ايران: د لويديزي آسيا اسلامي جمهوریت

ايران چې فارس هم بلل کېږي او رسمي نوم يې د ايران اسلامي جمهوريت دی، په لويديځه اسيا کې پروت هېواد دی.

په شمال لويديځ کې له ارمنستان او اذربايجان سره، په شمال کې د کسپين له سمندر سره، په شمال ختيځ کې له ترکمنستان سره، په ختيځ کې له افغانستان سره، په سويل ختيځ کې له پاکستان سره، په سويل کې د فارس له خليج او عمان له خليج سره او لويديځ لور ته د ترکيې او عراق سره ګډه پوله لري. د ۱۶۴۸۱۹۵ کيلو متره مربع (۶۳۶۳۷۲ ميل مربع) مساحت په لرلو سره، ايران په اسيا کې پنځم سترهېواد دی او په منځني ختيځ کې(له سعودي عربستان وروسته) دويم ستر هېواد دی. د پنځه اتيا ميليونه وګړو په لرلو سره، په نړۍ کې د نفوسو له پلوه اولسم هېواد دی. پلازمېنه او ستر ښار يې تهران دی.

ايران: نوم, قومونه, نوم بيرغ ايران: نوم, قومونه, نوم نښان
ايران: نوم, قومونه, نوم
د ايران
نخشه
موقعيت
پلازمېنه
(او لوی ښار)
تهران
۳۵°۴۰′ شمال ۵۱°۲۵′ ختیځ / 35.667°شمال 51.417°ختيځ / 35.667; 51.417
حکومت اسلامي جمهوريت
د وګړو شمېر
 -   estimate 68,017,860 (18th)
نا خالص داخلي تولید (PPP) 2005 اټکل
 -  ټولټال $560,348,000,000 (19th)
 -  پر کس $8,065 (77th)
بشري پرمختيا (2006) 0.736 (medium) (99th)
د وخت سيمه (UTC+3.30)
 -  اوړی (DST) not observed (UTC+3.30)
د انټرنټ مخکښ شپول .ir

ايران په لومړي ځل له زېږدیز مخکي په اوومه پېړۍ کې د ميديانو له خوا سره يو کړای شوی و، له زېږد مخکې په شپږمه پېړۍ کې يې ځمکه د پراختيا لوړې کچې ته ورسېده، کله چې ستر کوروش هخامنشي سترواکي جوړه کړه، کومه چې په تاريخ کې يوه له سترو سترواکيو نه وه، ايران د نړۍ د لومړي زبرځواک په توګه پېژندل کېږي. دا سترواکي له زېږد مخکې په څلورمه پېړۍ کې ستر سکندر ونيوله او په ګڼو هلنيستي ايالتونو ووېشل شوه. د ايرانيانو د يوه بغاوت په پايله کې له زېږد مخکې په درېيمه پېړۍ کې اشکاني سترواکي رامنځ ته شوه، له زېږد وروسته په درېيمه پېړۍ کې د همدې سترواکۍ ځای ساساني سترواکۍ ونيو او ساساني سترواکي د راتلونکو څلورو پېړيو لپاره د نړۍ يو ستر ځواک وګرځېد. عرب مسلمانانو په اوومه زېږديزه پېړۍ کې دا سترواکي ونيوله چې د ايران اسلامي کولو ته يې لاره پرانيسته. په راتلونکو دوو پېړيو کې، له ترکي سلجوقيانو او مغولو له خوا د دې سيمې له نېواک مخکې د اصلي مسلمانو کورنيو د واکمنيو څو لړۍ راپورته شوې. په پنځلسمه پېړۍ کې، صفاريانو يو ځل بيا د متحده ايران دولت جوړ کړ او هېواد يې په شيعه اسلام واړاوه. په اتلسمه پېړۍ کې د نادرافشار له لوري د ایران شیعیزم ته پرلپسې چوپړ ترسره سو او غوښتل یې چي شاوخوا هیوادونه.په ځانګړي ډول افغانستان تر خېټه لاندي کړي خو په دې کار کي ناکامه سو او څو ځله یې له افغانانو څخه شرموونګې ماته وخوړه عیني لکه څرنګه چي یې دصفویانو د واکمنی پر مهال له عثماني واکمنی څخه ماته کړې وه. په نولسمه پېړۍ کې له روسيې سره د جګړو د يوې لړۍ په  پايله کې ايران د پام وړ ځمکې له لاسه ورکړې. د شلمې پېړۍ په لومړيو کې ايران د اساسي قانون د اوښتو شاهد و. له لويديځو شرکتونو نه د ايران د تيلو د مهيا کولو د ملي کولو هڅې په ۱۹۵۳ز کال کې انګليس-امريکايي اوښتون رامنځ ته کړ، پايله دا شوه چې د محمد رضا پهلوي په مشرۍ زياته استبدادي واکمني او په ايران کې د لويديځ د زيات سياسي نفوذ لامل وګرځېد. هغه په ۱۹۶۳ز کال کې د سمونونو يوه لړۍ پر لار واچوله. د ايران له انقلاب وروسته، په ۱۹۷۹ز کال کې روح الله خميني اوسنی اسلامي جمهوريت جوړ کړ او هغه د هېواد لومړی رهبر شو.  

د ايران حکومت يو اسلامي مذهبي حکومت دی چې د صدراتي دموکراسۍ عناصر په کې شامل دي او تر ټولو زيات واکونه يو «مشر استبدادي رهبر» ته ورکړل شوي دي، دا دنده په ۱۹۸۹ز کال کې د خميني له مړينې وروسته تر اوسه د علي خامنه اي سره ده. تر ډېره بريده د ايران حکومت مطلق العنان بلل کېږي، له بشري حقوقو او مدني آزادۍ نه د سرغړونې له امله تر پراخه نېوکو لاندې دی، په دې سرغړونو او محدوديتونو کې له تاوتريخوالي ډکو ګڼو لاريونونو ځپل، ناعادلانه ټاکنې او د مېرمنو او ماشومانو لپاره محدود حقوق ورکول شامل دي.

ايران يو سيمه یيز او منځنی ځواک دی، له جيوپوليتيکي پلوه د اسيا په لويه وچه کې ستراتيژيک موقعيت لري. ايران د ملګرو ملتونو، ECO، اسلامي همکاريو سازمان او OPEC بنسټ اېښودونکی غړی هېواد دی. ايران د فوسيلي سون توکو سترې زېرمې لري –په دې کې د نړۍ دويم ستر طبيعي ګاز زېرمې او د نړۍ څلورم ستر ثابت شوي تېلو زېرمې شاملې دي. له تاريخي اړخه د يوه ګڼ میلیتي هېواد په توګه، ايران تکثيري ټولنه لري چې د ګڼو توکميزو، ژبو او ديني ډلو نه جوړه ده خو فارسی قوم یې پر نورو قومونو ظلم کوي اود واک چاري یې تر ډیره پخپلو لاسونو کي نیولي دي. سترې ډلې يې فارسي، اذري، کوردي، مازندراني او لريان دي.

نوم

د ايران ټکی نېغ په نېغه له منځنۍ فارسي ژبې، له « Ērān» نه اخستل شوی، په لومړي ځل د درېيمې پېړۍ په ډبرليک «نقش رستم» کې تاييد شوی، په ورته وخت کې اشکاني ډبرليک کې د اريان اصطلاح کارول شوې ده چې دا دواړه ډبرليکونه ايرانيانو ته اشاره کوي. د منځنۍ ايراني « ērān» او « aryān» ټکي د « ēr» (منځنۍ فارسي) او « ary» (اشکاني) ټکو يو ځای شوې بڼې ته مايل ښکاري، دا دواړه ټکي له پروتو-ايراني ژبې د « *arya» ټکي نه اخستل شوي (چې معنا يې ده: اريايي، يعنې له ايرانيانو نه)، دا ټکی له پروټو-هندو-اروپايي ټکي « *ar-yo» نه د را ايستل شوي په توګه منل شوی دی چې معنا يې ده «هغه څوک چې (په مهارت سره) راټوليږي». په ايراني ژبو کې، د توکم پر اساس پېژندګلوي د خپل ځان پېژندنې په توګه تاييد شوې، چې په لرغونو ډبرليکونو او اوستا په ادبياتو کې ځای ورکړل شوی دی، همدا راز په نورو ايراني توکميزو نومونو کې هم پاتې دی، لکه الان ايرون. د ايراني افسانو تر مخې، د دې هېواد نوم د ايراج له نوم نه اخستل شوی دی، ايراج يو افسانوي شاهزاده او پاچا و چې د خپل ورور له خوا وژل شوی و.

له تاريخي اړخه، لویديځ ايران ته فارس وايي، د يوناني تاريخ پوهانو د لیکنو له امله چې عمدتاً ټول ايران ته د « Persís» نوم اخلي او معنا يې ده «د فارسيانو ځمکه»، په داسې حال کې چې پرسيس د لرغوني ايران يو ولايت و چې اوسمهال د فارس په نوم پېژندل کېږي. د يونانيانو تر ټولو پراخه بهرنۍ اړيکې له فارسيانو سره وې، دا اصطلاح ان له يوناني-فارسي  جګړو (له زېږد مخکې ۴۹۹-۴۴۹) ډېر وروسته هم کارېده.

په ۱۹۳۵ز کال کې، کله چې نوروز د ۱۹۳۵ز کال د مارچ مياشتې له يووېشتمې نېټې سره برابر شو، رضا شاه پر دې مهال له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې، ايران ته خپل اصلي نوم ايران وکاروي او دا نوم د همدې کال د مارچ مياشتې له دوه وېشتمې نېټې نافذ شو. د نوم له بدلون سره د مخالفت له امله دا پریکړه په ۱۹۵۹ز کال کې لغوه شوه، د ايرانيکا دايرة المعارف سموونکي پروفيسر احسان يارشاطر د دې لپاره مبارزه وکړه چې ايران او فارس د يو بل پر ځای وکارول شي. اوسمهال دواړه ايران او فارس په کلتوري برخو کې کارول کېږي، په داسې حال کې چې ايران نوم په رسمي دولتي جوړښتونو کې په خپل ځای پاتې دی.

د ايران ټکي تاریخي او کلتوري کارول تر اوسني دولت پورې محدود نه دي. د ايران کلتوري او ژبنۍ حوزې قلمرو ته د «لوی ايران» (ايران زمين يا ايران بزرګ) اصطلاح کارول کېږي. پر اوسني ايران سربېره، په دې کې د قفقاز، اناتولي، بين النهرين، افغانستان او مرکزي اسيا ځينې برخې هم شاملې دي.

تلفظ

په فارسي کې د ايران تلفظ په [ʔiːˈɾɒːn] ډول کېږي. د ټولګټو شريک انګليسي تلفظ يې په اکسفورډ انګليسي قاموس کې په /ɪˈrɑːn/ او  /ɪˈræn/ ډول شوی، په داسې حال کې چې د ميريام ويبسټر د قاموس په څېر امريکايي انګليسي قاموسونه يې تلفظ په دې ډول کوي چې: /ɪˈrɑːn, -ˈræn, aɪˈræn/، د Random House Webster's Unabridged قاموس د ايران تلفظ په /ɪˈræn, ɪˈrɑːn, aɪˈræn/ ډول ليکلی دی. کمبريج قاموس يې د بریتانوي انګليسۍ لهجې تلفظ په  /ɪˈrɑːn/ ډول او امريکايي لهجې انګليسي تلفظ په  /ɪˈræn/ ډول کړی دی. په ورته توګه، په ګلاسکو کې د Collins انګليسي قاموس بيا هم انګريزي انګليسي او امريکايي انګليسي تفلظونه وړاندې کړي دي. له امريکا غږ نه د تلفظ لارښود کې هم د ايران د نوم تلفظ په /ɪˈrɑːn/ دې ډول شوی دی.

قومونه

ايران لکه افغانستان بيلابيل توکمونه لري ، د ايران توکمونه په لاندې ډول دي؛

فارس(پارسیان): ٪۶۸

ترکان: ٪۱۶

کوردان: ٪۹

بلوچان: ٪۲

عربان: ٪۲

ترکمانان: ٪۲

نور قومونه: ٪۱

نوم

تاريخ

    آرنۍ ليکنه: د ايران تاريخ

اساسي تشکيلاتواو دندو ته کتنه

جمهور ريئس

دامقام د واک له مخی دويمه کړۍ گڼل کيږی . جمهور ريئس د څلورو کالو لپاره د ټولټاکنو د لاری انتخاب او داساسی قانون سره سم يوتن يوازی دوی دوری پر دی چوکۍ باندی ټاکل کيدلای شی . دی داجرائيه قوی مشر او داساسی قانون تفسير هم دده دنده ده چی دکوم بل هيواد په هکله دجمهور ريئس په دندو کی ددغه کار صلاحيت زما تر سترگو شوې ندی او راته دحيرانتياوړ ښکاری . دايران اسلامی دولت جمهور ريئس په عمل کی د روحانيت لوړ واک دتمثل يو ځانگړۍ ارگان جوړوی . د اولسمشرۍ په ټولټاکنو کی کانديدان هغه وخت په سياليو د دريدلو حق تر لاسه کوی چی د ( شورای نگهبان ) لخوايی وړتيا تائيد شی او لدی نه پرته هيڅوک ځان کانديد کولای نشی .

حکومت

دلته هم حکومت دنوروهيوادونو پشان د دولت داجرائيو چارو اساسی کړۍ ده چی غړې يی دجمهور رئيس لخوا نومول کيږی او دپارلمان څخه دباور ترلاسه کولو وروسته په کار گمارل کيږی


پیرانشهر د ایران د تمدن پاڼی دی

پارلمان

دايران د پارلمان ( مجلس ) ټول غړې ٢٩٠ تنه دی او دخلگو لخوا دمستقيمو رايو ورکولو له مخی د څلورو کالو پاره ټاکل کيږی .پارلمان دتقنينی ارگان په توگه دقوانينو د وړانديز او تصويب دنده لری . ددی ارگان لخوا ټول تصويب شوی قوانين هغه وخت نافذ گڼل کيږی چی دشورای نگهبان لخوا دتائيد وړ وگرځی . دپارلمان په ټاکنو کی دکانديدانو وړتيا هم بايد دشورای نگهبان لخوا تائيد او دستر روحانی مشر لخوا ومنل شی . پارلمان کولای شی خپل غړی او جمهور ريئس تر عدلې تعقيب لاندی راولې .

شورای خبره گان ( دپوهانو جرگه )

ددی شورا له ډيرو سترو دندو څخه يوه هم دهيواد د ستر روحانی مشر ټاکل ٫ له دندی ليری کول او دهغه پراجراآو باندی څارنه ده . دپوهانو جرگه ٨٦ غړې لری چی دخلگو لخوا په مستقيمو ټاکنو کی د٨ کالو دپاره غوره کيږی . يوازی مذهبی روحانيون کولای شی دی شورا ته ځانونه کانديد او دشورای نگهبان له تائيد وروسته سياليو ته و دريږی . ددی شورا تر ټولو مهم غړۍ داگړۍ ښاغلۍ اکبر هاشمی رفسنجانی دی

شورای نگهبان ( دڅارنی جرگه )

داجرگه دهيواد ترټولو اغيزمن ارگان دی چی ټولټال ١٢ غړې لری . دغړو نيمه برخه ( ٦ تنه ) يی د دينی علومو پوهان دی چی دهيواد ستر روحانی مشر يی په گوته کوی اوپاته ٦ تنه يی دحقوقو پوهان چی دقضا لخوا ټاکل کيږی . دشورا ټول غړی ديارلمان څخه دباور رايی اخيستنی وروسته وظيفوی واک پلاس راوړی او په کارپيل کی . دنومړې شورا دواک موده شپږ کاله او بنسټيزه دنده يی پر ټولوانتخاباتو باندی څارنه ده . داشورا همدارنگه هغه قوانين منظور او تفسيروی چی دپارلمان لخوا تصويب شوی وی .

دهيوادستر روحانی مشر

لکه څنگه چی ياده شوه دا شخص دپوهانو دجرگی لخوا په دنده گمارل کيږی . دستر روحانی مشراصلی دندی د قضايی قوی د ريئس ټاکل ٫ دپوهانو دجرگی دنيمی برخی غړو نومول ٫ د وسلوالو ځواکونو دقوماندانانو ټاکل ٫ د دولتی راډيو او تلويزيون د ريئس ټاکل دی ٫ دامنيت شورا او دمنځگړيتوب شورا گمارل دی . لدی نه پرته دجمعی دلمانځه امامت کول او ترټاکنو وروسته د جمهور ريئس دصلاحيت تائيدول هم ددغه روحانی مشر په دندو کی راځی . دايران دولت اوسنۍ ستر روحانی مشر ايت الله علی خامنه ای دی چی دژوندترپايه پر دغی دندی باندی گمارل شوی

حکومت او سياست

دلته هم حکومت دنوروهيوادونو پشان د دولت داجرائيو چارو اساسی کړۍ ده چی غړې يی دجمهور رئيس لخوا نومول کيږی او دپارلمان څخه دباور ترلاسه کولو وروسته په کار گمارل کيږی

جغرافيه

    آرنۍ ليکنه: د ايران جغرافيه
ايران: نوم, قومونه, نوم 

اقليم

ولايتونه

۱. تهران
۲. قم
۳. د مرکزی ولایت
۴. قزوین
۵. د گیلان ولایت
۶. د اردبیل ولایت
۷. د زنجان ولایت
۸. د ختیځي آذربایجان ولایت
۹. د لویدیځي آذربایجان ولایت
۱۰. کردستان
۱۱. همدان
۱۲. کرمانشاه
۱۳. د ایلام ولایت
۱۴. لرستان
۱۵. خوزستان
۱۶. چهارمحال و بختیاری
۱۷. کهگیلویه و بویراحمد
۱۸. د بوشهر ولایت
۱۹. د فارس ولایت
۲۰. هرمزگان
۲۱. سیستان و بلوچستان
۲۲. کرمان
۲۳. یزد
۲۴. اصفهان
۲۵. سمنان ولايت
۲۶. مازندران
۲۷. گلستان
۲۸. شمالي خراسان
۲۹. رضوي خراسان
۳۰. سهېلي خراسان
۳۱. البرز ولايت
ايران: نوم, قومونه, نوم 

اقتصاد

    آرنۍ ليکنه: د ايران اقتصاد

توکميزې ډلې

لويې ژبې

مذهب

لوی ښارونه

سرچینې

  1. لیکوال: پوهنمل حاجی محمد نوزادی.

Tags:

ايران نومايران قومونهايران نومايران تاريخايران اساسي تشکيلاتواو دندو ته کتنهايران حکومت او سياستايران جغرافيهايران ولايتونهايران اقتصادايران سرچینېايران

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

اورګاسمسترواک ژولیانکونړ ولايتاجمل خټکويکيخونديځشخصيتي ارواپوهنههنري ډېوېډ توروارگو ولسوالۍدځمکې لاندې اوبو ککړتياذهناحمد شاه درانیرونډاامازونسيد جمال الدين افغانيدروغسمسور صافیژان کرېټینسردار محمد يوسف خانښيښهپرېشان خټكCadmiumدپښتو اصل او ريښهد فلسفې او ژوند نړۍبيولوژيپښتانهد لمانځه وختونهانګلیسيد استوا کرښهڅارنههامسترپښتانه ټبرونهنوی ډیليد ساسانيانو واکمنيافسانهد افغانستان لنډ تاريخد الله 99 نومونهآزاد تجارتبېکينيسرشمیرنهمیاشتنی عادتغلاميمشرانو جرګهبريالی صمديد کتاب نړيواله کره شمېرهCeriumابوريحان بيرونيد پښتو شعر ډولونهلوبه12 اپرېلکاناډازما ژوند او جدوجهدلیبریامايکروسافټسپوږميز ليږديز کليزامونيااردنعمومی معلومات۴۰۰ (عدد)جنرال عبدالرازقژويجنسي ځورونهYسپين غرپوهنغونډ🡆 More