لمر (سمبول: ) هغه ستورۍ دی چی د لمريز غونډال په منځ کی قرار لری.
تقریبا کروی او گرد شکل لری. او د پلازما او وودل شوی مگنیټی ساحی څخه تشکیل شوی دی. قطر یی ۱۳۹۲۰۰۰ کیلومتره دی چی د څمکی څخه ۱۰۹ څله لوی دی او کتله یی ۲۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ کیلوگرامه ده چی د څمکی څخه ۳۳۰۰۰۰ څله لویه ده.
د کیمیاوی اړخه دری پر څلور برخه یی هایدروجن څخه جوړه شوی ده او پاتی برخه یی تقریبا په ټولیز ډول سره هیلیوم دی.
په انگریزی کی ورته Sun وایی چی پخوا وختونو کی په زړه انگریزی کی ورته Sunne ویل کیده چی د جنوب معنی تری اخستل کیږی، په جرمنی ژبو کی د جرمنی خدایانو په نامه چی ورته به یی sol یا Sunna ویل یادیده. په لاتین کی ورته Sol وایی، پدی آخری وختونو کی د ستورپیژندونکی لخوا دا کلمه د ورځی د اوږدوالی لپاره استعمال شوی ده چی یوه ورځ ۲۴ ساعته ۳۹ دقیقی او ۳۵،۲۴۴ ثانیی اوږدوالی لری.
لمر د G-type ستورو د سلسلی څخه دی او د لمریز نظام ۹۹،۸۵ سلنه جوړوی. کابو بشپړ کروی شکل لری مگر په قطبونو کی وتلی برخه لری چی د هغه قطر د منځنیو خطونو څخه د ۱۰ کیلومترونو په اندازه توپیر کوی. داخل یی د پلازما څخه جوړ شوی دی معنی یی دا چی لمر جامد ندی. منځنی برخی یی نسبت د قطبونو څخه سریع حرکت کوی. دی نوع دوران ته اشتقاقی دوران یا Differential rotation وایی.
د لمر هسته د ۲۰ څخه تر ۲۵ سلنی د لمریزی شعاع په اندازه په داخل کی پرته ده. کثافت یی ۱۵۰ گرامه پر سانتی متر مکعب سره دی چی د اوبو د کثافت څخه ۱۵۰ څله لوی دی. او پدی ځای کی حرارت ۱۵،۷ میلیونه کالوین دی. مگر د لمر په سطح باندی حرارت ډیر کم دی چی مقدار یی ۵۸۰۰ کالوینه ته رسیږی.
دلمر کیمیاوی جوړښت
وېشنيزه:تشیالپوهنه]]
This article uses material from the Wikipedia پښتو article لمر, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.