان 2 کروموزوم د تولید لپاره ترکیب شوي دي؛ دغه ترکیب د انسانډوله بېزوګانو په نورو نسلونو کې رامنځته شوی نهدی او هغوی دغه جلا کروموزومونه ساتي. په تکامل کې، د داسې کروموزومي بیاترتیب ډېر مهم نقش، د وګړو توکمي اصلاح د احتمال کچې راښکته کولو لهلارې نویو نوعو ته د اوښتلو وګړو ترمنځ توپیر خورا زیات کړي او په پایله کې د دغو وګړو ترمنځ جنتیکي توپیرونه وساتل شي.
د ترانسپوزون په څېر، د DNA هغه لړۍ چې د جېنوم پر چاپېره خوځېدلای شي، د بوټو او ژویو د جنتیکي موادو یوه لویه برخه رامنځته کوي او کېدای شي د جېنومونو په تکامل کې اهمیت ولري. د بېلګې په توګه: د انسان په جېنوم کې د Alu لړۍ له یوه میلیون زیاتې نسخې شتون لري او دغه لړۍ اوسمهال د جېن د بیان تنظیمولو په څېر کارکړنو ترسره کولو لپاره کارول کېږي. د دغو خوځېدونکو DNA لړیو بله اغېزه دا ده چې د جېنوم دننه د خوځېدلو پر مهال، کولای شي شته جېنونه واړوي یا حذف کړي او په پایله کې جنتیکي تنوع تولید شي.
نهوژونکي موټېشنونه د جېن زېرمې دننه سره راټولېږي او جنتیکي تنوع کچه لوړوي. د جېن زېرمې دننه د ځینو جنتیکي بدلونونو زیاتېدنه کېدای شي د طبیعي ټاکنې لهلارې راکمه شي، په داسې حال کې چې نور «لا مطلوب» موټېشنونه راټولېدلای او د تطبیقي بدلونونو لامل ګرځېدلای شي.
د بېلګې په توګه: کېدای شي یو بورا یا پتنګ له نویو موټېشنونو سره نوی نسل تولید کړي. ډېرشمېر دغه موټېشنونه به هېڅ اغېزه ونهلري؛ خو کېدای شي یو موټېشن د بورا د راتلونکي نسل رنګ واړوي او لېدنه یې د ښکار کوونکو ژویو لپاره لا ستونزمنه (یا اسانه) کړي. که چېرې د رنګ دغه بدلون ګټور وي، د دغه بورا د ژوندي پاتي کېدلو او د نوي نسل تولیدولو احتمال لږ څه لوړ دی او د وخت په تېرېدو سره، د دغو موټېشن لرونکو بوراګانو سلنه کېدای شي لا زیاته شي.
خنثی موټېشنونه هغو اوښتونونو ته ویل کېږي چې پایلې یې د یوه وګړي د اندامونو پر تناسب باندې اغېزه نهکوي. د دغو موټېشنونو شمېر کېدای شي د جنتیکي اوښتنې لهامله د وخت په تېرېدو سره زیات شي. باور پر دې دی چې ډېرې موټېشنونه د یوه اورګانیزم د اندامونو پر تناسب باندې د پاموړ اغېزې نهلري. همدا راز، د DNA ترمیمي میکانیزمونه د دې وړتیا لري ترڅو ډېرې بدلونونه، مخکې تر دې چې د تلپاتو موټېشنونه په بڼه کې راڅرګند شي، اصلاح کړي او ډېري اورګانیزمونه د دایمي اوښتلو سوماتیکو حجرو د حذفولو لپاره میکانیزمونه لري.
د نوعو ترمنځ د اوښتونونو کچو ترمنځ د پام وړ توپیرونه شتون لري او هغه تکاملي قوې، چې په ټولیز ډول موټېشن ټاکي، د دوامدارو څېړنو سکالو ده.
په انسانانو کې، د اوښتون کچه د هر نسل د یوه جېنوم لپاره کابو 50 تر 90 نوي اوښتونونه (de novo mutations) دي، پهدې معنی چې هر انسان کابو 50 تر 90 داسې نوي اوښتونونه راغونډوي چې په والدینو کې یې شتون نهدرلود. دغه شمېر د زرګونو درېکسیزو کورنیو (مور او پلار او لږ تر لږه یو ماشوم) د DNA لړۍموندنې لهلارې ترلاسه شوی دی.
د RNA ویروسونو جېنومونه، د DNA په ځای، پر RNA بنسټ دي. د RNA ویروسي جېنوم کېدای شي دوه څانګې (د DNA په څېر) یا یوه څانګه ولري. په ځینو دغو ویروسونو کې (لکه: د انسان د معافیت لهمنځه وړونکی یوڅانګهییز ویروس یا HIV) د غبرګېدنې عملیه په چټکۍ سره ترسره کېږي او داسې کوم میکانیزم نهشته چې جېنوم د دقت (یا سموالي) له اړخه وارزوي. دغه خطا منونکی بهیر ډېري وخت د اوښتونونو لامل ګرځي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article اوښتون (بیولوجي), which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.