گرځنده غږلېږدی: نه غږيدونکى

ګرځنده ټېلیفون، لاسي ټېلیفون یا جیبي ټېلیفون چې کله ناکله په لنډ ډول موبایل، ګرځنده یا یوازې ټېلیفون هم بلل کېږي، یو لېږدېدونکی ټېلیفون دی چې د راډیویي فریکونسۍ د لېنک له لارې اړیکه ټینګولی او ترلاسه کولی شي، خو کاروونکی به په داسې سیمه کې وي چې د ټېلیفوني خدمتونو تر پوښښ لاندې وي.

د راډیويي فریکونسۍ لېنک د ګرځنده ټېلیفون د اپرېټور له هغو سویچېنګ سیستمونو سره نښلېږي چې د ټېلیفون د سوېچ یا لېږد عمومي شبکې ته لاسرسی برابروي. د ګرځنده ټېلیفون اوسني خدمتونه د حجروي شبکې (cellular network) له معمارۍ څخه کار اخلي او له همدې امله په شمالي امریکا کې ګرځنده ټېلیفون ته «سېلیولر ټېلیفون» یا «سېل فون» هم ویل کېږي. په اوږده واټن کې پر غږ لېږدولو سربېره، ډيجیټل ګرځنده ټېلیفونونه (2G) بېلابېل نور خدمتونه لري چې متني پیغامونه، اېم.اېم.اېس، ایمېل، انټرنېټ ته لاسرسی، لنډ واټنه وایرلېس اړیکې (اېنفرا رېډ، بلوتوت)، سوداګریز اپلیکېشنونه، ویډيويي ګېمونه او ډيجیټل عکاسي یې د بېلګې په توګه یادولی شو. هغه ګرځنده ټېلیفونونه چې یوازې دغه وړتیاوې لري، ساده ټېلیفونونه بلل کېږي؛ او هغه ګرځنده ټېلیفونونه چې ډېرې پرمختللې محاسباتي وړتیاوې لري، ځيرک ټېلیفونونه بلل کېږي.

گرځنده غږلېږدی: تاریخچه, ډولونه, استفاده
موټورولا L7 گرځنده غوږي

ګرځنده ټېلیفونونه د بشر یوه مهمه اختراع ګڼل کېږي، ځکه چې د مصرفي ټکنالوژۍ یوه تر ټولو ډېره کارېدونکې او تر ټولو ډېره پلورل کېدونکې برخه ده. ګرځنده ټېلیفونونو د محبوبیت له نظره په ځینو ځایونو کې چټکه وده کړې ده، د بېلګې په توګه په بریتانیا کې په ۱۹۹۹ کال کې د ټولو ګرځنده ټېلیفونونو شمېر د کورونو تر شمېر زیات شو. دا مهال ګرځنده ټېلیفونونه د نړۍ په هر ځای کې موجود دي او د نړۍ په کابو نیمو هېوادونو کې څه باندې ۹۰ سلنه خلک لږ تر لږه یو ګرځنده ټېلیفون لري.

تاریخچه

د راډیو انجنیرۍ په لومړیو پړاوونو کې د ګرځنده لاسي راډيویي ټېلیفون د خدمتونو هیله موجوده وه. په ۱۹۱۷ کال کې فنلنډي مخترع «اریک ټایګرسټډ» د «ډېر نازک کاربني مایکروفون لرونکي دوه پټيز جیبي ټېلیفون» لپاره د اختراع حق ثبت کړ. د ګرځنده ټېلیفونونو په لومړنیو ډولونو کې له کښتیو او ټرېنونو څخه انالوګ راډيويي اړیکې شاملې وې. په رښتینې معنا د لېږد وړ ټېلیفوني دستګاه د جوړولو لپاره هڅې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته او هغه مهال پیل شوې چې په ډېرو هېوادونو پرمختګونه وشول. د ګرځنده ټېلیفون پرمختګونه په پرله‌پسې «نسلونو» کې را څرګند شوي دي چې د صفر نسل (0G) له لومړنیو خدمتونو یې پیل شوی او بېلګې یې د بېل سیستم (Bell System) د ګرځنده ټېلیفون خدمتونه او د پرمختللي ګرځنده ټېلیفون خدمتونه دي. دغه «صفر نسل» سیستمونه حجروي نه وو، څو هم‌مهاله اړیکې یې ټینګولی شوای او ډېر قېمته تمامېدل.

ډولونه

ځیرک ټېلیفون

ځیرک ټېلیفونونه یو شمېر داسې ځانګړنې لري چې له نورو یې بېلوي. د مخابراتو نړیواله اتحادیه د هغو کسانو کچه اندازه کوي چې انټرنېټ ته لاسرسی لري او د موبایل-براډ بنډ فعال ګډونوال یې بولي (چې ټابلېټونه او داسې نور موبایلونه په کې راځي). په پرمختللې نړۍ کې دا مهال ځیرک ټېلیفونونه د مخکېنیو ګرځنده ټېلیفونونو تر سیستمونو ډېر کارول کېږي. په پرمختللو هېوادونو کې ځیرک ټېلیفونونه د ګرځنده ټېلیفونونو شاوخوا ۵۰ سلنه برخه جوړوي.

ساده ټېلیفون

د ساده ټېلیفون اصطلاح معمولاً هغو ګرځنده ټېلیفونونو ته کارول کېږي چې د اوسنیو ځيرکو ټېلیفونونو په پرتله یې وړتیاوې کمې وي. ساده ټېلیفونونه پر ملټي مېډیا، انټرنېټ او نورو لومړنیو وړتیاوو سربېره معمولاً د غږیزې اړیکې او متني پیغامونو وړتیا لري. یو ساده ټېلیفون تر یوه داسې معمولي ګرځنده ټېلیفون ډېر کارونه کولی شي چې یوازې د اړیکو ټینګولو او پیغامونو لېږلو وړتیا لري. ساده ټېلیفونونه او ابتدايي ګرځنده ټېلیفونونه له یوه اختصاصي او کارن برسېر سافټویر څخه استفاده کوي. د دې پر خلاف، ځیرک ټېلیفونونه معمولاً د ګرځنده ټېلیفون له چلوونکي سیستم څخه استفاده کوي چې تر ډېره د ډيوایسونو تر منځ مشترکې ځانګړنې سره شریکوي.

استفاده

ګرځنده ټېلیفونونه د بېلابېلو موخو لپاره کارول کېږي چې د کورنۍ له غړو سره اړیکه ټینګول، سوداګریزې چارې مخته وړل او په بیړنیو حالاتو کې ټېلیفون ته لاسرسی یې د بېلګې په توګه یادولی شو. ځینې خلک د بېلابېلو سوداګریزو او شخصي موخو لپاره تر یوه ډېر ګرځنده ټېلیفونونه کاروي. د بېلابېلو اړیکو د پلانونو له ګټو څخه د استفادې لپاره ګڼ سیم کارتونه کارېدای شي. د بېلګې په توګه یو ځانګړی پلان ښايي څه ناڅه ارزانه ځايي اړیکې، لرې اړیکې، نړیوالې اړیکې یا هم رومینګ برابرې کړي.

روغتیايي اغېزې

د انسان پر روغتیا د ګرځنده ټېلیفون د وړانګو اغېزې هغه موضوع ده چې په دې وروستیو کې پام ورته شوی او څېړل شوې ده، لامل یې دا دی چې په ټوله نړۍ کې له ګرځنده ټېلیفون څخه استفاده زیاته شوې ده. ګرځنده ټېلیفونونه د مایکرو وېو په محدوده کې له الکترو مقناطیسي وړانګو څخه کار اخلي چې د ځینو په اند ښايي دغه وړانګې د انسان روغتیا ته زیان ولري. په دې اړه د انسانانو او غیر انساني حیواناتو اړوندې ګڼې اپيډيمولوژيکې او تجربوي څېړنې موجودې دي. ډېری دغه څېړنې په انسان کې د ګرځنده ټېلیفون او زیانمنوونکو بیولوژيکي اغېزو تر منځ کومه اړیکه نه څرګندوي. دا څېړنې د هغو شواهدو د توازن په توګه تعبیرېږي چې ښيي د ګرځنده ټېلیفونونو له لارې انسان ته کوم زیان نه رسېږي، که څه هم یو ګڼ شمېر انفرادي څېړنې دغه ډول یوه اړیکه څرګندوي یا هم بې پایلې دي. د ډېټا د ارتباطي شبکو په څېر نور وایرلېس ډيجیټل سیستمونه هم دې ته ورته وړانګې تولیدوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۱۱ کال د مې میاشتې په ۳۱مه نېټه وویل چې د ګرځنده ټېلیفون کارول ښايي د روغتیا لپاره یو اوږدمهالی ګواښ وي. د ساینس‌پوهانو یوې ډلې د ګرځنده ټېلیفون د خوندیتوب په اړه تر څېړنو وروسته د ګرځنده ټېلیفون وړانګې "د انسان لپاره احتمالي سرطان زیږوونکې" وبللې. ګرځنده ټېلیفون په بي۲ درجه کې ډلبندي کېږي چې تر څنګ یې د قهوې په څېر احتمالي سرطان زیږوونکي مواد راځي.

ځینو وروستیو څېړنو د ګرځنده ټېلیفون د استفادې او ځینو خاصو مغزي تومورونو او بزاقي غدو تر منځ اړیکه موندلې ده. لنارټ هارډل او نورو لیکوالانو په ۲۰۰۹ کال کې د معبترو مجلو د ۱۱ څېړنو له یوه مېټا انلایز څخه دا پایله واخیسته چې له ګرځنده ټېلیفون څخه لږ تر لږه لس کاله استفاده "د مغزي تومور د تشخیص خطر د سر په هغه برخه کې دوه برابره لوړوي چې د ګرځنده ټېلیفون د استفادې لپاره مناسب بلل کېږي."

له ګرځنده ټېلیفون څخه د مخکېنۍ استفادې په اړه یوې څېړنې په مغزي سرطان د اخته کېدو د خطر ۴۰ سلنه ډېروالی په هغو کسانو کې وښود چې له ګرځنده ټېلیفون څخه تر ټولو ډېره استفاده کوي (چې په یوه ۱۰ کلنه دوره کې یې هره ورځ ۳۰ دقیقې کارولی وي). دا د څېړنې د مخکېني هغه دریځ معکوس دی چې وايي د ګرځنده ټېلیفونونو یا د هغوی د سټېشنونو له امله د سرطان د پیدا کېدو احتمال کم دی او څېړنو د نورو روغتیايي اغېزو لپاره هېڅ قانع کوونکی دلیل نه دی موندلی. له دې سره سره، د ۲۰۱۲ کال د مارچ میاشتې په ۲۴مه نېټه په «بريټېش میډيکل ژورنال» کې یوه څېړنه خپره شوه چې دا اټکلونه یې تر پوښتنې لاندې راوستل، ځکه چې د مغزي سرطانونو ډېروالی له ګرځنده ټېلیفون څخه د استفادې له ډېروالي سره برابر نه و. د فرانسې په ګډون ځينو هېوادونو له روغتیايي خطرونو څخه د ډاډمنتیا د نشتون له امله هغو کسانو ته د ګرځنده ټېلیفون د کارولو په اړوند خبرداری ورکړی چې قانوني سن یې نه دی پوره کړی.

د ۲۰۱۶ کال په مې میاشت کې د متحدو ایالتونو د دولت له‌خوا د یوې اوږدمهالې څېړنې لومړنیو پایلو وښوده چې د راډيویي فریکونسۍ هغه وړانګې چې له ګرځنده ټېلیفون څخه خپرېږي، د سرطان لامل کېدلای شي.

سرچينې

Tags:

گرځنده غږلېږدی تاریخچهگرځنده غږلېږدی ډولونهگرځنده غږلېږدی استفادهگرځنده غږلېږدی سرچينېگرځنده غږلېږدی

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

توکمپوهنهپه ننګرهار کې میشته پښتا نه قامونهد ډيورنډ کرښهکـاربن ډای اکسايدکيمياوي تعاملونهد اشرف خان هجري په شاعرۍ کې تشبيه ګانېکيميامحمد گل خان مومنددپښتو اصل او ريښه2013جامعه عمر3 اکتوبرمالټاگرمټجاپانديپلوماتاسټرالیااسلامپلان جوړونهميرويس هوتکد کمپیوټر ارزښتد حزب الله اسلامی غورځنگمېډياويکيبيشاپورد افغانستان لنډ تاريخهستوي وسلېپاکستاناډولف هټلرعبدالقادر خان خټککوشانيانروغتيااسرائيلد گندمک تړوناسپانیایي ژبهعامه روغتیاکنډیباغ۳۱ وږیچینایي ژبهزده کړههوا او فضا کې د الوتنو مطالعهشړشمنثرښځې په ساينس کېکاناډاابراهيم رييسيحوثیانعبدالله بن عمرد افغانستان د پنځه زره کلن تاريخ سرليک ( منډيگک )فلسفهجنسي تېریله جز څخه کل د قیا (استقرا) مسئلهتحليلي کېمياالبرټ آينسټايند کتاب نړيواله کره شمېرهعلاءالدین (١٩٩٢ ډيسني فلم)شپږ کتابونهتکړښتعربي ليکدوداسلامي دولت – خراسان ولایتکنګلاېنټروپياورگاډیپرمخ (جنسي عمل)ملالۍ د لوړو زده کړو موسسهوينه لږیيوکوهوماالېکسانډر گراهام بېلانرژيمولوي عبدالاحد طالبزوړ کندهار🡆 More