مادغاسکر په هندي سمندر کې پروت یو ټاپووزمه هیواد دی چې پلازمېنه یې د آنتاناناریوو ښار دی.
مادغاسکر | |
---|---|
بە ئیتالی: Madagascar | |
برخه د | ختيځه افريقا |
بنسټ ايښودنه | ۱ی جنوري ۱۹۶۰ |
رسمي نښه | Repoblikan'i Madagaskar، République de Madagascar |
لنډنوم | 🇲🇬 |
Official language | مالاګاسي ژبه، فرانسوي |
Anthem | Ry Tanindrazanay malala ô! |
Culture | culture of Madagascar |
Motto text | Fitiavana, Tanindrazana, Fandrosoana، Amour, Patrie, Progrès، Love, Land of Our Ancestors, Progress، Любов, Отечество, прогрес، A genuine island, a world apart |
لويه وچه | افريقا |
هېواد | مادغاسکر |
پلازمېنه | آنتاناناریوو |
وختزون موقعيت | یوټیسی ۳:۰۰+، Indian/Antananarivo |
Located in/on physical feature | Madagascar، East African islands |
کوارډينېټي موقعيت | |
Coordinates of easternmost point | |
Coordinates of northernmost point | |
Coordinates of southernmost point | |
Coordinates of westernmost point | |
ترټولو لوړه څوکه | Maromokotro |
Lowest point | هندي سمندر |
Basic form of government | ولسمشريزه |
Office held by head of state | President of Madagascar |
هېوادمشر | اندري راجولینا |
Office held by head of government | Prime Minister of Madagascar |
د حکومت مشر | کریستیان نتسی |
Legislative body | Parliament of Madagascar |
Central bank | Central Bank of Madagascar |
د وگړو شمېر | ۲۵٬۵۷۰٬۸۹۵ |
Currency | ariary |
Shares border with | بې ارزښته، کوموروس، فرانسه، موزامبيک، سيشل |
Coextensive with | Madagascar |
Driving side | ښي لورۍ |
Electrical plug type | يوروپلوګ، AC power plugs and sockets: British and related types، Type E، SEV 1011، Type K |
واک ورپاته کيدنه له | French Madagascar |
سيمه | ۵۸۷٬۲۹۵ کیلومتره مربع |
رسمي وېبځی | |
Hashtag | Madagascar |
Top-level Internet domain | .mg |
Flag | BANDEIRAS HISTÓRICAS DE MADAGASCAR |
Coat of arms | Seal of Madagascar |
Geography of topic | geography of Madagascar |
Economy of topic | economy of Madagascar |
Demographics of topic | demographics of Madagascar |
Mobile country code | 646 |
Country calling code | +261 |
Emergency phone number | 117، 118، 124 |
Licence plate code | RM |
Maritime identification digits | 647 |
ماداګاسکر (/ˌmædəˈɡæskər, -kɑːr/؛ مالاګازي: Madagasikara) چې په رسمي ډول د ماداګاسکر جمهوريت (مالاګازي: Repoblikan'i Madagasikara ؛ فرانسوي: République de Madagascar) دی او پخوا د مالاګازي جمهوريت په توګه پېژندل کېده، چې په هند سمندر کې د موزمبيق کانال له يو اړخ څخه تر بل پورې، د ختيځې افريقا له ساحل څخه نږدې ۴۰۰ کېلومتره (۲۵۰) ميله لرې يو ټاپو هېواد دی. په ۵۹۲۸۰۰ کېلو متر مربع (۲۲۸۹۰۰ ميل مربع) پراخوالي په لرلو سره ماداګاسکر له اندونيزيا څخه وروسته د نړۍ دويم تر ټولو پراخ ټاپو هېواد دی. ياد هېواد د ماداګاسکر ټاپو (د نړۍ څلورم تر ټولو لوی ټاپو) او ګڼو کوچنيو محيطي ټاپوګانو څخه جوړ شوی دی. د ګونډوانا “Gondwana” سترې وچې له ليکلي تاريخ څخه وړاندې ماتې څخه وروسته ماداګاسکر نږدې ۸۸ ميليونه کلونه پخوا د هند له نيمه وچې څخه بېل شو، چې اصلي يا ذاتي نباتاتو او ژوو ته يې په يو څه ګوښه کېدنې يا انزوا کې د ودې کولو اجازه ورکړه. په پای کې ماداګاسکر د ژوند د راز راز والي (تنوع) مرکز دی، چې نږدې ٪۹۰ وحشي ژوي يې متداول او بومي دي.
د ماداګاسکر انساني استوګنه له ميلاد د مخکې لومړۍ زريزې له نيمايي څخه مخکې يا يې پر مهال د Austronesian وګړو له لورې پېښه شوه، چې له نننۍ اندونيزيا څخه پر لرګينو بېړيو باندې دې سيمې ته راغلل. له ميلاد څخه مخکې نږدې ۹ پېړۍ کې له يادو وګړو سره د Bantu کډوال يو ځای شول، چې د ختيځې افريقا استوګن وو او له موزمبيق کانال څخه راتېر شول. نورو ډلو د وخت په تېرېدلو سره پر ماداګاسکر ټاپو باندې استوګنې ته دوام ورکړ، چې هرې ډلې يې د مالاګازي کلتوري ژوند سره اوږدمهاله مرسته کوله. د مالاګازي توکميزه ډله زياتره وخت پر ۱۸ فرعي ډلو باندې وېشل کېږي، چې تر ټولو پراخه يې د مرکزي لوړو سيمو مرينا “Merina” ډله ده.
د ۱۸ پېړۍ تر وروستيو پورې د ماداګاسکر ټاپو د بدلېدونکو ټولنيزو سياسي اتحاديو د ډلبندي شويو جوړښتونو له لورې اداره کېده. د ټاپو د زياتره برخې يو کېدل د ۱۹ پېړۍ په لومړيو کې پيل شول او د “Merina” اشرافو د يوې لړۍ په واسطه د ماداګاسکر د پاچهۍ (Kingdom of Madagascar) په توګه اداره شو. ياده پاچهي په ۱۸۹۷ ز کال کې هغه مهال پای ته ورسېده، چې ټاپو د فرانسې په استعماري سترواکۍ کې جذب شو او په ۱۹۶۰ ز کال کې يې يو ځل بيا ورڅخه خپلواکي تر لاسه کړه. د ماداګاسکر خپلواک دولت د همغه وخت راهيسې د جمهوريتونو په نوم اساسي قانون څلور سترې دورې ازمويلې دي. له ۱۹۹۲ ز کال راهيسې ياد هېواد په انټانانارايو (Antananarivo) کې له خپلې پلازمېنې څخه د مشروطه ديموکراسۍ په توګه په رسمي ډول اداره شوی دی. که څه هم د ۲۰۰۹ ز کال په يو سياسي کړکېچ کې ولسمشر مارک راوالومانانا (Marc Ravalomanana) له دندنې څخه لاس اخيستنې ته اړ شو او ولسمشريز واک د ۲۰۰۹ ز کال په مارچ کې Andry Rajoelina ته ولېږدول شو. مشروطه حکومتولي د ۲۰۱۴ ز کال په جنوري کې يو ځل بيا هغه مهال ورغول شوه، چې (Hery Rajaonarimampianina) وروسته له هغې ولسمشر ونومول شو، چې د ۲۰۱۳ ز کال ټاکنې د نړيوالې ټولنې له لورې مناسب او رڼې وګڼل شوې. ماداګاسکر د ملګرو ملتونو، افريقايي ټولنې، د سويلي افريقا د پرمختګ ټولنې او د de la Francophonie نړيوال سازمان غړی هېواد دی.
د ملګرو ملتونو د نظر له مخې: نوموړی هېواد د خورا لږو پرمختللو هېوادونو په ډلې پورې اړه لري. مالاګازي او فرانسوي دواړه ژبې د دولت رسمي ژبې دي. د نفوس يا وګړو ډېره کي د عيسويت، دوديزو عقايدو يا د دواړو د ګډ باور پيروي کوي. په سيمه کې چکر (سياهت) او کرنه په زده کړو، روغتيا او خصوصي تشبث کې له پراخو پانګه اچونو سره يو ځای د ماداګاسکر د پرمختګ تګلارې مهم عناصر دي. د Ravalomanana تر مشرۍ لاندې يادو پانګه اچونو د پام وړ اقتصادي ونډه رامنځته کړه، مګر ګټې يې په برابر ډول پر ټولو وګړو (نفوس) باندې ونه وېشل شوې، چې د بې وسه وګړو او د منځني ټولګي د ځينو برخو تر منځ يې د ژوند د زياتېدونکو بيو د ژوند معيارونو د ټېټېدلو پر سر کړکېچونه راپورته کړل. لکه د ۲۰۱۷ ز کال په څېر، د هېواد اقتصاد له ۲۰۰۹ ز کال څخه تر ۲۰۱۳ ز کال پورې د سياسي کړکېج په واسطه کمزوری شوی دی او د ژوند معيار د مالاګازي نفوس د ډېره کيو لپاره ښکته او ټيټ پاتې کېږي.
په مالاګازي ژبه کې د ماداګاسکر ټاپو ته “Madagasikara” وايي چې: مالاګازي تلفظ يې ([madaɡasʲˈkʲarə̥]) دی او خلکو ته يې مالاګازي وايي. د ټاپو “Madagascar” نوم ايښودونه له سيمه ییز اصل څخه نه ده، مګر د اروپايانو له لورې په منځنيو پېړيو کې نامتو شوې وه. د “Madageiscar” نوم په لومړي ځل د ۱۳ پېړۍ Venetian سپړونکي Marco Polo په يادښتونو کې د “Mogadishu” نوم د يو درغل يا فاسد شوې ټکي په ټکي ليکنې په توګه ثبت شو. موګاديشو د سومالي بندر دی، چې مارکو پولو پرې د ټاپو ګومان کړی و.
په ۱۵۰۰ ز کال کې د St. Laurence پر ورځ باندې پرتګالي سپړونکي Diogo Dias پر ټاپو باندې ښکته شو او د Sao Lourenco نوم يې ورکړ. د مارکو پولو نوم ته لومړيتوب ورکړل شو او د رنسانس په نقشو کې نامتو شو. د مالاګازي ژبې هيڅ يو نوم نه ښکاري، چې د “Magasikara” نوم دې د سيمه ییزو وګړو له لورې ياد ټاپو ته کارول شوی وي، که څه هم ځينو ټولنو د هغه خاورې د يوې برخې يا ټولې خاورې لپاره خپل نوم درلود، چې دوی په کې اوسېدل.
ماګاساکر د ۵۹۲۸۰۰ کېلومتر مربع (۲۲۸۹۰۰ ميل مربع) پراخوالي په لرلو سره د نړۍ ۴۷ ستر هېواد، دويم ټاپو هېواد او څلورم تر ټولو ستر ټاپو دی. ياد هېواد د طول البلد د 12S او 26S درجو او د 43E او 51E عرض البلدونو تر منځ پروت دی. ګاونډي ټاپوګان ورسره د فرانسې د Reunion سيمه او ختيځ ته د Mauritius هېواد او شمال لويديځ ته د Comoros دولت او د فرانسې د Masotte سيمې دې. د اصلي ځمکې تر ټولو نږدې دولت د موزمبيق دی، چې د هېواد لويديځ ته پروت دی.
له تاريخ څخه مخکې نږدې ۱۸۵ ميليونه کلونه پخوا د Jurassic دورې پر مهال د ګونډوانا “Gondwana” سترې وچې ماتېدل د ختيځ ګونډوانا (چې ماداګاسکر، انترکتيکا، اسټراليا او د هند نيمه وچه رانغاړي) او لويديځ ګونډوانا (افريقا-سويلي امريکا) د بېلتون لامل شو. د هند اړوند د ماډاګاسکر خاوره نږدې ۱۲۵ ميليونه کلونه پخوا له انترکتيکا او اسټراليا څخه بېله شوه او ماډاګاسکر نږدې ۸۸ ميليونه کلونه پخوا د وروستۍ Cretaceous دورې پر مهال له هند څخه بېل شو. له نورو لويو وچو څخه د بېلتون ياد اوږد تاريخ، نباتاتو او ژوو ته لاره هواره کړه، چې په ګوښه کېدنه او انزوا کې وده وکړي.
د ختيځ ساحل په اوږدو کې يو تنګ يا نری او رېونده (ګړنګ وزمه) کنده يا خندق پروت دی، چې د ټاپو پاتې ګرمسېر ټيټې ځمکې د ځنګل زياته برخه رانغاړي. د غونډيو د دې لړۍ لويديځ ته د ټاپو په مرکز کې يوه لوړه سطحه پرته ده، چې د سمندر پر سطحه له ۷۵۰ څخه تر ۱۵۰۰ متر طول البلد (۲۴۶۰ څخه تر ۴۹۲۰ فوټ) کې تنظيمېږي. يادې مرکزي لوړې ځمکې، په دوديز ډول د Merine وګړو اصلي ټاټوبی او په Antananarivo کې د دوی د تاريخي پلازمېنې درک د تاپو تر ټولو زيات ګڼ نفوسه برخې دي او د چوترې (يو څه لوړې هوارې سطحې) او د وريجو وده والو درو په واسطه مشخص کېږی، چې د وښو لرونکو غونډيو او د نيمه ملايم ځنګلونو تر منځ پرتې دي او په لرغوني وخت کې يې د غرنۍ ځمکې سيمه پوښلې ده. د غرنيو ځمکو لويديځ ته شاړه ځمکه په پرله پسې ډول د موزمبيق کانال او د ساحل په اوږدو کې د مانګروف [د استوايي سيمو يو ډول ګڼه ونه] ګردابونو ته مخ ښکته ځي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article مادغاسکر, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.