نری رنځ

نری رنځ چې د سل او توبرکلوز (په انگرېزي:Tuberculosis) په نومونو هم يادېږي، يوه مزمنه انتاني ناروغي ده چې د ميکوباکټېريام ټوبرکلوسېز په مېکروب تر اخته کېدو وروسته دا ناروغي پېښېږي.

د نري رنځ په ناروغۍ کې اکثراً سږي اغېزمن کېږي، خو دا يوه داسې ناروغي هم ده چې د بدن نور غړي هم په ناروغۍ اخته کولای شي. دا ناروغي د هوا له لارې هغه وخت چې ناروغ ټوخېږي، پرينجېږي او يا هم توکاڼی غورځوي نو د ناروغ دغه عمل روغ وگړي په ناروغۍ اخته کوي. په انسانانو کې اکثره انتاني ناروغۍ د بې علايمو، پټو انتانونو په توگه پېښېږي، او نژدې يو په لسو پټو انتاني ناروغيو کې د يوې فعالې ناروغۍ په لور وده کوي، چې که دا حالت بې درملنې پاتې شي، نو دا په ۵۰٪ ناروغانو کې د مړينې سبب گرځېدلی شي.

نری رنځ
ډلبندۍ او باندنۍ سرچينې
نری رنځ
Chest X-ray of a patient with far-advanced tuberculosis
ICD-10 A15.–A19.
ICD-9 010018
OMIM 607948
DiseasesDB 8515
MedlinePlus 000077 کينډۍ:MedlinePlus2
eMedicine med/2324  emerg/618 radio/411
MeSH D014376

د دې ناروغۍ عامې نښې اوږدمهاله ټوخی چې اکثراً په وينو ککړ بلغم ورسره مل وي، تبه، د شپې خوله، او وزن بايلنه دي. د بدن د نورو غړو انتانيت بيا د گڼ شمېر نښو نښانو سره راڅرگندېږي. د دې ناروغۍ پېژندنه د راډيولوژۍ په تخيک پورې تړاو لري، چې د ناروغ د ټټر اکس رې اخيستل د دې ناروغۍ په تشخيص کې يوه اړين کار دی، د دې تر څنگ د توبرکلوز جلدي آزمېښت، د وينې آزمېښت، او همداراز مايکروسکوپي لابراتواري آزمېښتونه او د مېکروبو د شتون د پاره د بدن د معاياتو مايکروبيالوژيکي کرنې د يادولو وړ آزمېښتونه دي. د نري رنځ درملنه د اوږدې مودې او ډېره مشکله او ستونزمنه ده. د دې ناروغي درملنه د اوږدې مودې لپاره د انټيبيوتيکونو د کارولو پورې اړه لري. هغه څوک چې د ناروغ د کتنې لپاره روغتون ته ورځي د هغه څارنه هم بايد د طبي املې له لوري وشي او د اړتيا په وخت کې يې درملنه هم وشي. د انتيبيوتيکونو په وړاندې د نري رنځ د مېکروبو مقاومت هغه لويه ستونزه ده چې په ځينو ناروغانو کې ليدل شوې. د درملو په وړاندې د مېکروبو مقاومت اکثراً د گڼ درملي مقاوم توبرکلوسېز يا multi-drug-resistant tuberculosis په ناروغۍ کې ليدل کېږي. د توبرکلوسېز نه ځان ژغورنه د گڼ شمېر طبي کتنو او د واکسينونو د پروگرام پورې اړه لري، د نري رنځ نه د ژغورنې لپاره اکثراً د Bacillus Calmette-Guérin واکسين کارېږي.

داسې اټکل کېږي چې د نړۍ نژدې درېمه برخه وگړي د ميکوباکټېريم توبرکلوسېز په مېکروب اخته دي، او همداشان په هرې ثانيې کې يو روغ کس په دغه مېکروب اخته کېږي. د هغو خلکو تناسب چې په هر کال کې د توبرکلوسېز يا نري رنځ په ناروغۍ اخته کېږي ثابته دی او يا هم په نړېواله کچه مخ په ټيټه روان دی، خو د وگړو د شمېر ډېرېدل دا په ثبوت رسوي چې د نوو پېښو مطلقه شمېره لا تر اوسه پورې مخ په لوړه ده. په 2007 ز. کال کې نژدې 13.7 ميليونه وگړي د اوږدمهالي فعالې ناروغۍ پېژندل شوي، نژدې 9.3 ميليونه نوې پېښې، او نژدې 1.8 ميليونه مړينې چې ډېری يې د مخ په ودې هېوادونو کې و راپور ورکړ شوی. د دې تر څنگ د مخ په ودې هېوادونو کې ډېر خلک د نري رنځ په ناروغۍ اخته کېږي دا ځکه چې د هغوی د بدن معافيت د معافيت کمزوري کوونکي درملو، د مخدره موادو کارېدنه او يا هم د اېډز د ناروغۍ په سبب کمزوری وي. په نړېواله کچه د نري رنځ خپرېدا يوه منظمه پروسه نه ده، په ډېری آسيايي او افريقايي هېوادونو کې نژدې ۸۰٪ وگړي د توبرکلوز په معاينه کې مثبته نتيجه ښکاره کوي، خو د امريکا په متحده ايالاتو کې يوازې 5-10% وگړي د معاينې په وخت مثبته نتيجه ښيي.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

جرمسپين زرتوماس اډیسوند فلسفې او ژوند نړۍډیورنډ کرښه رسمي نه دهبېکينيعبدالروف بېنوابوسنیایي ژبهننګرهار ولایتد بشري حقونو نړېواله اعلاميهډاکتر کبير ستوریمصرکابلليکوالآی اېس او ۳۱۶۶-۱کيمياعايشه بنت ابي بکرافغاني الاصله امریکایانمحمد نجيب اللهژبپوهنهغور ولايتمینیوپزپښتو لنډۍ (کتاب)د سویلي سمندر شرکتپېليپينافغانستاند افغانستان لنډ تاريخد واده بلنليکمنظور پشتينجلال الدين حقانينومځری (زمیر)نورستان ولايتښوونکیبلنلیکشمېر نوم عدد نومنړيوال غزېدلی جالد وينې شکرفزیکلندنپلان جوړونهغزې تړانګهنخودد چاپ ماشینپروټينافغاند هېوادونو له مخې د انټرنټ د مخکښ شپول کوډملګري ملتونهتعصبچرس21 اپرېلاختصاصي مجازي شبکهد گندمک تړونماري انتوانېتپولنډطنز او مزاحآزاد تجارتمحمد نادر شاهد ښځې تناسلي آله🡆 More