الومېنيم یا المونیم د کيمياوي توکو (عناصرو) د دوراني جدول په درېيم گروپ کې ځای لري.
کيميايي سمبول يې Al، اتومي وزن يې ۲۷، اتومي شمېره يې ۱۳ او د آکسيډېشن درجه يې +۳ ده. په طبيعت کې المونيم په نږه يا خالصه توگه نه پيدا کېږي، بلکې د نورو عناصرو سره په ترکيبي بڼه موندل کېږي. د الومېنيم زياته برخه د بوکسيټو له ډبرو نه لاس ته راځي او بوکسيټ هغه رسوبي ډبرې دي چې په ميخانيکي او يا هم په کيمياوي ډول د الومنيمو د آکسايډ د ترتيب نه جوړېږي. رنگ يې ثابت نه دی، زياتره نسواري رنګه وي کله خاکستري او کله هم سپين وي.
د الومنيمو مرکبات په بېلابېلو بڼو او ډولونو ميندل کېږي، د غرنيو ډبرو نه نيولې تر ډېرو قيمتي کاڼو په ترکيب کې هم المونيم ونډه لري.
د الومېنيم له اکسايډي مرکباتو نه کرونوم، لعل، ياقوت، د فاسفيټي مرکباتو نه يې فيروزه، د سليکاتونو نه يې ژېړ توپاز او زبرجد ډېر مشهور دي. المونيم د ځينو نباتاتو په ايرو کې هم موندل کېږي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article الومېنيم, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.