فیسبوک

فېسبوک د مېتا پلټفارمز شرکت (Meta Platforms) یوه امریکایي انلاین ټولنیزه رسنۍ او د ټولنیزو خدمتونو شبکه ده.

فېسبوک په ۲۰۰۴ کال کې د مارک زوکربرګ (Mark Zuckerberg) او د هغه د هاروارډ پوهنتون هم‌دوره زدکړیالانو او د کوټې د ملګرو، اېډوارډو ساوېرن (Eduardo Saverin)، انډریو مککالم (Andrew McCollum)، ډسټين موسکووېټز (Dustin Moskovitz)، او کریس هګز (Chris Hughes) له لوري جوړ شو، چې نوم یې  د "مخ کتاب" (face book) لارښودو کتابچو څخه چې ډېری وختونه به د امریکا په پوهنتونونو کې زده‌کړیالانو ته ورکول کېدې، اخیستل شوی دی. د فېسبوک غړیتوب په لومړیو کې یوازې د هاروارډ پوهنتون تر زده‌کړیالانو پورې محدود و، خو وروسته یې بیا غړیتوب ورو ورو د شمالي امریکا نورو پوهنتونونو ته هم پراخ شو او له ۲۰۰۶م کال وروسته بیا هر له ۱۳ کلونو لوړو کسانو کولی شو غړیتوب یې ولري. په ۲۰۲۰م کال کې د فېسبوک د ادعا له مخې، دغې شبکې ۲.۸ میلیارده فعال کاروونکي لرل او د نړۍ په کچه یې د انټرنېټ کارونې اووم ځای خپل کړ. فېسبوک په ۲۰۱۰مو کلونو کې تر ټولو ډېر راښکته شوی یا ډانلوډ شوی مبایل اپلیکېشن و. 

فېسبوک
فیسبوک
يو ار ال (URL)www.facebook.com or
www.fb.com
ثبتRequired
ژبه (ژبې)Multilingual (140)
کارنان 1.79 billion monthly active users (September 30, 2016)
الیگزا درجهSteady 3 (January 2017)
ريوينيو کينډۍ:امریکايي ډالر (2015)
اوسنی حالتفعال

فېسبوک د هغو وسایلو له لارې د لاسرسي وړ دی چې له انټرنېټ سره تړلي وي لکه شخصي کمپیوترونه، ټابلېټونه او ځيرک موبایلونه. له راجستر کېدو وروسته، کاروونکي کولی شي یو پروفایل پکې جوړ او د ځان اړوند معلومات پکې په ډاګه کړي. دوی بیا کولی شي چې متنونه، انځورونه او ملټي مېډیا (multimedia) توکي پوسټ یا خپاره کړي، کوم چې له ټولو هغو نورو کارنانو سره چې له دوی سره یې ملګرتیا منلې وي او همدا راز د محرمیت اړوند بېلابېلو برخو (privacy settings) سره په ډاګیزه توګه او ازاد ډول شریکېږي. کاروونکي له یو بل سره د فېسبوک مېسېنجر له لارې مخامخ اړیکه نيولی شي، له هم-ګټو یا هم-علاقه ګروپونو سره یو ځای کېدای شي، او د فېسبوک ملګرو او خوښو کړو پاڼو د فعالیتونو اړوند نوټیفېکشنونه یا خبراوي ترلاسه کولی شي.

فېسبوک د ګڼو لانجمنو بحثونو د موضوع په توګه، دغه شبکه ډېر ځله د ځینو قضیو له کبله تر نیوکو لاندې هم راغلې ده. د بېلګې په توګه، د کاروونکي خصوصي حریم یا د کارن محرمیت (لکه د کامبرېج انلېټيکا”Cambridge Analytica”  د معلوماتو بربنډېدل)، سیاسي کارېدنه (لکه د امریکا د ۲۰۱۶ کال ټاکنې)، ډله‌ییزې څارنې، رواني اغېزې لکه روږديتوب او پر ځان باور کمېدل، او داسې منځپانګې لکه جعلي خبرونه، دسیسه‌اي نظريې، د چاپ له حق څخه سرغړونه  او کرکه پاروونکې ویناوې پکې د یادولو وړ دي. څارونکو او د نظر خاوندانو فېسبوک تورن کړی، چې په قصدي توګه یې د دا ډول منځپانګو د خپراوي اسانتیاوې برابرې کړې او همدا راز د اعلاناتو خپروونکو (advertisers) د راجلبولو لپاره د خپلو کاروونکو په شمېر کې مبالغه کوي.

تاریخچه

۲۰۰۳-۲۰۰۶: فېسبوک، د تایل پانګونه (Thiel Investment) او د نوم بدلون

زوکربرګ په ۲۰۰۳م کال کې په هاروارډ پوهنتون کې د زده کړې پرمهال دفېس ماش (Facemash) په نوم وېبپاڼه جوړه کړه. دغه سایټ له "جذاب یا نه" (Hot or Not) سایټ سره د پرتلې وړ و او هغه "انځورونه چې د نهو کورونو له انلاین "مخ کتابونو" (face books) څخه راټول شوي وو، دوه یې پر یوه وخت د یو بل څنګ ته کېښودل او له کاروونکو یې وغوښتل چې "جذاب" (hotter) شخص غوره کړي." فېس ماش (Facemash) په لومړیو څلورو ساعتونو کې ۴۵۰ لیدونکي او انځورونو یې ۲۲۰۰۰ کتنې راجلب کړې. دا سایټ د پوهنتون ډېری ګروپ لېستونو ته لېږل شوی و، مګر څو ورځې وروسته د هاروارډ ادارې له خوا وتړل شو.  زوکربرګ له اخراج سره مخ شو او له امنیتي اصولو، د چاپ حقونو او د انفرادي محرمیت یا خصوصي حریم له اصولو پر سرغړونې تورن شو.  بالاخره دا تورونه لرې شول او زوکربرګ په هماغه سمستر کې د هنر تاریخ تر وروستۍ ازموینې وړاندې د ټولنیزې مطالعې د وسیلې په رامنځته کولو سره دا پروژه پراخه کړه. نوموړي ټول هنري انځورونه یوې وېبپاڼې ته پورته کړل، چې هر یوه یې د تبصرې برخه لرله، بیا یې دا سایټ له خپلو ټولګیوالو سره شریک کړ.

"مخ کتاب" (face book) د محصلینو یا زده‌کړیالانو لپاره یو لارښود کتابګوټی دی چې عکسونه او شخصي معلومات پکې شامل وي. هاروارډ پوهنتون یې په ۲۰۰۳م کال کې، د شخصي انلاین لارښودونو ترڅنګ، یوازې کاغذي نسخه لرله. زوکربرګ د هاروارډ کرېمسن ورځپاڼې (The Harvard Crimson) ته وویل: "هرڅوک په هاروارډ کې د نړیوال مخ کتاب (universal face book) په اړه ډېرې خبرې کوي ... زما په اند دا به ناسمه خبره وي چې پوهنتون ته رسېدل به یې څو کاله وخت ونیسي. زه کولی شم دا د دوی په پرتله په ښه بڼه ترسره کړم او زه دا په یوه اوونۍ کې کولی شم." د ۲۰۰۴ کال په جنوري کې زوکربرګ د فېسبوک (TheFaceebook) په نوم یو نوی وېبسایټ د فېس ماش (Facemash) په اړه د کرېمسن ورځپاڼې له یوې سرمقالې څخه په الهام اخیستنې جوړ کړ او ویې وویل: "ښکاره ده چې د یوه متمرکز وېبسایټ رامنځته کولو لپاره اړینه ټکنالوژي په اسانۍ سره د لاسرسي وړ ده... او ګټې یې زیاتې دي." زوکربرګ د هاروارډ پوهنتون له یوه بل زده‌کړیال اېډوارډو ساوېرن (Eduardo Saverin) سره وکتل او دواړه پر دغه وېبسایټ د ۱۰۰۰ ډالرو پر پانګونې سره سلا شول. د ۲۰۰۴م کال د فبروري په ۴مه زوکربرګ رسما فېسبوک (TheFacebook) وړاندې کړ چې پر (thefacebook.com) د لاسرسي وړ و.

وېبسایټ

د کارن پروفایل/ شخصي ټایملاین

په فېسبوک کې هر راجستر شوی کارن یو شخصي پروفایل لري چې د هغه د پوسټونو او منځپانګې ښودنه کوي. د انفرادي کارنانو د پاڼو بڼه د ۲۰۱۱ په سپتمبر کې بدله شوه او د "مهال وېش" (Timeline) په نوم وړاندې شوه، چې پکې د کارن کیسې په زماني ترتیب پکې راځي او د وضعیت تازه معلومات (status update)، انځورونه، او له اپليکېشنونو او پېښو سره تعامل هم پکې شامل وو. په دې بڼه کې همدا راز کارنانو کولی شو چې د "پوښ انځور" یا (cover photo) هم په خپل پروفایل کې کېږي. کاروونکو ته د خصوصي حریم یا محرمیت نور ترتیبات (privacy settings) ورکړل شول. په ۲۰۰۷ کال کې فېسبوک د برنډونو او مشهورو شخصیتونو لپاره له خپلو مینه والو سره د اړیکو او تعامل لپاره د فېسبوک پاڼې هم پیل کړې. د دغه کال په نوامبر کې ۱۰۰۰۰۰ پاڼې جوړې شوې. د ۲۰۰۹ په جون کې، فېسبوک د "کارن نومونو" ځانګړتیا معرفي کړه چې کاروونکو ته یې دا شونتیا برابره کړه ترڅو یو ځانګړی مستعار نوم غوره کړي چې د اسانه شریکولو لپاره د دوی د شخصي پروفایل په نږه (URL) کې کارول کېږي.

د ۲۰۱۴ کال په فبروري کې فېسبوک د جنسیت ترتیب (gender setting) پراخ کړ او یوه د سفارشي داخلولو برخه (custom input) یې پکې زیاته کړه چې کاروونکو پکې کولی شول د جنسیتي هویت له یوې پراخې لړۍ څخه يوه یې غوره کړي. کاروونکي همدا راز کولی شي دا هم وټاکي چې کوم د جنسیت مشخص ضمیر په ټول سایټ کې دوی ته وکارول شي. د ۲۰۱۴ کال په مې میاشت کې فېسبوک یوه بله ځانګړنه معرفي کړه چې له مخې یې کاروونکي کولی شي د هغو معلوماتو غوښتنه هم وکړي چې نورو کسانو پر خپلو پروفایلونو نه دي ډاګیز کړي. که چېرې کوم کارن خپل کلیدي معلومات، لکه موقعیت، ښار، یا د اړیکې حالت نه وي وړاندې کړي، نور کاروونکي کولی شي د نوې "پوښتنې" تڼۍ په کارولو سره هغوی ته په یوه عادي کلېک یو پیغام واستوي او د دغو څیزونو په اړه پوښتنه ترې وکړي.

نیوکې او لانجمنې قضیې

د فېسبوک اهمیت او ځای په ډېرو ساحو (domains) کې د نيوکو لامل هم شوی. د انټرنېټ محرمیت یا خصوصي حریم، د کاروونکي د معلوماتو ډېر زیات ساتل، د مخ پېژندنې سافټویر یا ډیپ فېس (DeepFace)،  روږدی کېدونکی کيفيت يې، په کارځای کې یې رول چې د کارمندانو حسابونو (accounts) ته د ګمارونکي لاسرسی پکې د یادولو وړ دی، په دغو قضیو کې شاملېږي.

پر فېسبوک د برېښنا کارونې، له مالیاتو څخه ډډه، د کاروونکي د اصلي نوم د الزامیت پالیسیو، سانسور او د متحده ایالاتو د پرېزم (PRISM) څارنې په پروګرام کې یې د ښکېلتیا له امله هم نیوکې شته دي. د اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې په وینا، فېسبوک "د ناقانونه یا په نورو ځایونو کې راجستر شوو شرکتونو په کارولو سره له ملیاردونو ډالره مالیې څخه ځان ایستلی دی".

فېسبوک همدا راز تورن دی چې پر کاروونکو یې زیان رسوونکې رواني اغېزې لکه د کينې او د فشار احساس، د پاملرنې یا توجه نشتوالی او پر ټولنیزو رسنیو روږديتوب، پکې لیدل کېږي. د اروپا د انحصار-ضد پالیسۍ تنظیموونکي مارګرېت وېستګر (Margrethe Vestager) وویل چې د شخصي معلوماتو په اړه د فېسبوک د خدمتونو شرایط "غیر متوازن" دي.

پر فېسبوک دا نیوکې هم شوې چې کاروونکو ته ناقانونه یا توهین امیزه مطالبو د خپرولو اجازه ورکوي. د بېلګې په توګه: د چاپ له حق او د فکري ملکیت سرغړونې، کرکه پاروونکې ویناوې، د جنسي تېري او ترهګرۍ لمسون، جعلي خبرونه، او جرمونه، وژنې او د تاوتریخوالي د پېښو په ژوندۍ بڼه خپرول. سرېلانکا د ۲۰۱۹ کال په مې میاشت کې د مسلمانانو پر ضد له پاڅونونو وروسته، چې په همدغه کال د ایسټر یکشنبې د اختر له چاودنې وروسته د دغه هېواد په کچه تر ټولو بده پېښه وه، فېسبوک او واټساپ دواړه د سولې د ټینګښت لپاره د یوه لنډمهالي اقدام په توګه بند کړل.  فیسبوک یوازې د ۲۰۱۸ کال په وروستۍ او د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ ربع کې ۳ میلیارده جعلي حسابونه حذف کړل، په داسې حال کې چې په پرتليزه توګه دا ټولنیزه شبکه د میاشتې د ۲.۳۹ ميليارده فعالو کاروونکو راپور ورکوي.

د ۲۰۱۹ کال د جولای په وروستیو کې دغې کمپنۍ اعلان وکړ چې د فدرالي سوداګرۍ کمیسیون (Federal Trade Commission) له لوري تر انحصار-ضد (antitrust) څېړنو لاندې ده.

څنګه کولی شو د فېسبوک اپلکېشېن ډانلوډ کړو ؟

د‌ فېسوک اپلکېشېن په وړيا توګه دی تاسو کولی شئ له Google Store څخه ډانلوډ کړئ.

د ډانلوډ کولو لپاره لپاره لاندې لینک کلیک کړئ .

https://play.google.com/store/apps/details?id=com.facebook.katana

د فېسبوک زیانونه

فېسبوک د ځوانانو د خپګان سبب شوی که ستاسو زړه تل خپه وي او یا د ستړیا احساس کوئ، نو د دې لوی علت دا دی چې له فېسبوکه ډېر کار اخلئ. په ډنمارک کې ساینسپوهانو په یوه څیړنه کې څرګنده کړې چې هغه ځوانان چې فیسبوک کاروي، له زیات خپګان سره مخامخ او په ژوند کې د پاتي راتلو احساس کوي که چیرته ځوانان غواړي چي تیرې خوشالۍ یې بیرته په ژوند کې راشي نو د فیسبوک په کارولو کې دې بیا کتنه وکړي. دا څیړنه د اف کوپنهیګن پوهنتون ساینسپوهانو کړې او ۱۹۰۵ کال د ځوانانو او د اوسنۍ زمانې ځوانان یې سره پرتله کړي چې تر اوسنیو له جسمي او ذهني پلوه قوي ول. څیړونکو لومړی ځوانان په دوو ګروپونو وویشل په دې څېړنه کې لومړی ګروپ ځوانانو ته د فیسبوک د دوامداره کارونې هدایت وشو او دوهم ګروپ ته د فیسبوک نه کارونې هدایت وشو له یوې اوونۍ وروسته معلومه شوه چا چې فیسبوک نه دی کارولی د بدن وړتیا یې زیاته شوې او هیڅ خپګان یې نه احساساوه او هغه چا چي فیسبوک کارولی د بدن له وړتیا څخه مایوسه وه او په خپل ژوند کې یې خوښي نه احساسوله. څیړونکو ویلي چې که د فیسبوک کارونې ته مو زړه کیږي نو د یو څه وخت له پاره رخصت هم ورکوئ څو د جسم وړتیا مو قوي او په خپل ژوند کې خوشالي راولئ

Tags:

فیسبوک تاریخچهفیسبوک وېبسایټفیسبوک نیوکې او لانجمنې قضیېفیسبوک څنګه کولی شو د فېسبوک اپلکېشېن ډانلوډ کړو ؟فیسبوک د فېسبوک زیانونهفیسبوک

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

په پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونهپښتو اوسنى شعرد پښتو شعر ډولونهدري ژبهد لمريز کال مياشتېدژوندبڼو ډولونهآی اېس او ۳۱۶۶4 جنوريزلمی خليلزادمذهبګانامنظور پشتينافغانعربي ژبهزمریلرغونپوهنهالوتکهد شمال ګډېدونکي هلکانعمران خانننګرهار ولایتنړیوال سوداګریز سازمانکوروش ۲غويی (مياشت)پښتو ادبدوه نۍغرد کمپیوټر ارزښتانسان پيژندنهبوديزمشاه شجاعخپلواکيد پښتو ژبې ليکنښېد معدی سرطاناېنټروپي۲۰۱۸منځنی ختيځپيسېځنګلپوهنهنفل لمونځ۳۱ وږیدرملگريسوېلي افريقاعراق12 جولایجرمنيخرروغتوند انارشېزم تاریخمستنصر باللهد قرآن حافظوایومینګاسلام او سکهيزمد فډرال زېرمو سيستممصرنژاد (انساني ډل بندي)هنګريواورهپه انسانانو کې د تذکیر آلهشانگهایارغندابلاتیني ژبهسمبالښتشیکاګوقاهرهشمس الدین کاکړماشیند اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمانټکنالوجيدوبۍ🡆 More