ولسواکي

دیموکراسي (یوناني: δημοκρατί، dēmokratiā، له demos 'وګړي' او kratos 'رول یا ونډې' اخیستل شوی) د حکومت جوړونې هغه ډول دی چې وګړي واک لري د قانون د جوړولو په اړه حساب وغواړي او په اړه یې پرېکړه وکړي ( مستقیمه دیموکراسي)، او یا هم چارواکي وټاکي څو دغه کار وکړي (غیر مستقیمه یا په استازیتوب دیموکراسي).

خو دا چې څوک "د خلکو" برخه ګڼل کېږي، څه ډول واکونه د خلکو ترمنځ وېشل کېږي او یا هم څه ډول واکونه سپارل کېږي د وخت په بدلون سره یې په ټولو هېوادونو کې بدلون موندلی، خو په عمومي ډول د وخت په تېرېدو په ډېری دیموکراتیک هېوادونو کې ټول وګړي پکې شاملېږي. د دیموکراسي په اصل کې د غونډو او ټولنو آزادي، د بیان آزادي، ټول شمولیت، مساوات، تابعیت لرل، له دولت څخه رضایت، د رایو ورکولو حق، له دلیل پرته د دولت له خوا د ژوندانه او آزادۍ د حق څخه له بې برخې کېدو خوندیتوب او د اقلیتونو حقونه شاملېږي.

د دیموکراسي مفهوم د وخت په تېرېدو په پام وړ توګه وده کړې. د دیموکراسي لومړنی ډول مستقیمه دیموکراسي وه. خو اوس مهال د دیموکراسي عام ډول د استازیتوب دیموکراسي ده، چیرته چې وګړي دولتي چارواکي ټاکي څو د دوی له لوري حکومت وکړي لکه پارلماني او ولسمشریزه دیموکراسي.

دغه اصطلاح له میلاد څخه پنځه پېړۍ وړاندې د یونان په ښاري دولتونو په ځانګړې توګه په پخواني آتن کې د سیاسي سیستمونو د ډولونو د ښوولو په موخه رامنځته شوه کوم چې د "ولس واکۍ" په معنی وه او د ارستوکراسي (ἀριστοκρατία, aristokratía) سره په نټه کې وه کوم چې د"اشرافو د واکمني" معنی یې لرله.د پخواني او مدرن تاریخ پر مهال په ټولو دیموکراتیکو دولتونو کې، دیموکراتیک وګړتوب یا تابعیت یوازې اشرافو ته اړوند وو تر هغه مهاله چې په ۱۹ مه او ۲۰ مه پېړیو کې د رایو ورکولو د خوځښتونو د هڅو له امله ټولو بالغو وګړو ته دا حق ورکړل شو.

دیموکراسي له هغه ډول حکومتي سیستمونو سره په ټکر کې ده په کوم کې چې واک د یو کس په لاس کې وي، لکه په اتوکراتیک سیستمونو کې شاهي مطلقه، او یا هم هغه واکمنۍ چې واک د یوې کوچنۍ ټولګې کسانو سره وي لکه په الیګارشي کې (چې واک د کوچنۍ ټولګې بډایانو په لاس کې وي) – دغه مخالفتونه د پخواني یونان له فلسفې په میراث پاتې دي. کارل پاپر دیموکراسي د دیکتاتوري او استبداد پر ضد بلله، چیرته چې وګړي دا شونتیاوې لري څو په خپلو رهبرانو واک ولري او یا هم د هغوی د لرې کولو لپاره انقلاب ته اړتیا ونلري.

د حکومتي دیموکراسي ډولونه

دیموکراسي د عمل او تیوري په ډګر کې بېلابېل ډولونه لرلي دي. یو شمېر ډولونه یې د نورو په پرتله د وګړو ښه استازولي کوي او زیاتې آزادۍ ورکوي. پداسې حال کې، که چېرې د دیموکراسي جوړښت په دې ډول نه وي چې دولت د قانون جوړونې په برخه کې پر وګړو له ممنوعیت لګولو منع کړي، او د قواوو ترمنځ فاصله د خپلو موخو لپاره له منځه یوسي، هغه مهال د نظام یوه برخه کولای شي واک ځان ته منحصر کړي او دیموکراسي له منځه یوسي.

اساسي ډولونه

د دیموکراسي بېلابېل ډولونه شته، خو دوه یې اساسي دي، دواړه دې ته اړوند دي چې په شرایطو برابر وګړي څه ډول خپله اراده څرګندوي. د دیموکراسي یو ډول مستقیمه دیموکراسي(direct democracy) ده، په کومه کې چې په شرایطو برابر وګړي کولای شي په خپله په سیاسي پرېکړو کې برخه واخلي، د بېلګې په توګه د سیاست جوړونې طرحو ته په مستقیمه توګه رایه ورکول. په ډېری مدرن دیموکراسیو کې په شرایطو برابر ټول وګړي د یو خپلواک ځواک په توګه پاتېږي خو سیاسي ځواک بیا د هغوی له خوا د ټاکل شوو استازو له لوري په غیر مستقیمه بڼه پلی کېږي؛ چې دغه ډول ته بیا د استازولۍ دیموکراسي یا (representative democracy) وايي.

مستقیمه

مستقیمه دیموکراسي هغه سیاسي نظام یا سیستم ته ویل کېږي په کوم کې چې وګړي په فردي بڼه په پریکړه کولو کې ونډه اخلي، پرته له دې چې په واسطې او یا هم استازو تکیه وکړي. مستقیمه دیموکراسي رایو ورکوونکو وګړو ته دا ځواک ورکوي څو:

  1. اساسي قوانین بدل کړي،
  2. د قوانینو لپاره د خپلو ابتکاراتو طرح وړاندې، ټول پوښتنه او یا هم  نور وړاندیزونه وکړي،
  3. د ټاکل شوو چارواکو په اړه د اجرا وړ پرېکړه وکړي، لکه د دوی لپاره د ټاکل شوې مودې له پاې ته رسېدو وړاندې د دوی د عزل پرېکړه وکړي او یا هم د ټاکنیزو مبارزو په مهال د ژمنو نه ترسره کولو په صورت کې حقوقي دعوا پیل کړي.
لاټ سیستم

له لاټ سیستم څخه ګټه اخیستل، د آتن د دیموکراسي ځانګړنه ده، کوم چې د مستقیمې دیموکراسي د ځینو بېلګو ځانګړتیاوې لري. په دغه سیستم کې ډېری مهمې دولتي او اداري چارې د هغه کسانو له خوا مدیریت کېږي کوم چې د وګړو له خوا د پچه اچونې یا قرعه کشي له مخې ټاکل کېږي.

استازیتوب

د استازولۍ په دیموکراسي کې د وګړو له خوا د ټاکنو له لارې د دولتي چارواکو ټاکل شاملېږي. که چېرې د دولت مشر په دیموکراتیکه بڼه وټاکل شي نو بیا هغه دولت ته دیموکراتیک جمهوریت ویل کېږي. تر ټولو معمول ډول یې هم د رایو په اکثریت سره د نوماند ټاکل دي. ډېری لویدیځ هېوادونه د استازولۍ سیستم درلودونکي دي.

پارلماني

پارلماني دیموکراسي د استازولۍ د دیموکراسي ډول دی چې پارلمان کولای شي دولت وټاکي او یا یې لغو کړي، د جمهوري ریاست د قانون په خلاف په کوم کې چې ولسمشر هم د دولت او هم د حکومت مشري پر غاړه لري او د رایو ورکونکو په رایو ټاکل کېږي. د پارلماني دیموکراسي تر چتر لاندې حکومت اجرایوي وزارتونو ته اړوندېږي کوم چې د خلکو په رایه د ټاکل شوو استازو د همیشني څار، کنترول او توازن ساتلو په شرط دی.

پارلماني نظامونه دا حق لري هر کله چې وغواړي لومړی وزیر له دندې ګوښه کړي هغه هم هغه مهال چې قانون جوړونکي دا احساس کړي چې هغه خپلې دندې د دوی د هېلو مطابق نه ترسره کوي. دغه چارې د نه باور رایې په ورکولو ترسره کېږي کله چې قانون جوړونکي پرېکړه وکړي د رایو په اکثریت هغه لري کړي او که نه. په ځینو هېوادونو کې لومړی وزیر کولای شي هر مهال چې وغواړي بیاځلي ټاکنې ترسره کړي، په عموم ډول لومړي وزیران هغه مهال د بیا ځلي ټاکنو پرېکړه کوي کله چې پوهېږي دده بیاځلي ټاکنه د خلکو د خوښې وړ ده. په ډېری پارلماني دیموکراسیو کې بیاځلي ټاکنې تر ډېره نه کېږي، او لږ تر لږه شته حکومت د راتلونکو ټاکنو تر اصلي مهاله دوام کوي. د پارلماني دیموکراسي اصلي ځانګړنه د " وفاداره اپوزیسیون" مفهوم دی. ددې مفهوم ماهیت پدې کې دی چې دوهمه لویه سیاسي ډله (ایتلاف) له واکمن ګوند یا ډلې سره مخالفت لري خو دولت او د هغو دیموکراتیکه اصولو ته وفادار پاتې کېږي.

جمهوري

جمهوري دیموکراسي هغه سیستم دی چې له مخې یې عام وګړي ولسمشر د ټاکنو له مخې ټاکي. ولسمشر هم د دولت او هم د حکومت د مشر په توګه دنده ترسره کوي او په ډېرۍ اجرایوي واکونو کنټرول لري. ولسمشر د یوې ځانګړې دورې لپاره واک چلوي او نشي کولای دغه موده زیاته کړي. ټاکنې هم په عموم ډول ځانګړی وخت لري چې نشي کېدای په آسانۍ بدلون ومومي. ولسمشر په کابینه مستقیم واک لري په ځانګړې توګه د کابینې د ټاکلو په برخه کې.

مقننه قوه نشي کولای ولسمشر په اسانۍ له دندې ګوښه کړي، همدارنګه ولسمشر هم نشي کولای چې د مقننه قوې غړي په آسانۍ لرې کړي. په لږ کچه دغه موضوع د قواوو ترمنځ د واټن رامنځته کېدو لامل کېږي. په پایله کې دا د دې لامل کېږي چې ولسمشر او مقننه قوه د بېلابېلو ګوندونو تر کنترول لاندې راشي، او یوه ته اجازه ورکړي بل ته خنډونه جوړ کړي چې له امله یې په منظمه توګه د دولتي چارو په ترسره کولو کې ستونزې رامنځته کېږي. کېدای شي همدا لامل وي چې جمهوري دیموکراسي د امریکا، افریقا، مرکزي او سویل ختیځې اسیا څخه بهر ډېره عامه نه ده.

نیمه جمهوري نظام بیا د دیموکراسي هغه ډول دی چې دولت هم ولسمشر او هم لومړی وزیر لري. ولسمشر او لومړي وزیر ته ځانګړي واکونه د هېوادونو له مخې توپیر لري.

سرچينې

Tags:

ولسواکي د حکومتي دیموکراسي ډولونهولسواکي سرچينېولسواکي

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

پايښت (زغمل)نينورشکپولينډي ژبهفلسطينياند افغانستان ولايتونهپښتو اوسنى شعرد کتاب نړيواله کره شمېرهامير امان الله خاند ښځو حقونهاسټرالیاتاجيکستانښوونتونانیمد منجمنټ اساساتکړنی سېککندهار ولايتملارياسورة المزملجوړه تاو شوي کیبلد وینې لوړ فشاراوكرايندرملگريشفيق مريدميهن تلويزيونارجنټاینغنمد اسراييلو سوېلي ولسوالۍپارلماني حکومتسمنگان ولايتفیسبوکآی اېس او ۳۱۶۶پښتوچرسفوټبالتاجکي ژبهولاديميرد درود شريف ځانګړتیا او ګټيد اقتصاد علمد افغانستان سيندونهملا هيبت اللهمالیکولاوټ(جودر)يحيیاهل سنت او جماعتد ضایعاتو بیاموندنه (ریسایکل)هندلغمان ولايتصلی الله عليه وسلمکوچنی اخترمحمد (ص) په اسلام کېواټسافولسمشراسلامي تاريخنیمروز ولایتسيمای غوريان تلويزيونلمريزه ځلاد بکارت پردهباښه گۍسامي ژبېجرمنيپښتو پښتو تشريحي قاموسنسيم حجازي🡆 More