سویس چې رسمي نوم یې د سویس کنفدراسیون دی په لویدیځه اروپا کې پروت هیواد دی.
چې د شمال له لوري د آلمان، له ختیځ څخه د اتریش او لیختن اشتاین، سویل کې له ایټالیا او په لویدیز کې له فرانسه سره ګډه پوله لري. سویس ۰۰۰'۰۰۰'۸ نفوس او ۲۸۰'۴۱ کیلومتره مربع مساحت لرې د حکومت ډول یې فدرال دی چې له ۲۶ کانتونونو څخه جوړ شوی دی هر کانتون ځانته ایداري جوړښت لرې. پلازمینه یې د برن ښار دی او نور مهم ښارونه یې زوریخ، جینیوا او بازل دي. سویس په نړۍ کې یوله بډایه هیوادونو څخه شمیرل کیږی چې د هر وګړې کلنی عاید یې ۰۰۰'۳۹ ډالر دي.
| |||||
نخشه موقعيت | |||||
لوی ښار | زوریخ | ||||
---|---|---|---|---|---|
حکومت | |||||
Legislature | فدرال پارلمان | ||||
جوړښت | |||||
- | بنسټ | شاوخوا ۱۳۰۰ (د سوئیس بنسټ ایښودنه ۱ اګسټ ۱۲۹۱) | |||
- | د ویستفالیا سوله | ۲۴ اکتوبر ۱۶۴۸ | |||
د وګړو شمېر | |||||
- | ۲۰۱۳ census | ۸,۱۳۹,۶۰۰ | |||
- | ګڼه ګونه | ۱۹۸/km2 (۶۵th) ۴۷۷٫۴/sq mi | |||
نا خالص داخلي تولید (PPP) | ۲۰۱۶ اټکل | ||||
- | ټولټال | $۴۹۳.۱۲۶ میلیارده (۳۹th) | |||
- | پر کس | $۵۹,۱۵۰ (۹th) | |||
GDP (nominal) | ۲۰۱۶ اټکل | ||||
- | ټولټال | $۶۵۱.۷۷۰ میلیارده (۱۹th) | |||
- | پر کس | $۷۸,۱۷۹ (۲nd) | |||
Gini (۲۰۱۴) | ۲۸٫۵ (18th) | ||||
بشري پرمختيا (۲۰۱۴) | ۰٫۹۳۰ (3rd) | ||||
د وخت سيمه | (UTC+۱) | ||||
- | اوړی (DST) | CEST (UTC+۲) | |||
د نېټې بڼه | dd.mm.yyyy (AD) | ||||
د موټر چلولو لوری | ښوی | ||||
د انټرنټ مخکښ شپول | .ch | ||||
پيل ګڼ | +۴۱ |
دا هیواد څلور رسمی ژبي لري چې عبارت دي له فرانسوي، الماني، ایټالوي او رومانیایي. سویس د نړۍ په سطحه یو بی طرفه هیواد شمیرل کیږې چې له ۱۸۱۵م کال را پدیخوا په هیڅ جګړه کې نه دی ښکیل شوی ددی ترڅنګ په یاد هیواد کې د نړۍ زیات شمیر سازمانونه هم شتون لرې لکه سره میاشت، نړیوال سوداګریز سازمان د اروپایی ټولنی دوهم دفتر نړیوال سازمان او د فوټبال لوبی مرکزی دفتر فیفا هم پدی هیواد کې شتون لرې.
سویس په منځنۍ اروپا کې موقیعت لري چې ټول مساحت یې ۲۸۵'۴۱ کیلومتره مربع ته رسیږي، همدارنګه یاد هیواد له المان، فرانسه، ایټالیا، اتریش او لیختن اشتاین سره ګډه پوله لري. سویس نړیوالو اوبو ته لار نه لري اما کولي شي د راین سیند نه په ګټې اخییتلو سره تر بازل ښار پوري خپل تجارتي مالونه له همدي سیند له لاری سمندر ته ورسوي.
د سویس هیواد ولایتونو نوملړ (د سویس هیواد د کانتونونو نوملړ/کانتون) سویس چې د اروپا لوی وچې په منځ کې پروت دی 26 ولایتونه لرې چې عبارت دی له:
د سویس هیواد بنسټ په ۱ اګست ۱۲۹۱م کال ایښودل شوی دی، یاده ورځ په سویس کې ملي رخصتي (د سویس هیواد د زوکړئ ورځ) وي.
سویس کابو ۸ میلیونه وګړي لري چې له ډلی نه ۲۵% سلنه مهاجرین جوړوي. اوسمهال په یاد هیواد مې څلور رسمي ژبي الماني، فرانسوي، ایټالوي او رومانیایي دي.
له اقتصادي پلوه سویس د نړۍ یوله بډایه هیوادونو څخه دی چې د هروګړي کلنی عاید یې ۸۰۰۰۰ ډالره دی.
سویس د لومړی ځل لپاره په ۱۲۹۱ کال کې له دري ولایتونو (کانتون/کانتونونو) څخه (شویڅ اوري اوب والدن څخه جوړ شو، اوس مهال یاد هیواد په ۲۶ ایداري برخو ویشل شوی دی.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article سويس, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.