زهره

کينډۍ:Use dmy dates مونږ سنګه وکولاي شو چې په اسانه توګه پښتو انګلیسی ته او انګلیسی پښتو ته ترجمه کړو.

کينډۍ:Infobox planet

زهره

زهره (سمبول:♀) د لمریز غونډال دوهمه سیاره ده چې په ۲۲۴،۷ ځمکنیو ورځو کې یوه پلا پر لمر را چورلي. دا سیاره کومه پنځیزه (طبیعي) سپوږمۍ نه لري. د روم له لرغوني ادبیاتو څخه یې د مینې او ښکلا د خدایگوټې نوم پر ایښی دی. تر لمر او سپوږمۍ وروسته، زهره د شپې په اسمان کې تر ټولو روښانه طبیعي توکی دی چې د ځلا درجه یې -۴،۶ ته رسېږي--- یانې دومره ځلا لري چې سیوری جوړ کړي. په دې خاطر چې زهره د ځمکې یوه لاندېنۍ سیاره (inferior planet) ده، نو ځکه دا هیڅکله هم له لمر څخه لیرې نه مالومېږي. د دې سیارې غځېدنه (elongation) چې ډېر شي ۴۷،۸ درجو ته رسېږي. د دې سیارې په اړه ځینې لنډ مالومات په لاندې ډول دي:

۱- زهره تر ځمکې یو لږ نوکي کوشنۍ ده؛ او په لوی سر کې د لمریز غونډال شپږمه لویه سیاره ده.

۲- په لمریز غونډال کې، زهره د واټن له مخې لمر ته دوهمه نږدې سیاره ده --- چې له لمر څخه ۱۰۸ ملیون کیلو متره (۶۷ ملیون میله) واټن لري.

۳- د زهرې یوه ورځ د ځمکې ۲۴۳ ورځې کېږي او کال یې بیا د ځمکې ۲۲۵ ورځې دی.

۴- زهره یوه ځمکوزمه (terrestrial) سیاره ده چې مخ یې لکه د سپوږمۍ هغې کندې کندې دی او په زرونو غرونه او اورشیندي لري. ځمکې ته د ورته سایز، جوړښت، او لمر ته د نږدېوالي له کبله دا سیاره کله نا کله "د ځمکې خور" هم بلل کېږي.

۵- د زهرې پنډه او زهرجنه هواوېجه (اټموسفیر) له کاربن ډای اکسایډ (carbon dioxide) او نایټروجن (nitrogen) رغښت مومي؛ او د سلفوریک اسیډ (sulfuric acid) دایمي وریځ لري چې د تېزاب څاڅکي اوروي.

۶ـ زهره سپوږمیانې نه لري.

۷- زهره کړیانې نه لري.

۸- تر ۴۰ زیاتو تشیالبېړيو له زهرې څخه لیدنې کړي دي. د ۱۹۹۰مو کلونو په پیل کې، د ماجلان (Magellan) په نامه تشیالبېړۍ د زهرې د مخ ۹۸٪ نقشه کشي کړه.

۹- په زهرې کې د ژوند کومه نښه نه ده موندل شوې. د زهرې لوړه تودوښه چې کابو ۴۸۰ درجو ته رسېږي له زهرې څخه د ژوند کولو لپاره یو نامناسب ځای جوړوي --- یانې دومره تودوښه لري چې سرپ کې ویلي کېدای شي.

۱۰- د زهرې محوري حرکت (axial movement) د ځمکې او نورو سیارو په پرتله بېساری دی --- یانې نورې ټولې سیارې چې کوم ډول محوري حرکت کوي زهره یې په مخالف سمت کې کوي چې دې ته په ستورپوهنه کې (retrograde rotation) وایي. نو د دې مطلب دا شو چې په زهرې کې لمر له لوېدیځه را خېژي او ختیځ کې لوېږي.

۱۱- پښتانه هم زهره له ډېرې مودې پېژني --- یانې زهره هغه ستورى دی چې ماښام راخېژي. ځيني پښتانه يې "د مېلمه سترگه" او ځینې یې بیا "د ماښام سترگه" بولي ... چې د پښتنو د مېلمه پالنې یو ستر ثبوت دی.

۱۲ـ زهره له ځمکې څخه په لغړو سترگو هم لیدل کېدای شي؛ ځکه چې دا ځمکې ته ډېره نږدې ده --- یانې له ځمکې څخه ۴۲ ملیون کیلو متره واټن لري.

۱۳- د زهرې تر ټولو جگ غر ماکسویل (Maxwell Montes) نومېږي چې د ځمکې له مونټ اېورسټ سره په جگواله کې کابو یو شی دی.

۱۴- داسې لاسوندونه ترلاسه شوي چې په زهرې کې یو وخت سمندرونه ول خو د لمر تونده تودوښه د دې سمندرونو د خوټکېدا او ورکېدا لامل شوي دي.

۱۵- په ۱۹۷۰ کې، وېنرا ۷ (Venera 7) لومړنۍ تشیالبېړۍ وه چې د زهرې پر مخ کښېناسته خو د ډېرې گرمۍ له کبله یوازې ۲۳ دقیقې مواد راټول کړه او له منځه ولاړه.

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

غلام محمد فرهاداوكرايناوزبکي ژبهکيمياوي وسلېبارانبرېتانياکابلنسيم حجازيد اسراييلو سوېلي ولسوالۍافريقاد افغانستان د فوټبال فدراسيونپښتوړنګېدو ته په تمه تشې وېشنيزېشمالي کورياميدان وردگ ولايتکاپیساد قدس ځواکګوګل سلایډويکيمېډيا بنسټمعمر القذافيپاړسي ژبهبدخشان ولايتزده کړه (پوهه)پاشدان بندڅنګه کولای شو ځان له مطالعې سره عادت کړو؟کړنی سېکنری رنځمصرارجنټاینپه متحده ايالتو کې د جنين سقطمنځنی ختيځونډو بازارپنجشیر ولایتچین د خلکو جمهوریتابن سينا بلخيسوزاکد اطلاعاتو دورهساپي یا صافي ټبرمحمد موسى شفيقاداري حقوقچرګې هګۍايراناقتصادي نظاممنظور پشتينمرغهبېټ نيکههېرويينپوهنغونډناټودېوناگريامير کروړ سوريشراب د اسلام له نظره1822لویدیځه اسټرالیامايکروسافټ وېنډوزبغلان ولايتزده کوونکیانگوربرېښناپېښورزکاتسل سوالونهتوغندیژباړهزده کړه🡆 More