اساسي قانون د قواعدو يوه ټولگه ده چې د يو ليكلې لاسوند په توگه جوړ شوي دي او دا د يو هيواد د سياسي خپلواكې د ساتلو يو ستر لارښود هم بلل كيږي.
اساسي قانون د يو هېواد او يا ټولنې د قانوني تگلارو د سمبالښت لپاره بنسټيزې طرحې يا رسمي لایحې بلل کېږي . دغه رولونه يا قوانين ملي دندې او شتمني گڼل کېږي .همدا تگلارې چې کله راټولې شي د يوې رسمي او قانوني لاسوند په توگه ېې د رسالې يا کتابگوټي په بڼه خوندي کوي.
اساسي قانون د راز رازو ټولنو ، خپلواکه هېوادونو او کمپنيو د سمبالښت اړتيا ورپوره کوي . همدا رنگه يو داسې تړون بلل کېږي چې د نړېوالو ټولنو د چارو رسمي کارونه پرې چلول کېږي . او له مخې ېې د ټولنو د رسمي يا حکومتي چارو بشپړه تشریح او پېژندگلوي روښانوي . همدې قوانینو سره د مختلفو حکومتونو که فډرالي وي يا بشپړه خپلواکه حکومتونه وي په واضح توگه روښانه کېږي او د قوانینو له بندونو او مادو څخه ېې دسالمې قانوني ټولنې د چارو ، دندو ، سمبالښت او د قانون د خپرولو د ادارې او کسانو لخوا خپاره شوي قوانینو څرک لږېږي .
This article uses material from the Wikipedia پښتو article اساسي قانون, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.