مکسيکو: د شمالي امريکا هېواد

مکسيکو چې رسمي نوم يې د مکسيکو متحده ايالات دي، د شمالي ماريکا په سويلي برخه کې پروت يو هېواد دی.

په شمال کې له متحده ايالاتو، په سويلاو لويديځ کې له ارام سمندر، په سويل ختيځ کې له ګواتمالا، برازيل او کرابين سمندر او په ختيځ کې د مکسيکو له خليج سره پوله لري. د مکسيکو مساحت ۱۹۷۲ ز کلونه کيلو متر مربع (۷۶۱۶۱۰ ميل مربع) دی، په دې ډول د مساحت له اړخه د نړۍ ديارلسم ستر هېواد دی، شا اوخوا ۱۲۶۰۱۴۰۲۴ تنه اوسېدونکي لري، د نفوس له اړخه لسم ستر هېواد دی او تر ټولو زيات په اسپانوي ژبه خبرې کوونکي لري. مکسيکو د فدراسيون په ډول سره يو ځای شوی له يو دېرشو ايالتو او مکسيکو ښار څخه جوړ دی چې د مکسيکو ښار يې ستر ښار او پلازمېنه ده. په نورو سترو ښاري سيمو کې يې ګوادالاخارا، مونتري، پويبلا، تولوکا، تيجوانا، سيوداد خوارز او ليون شامل دي.

له کولمبيا څخه مخکې تاريخ منشاً يې ۸۰۰۰ مخزېږديز ته رسېږي او پېژندنه يې په ميسوامريکا کې د منځ ته راغليو تمدنونو د شپږو زانګوګانو له دلې د يوې په توګه کېږي.په ځانګړي ډول يو د بل پسې په دې ډول دي چې اولميک، مايا او په پای کې ازټيکس دي، کوم چې له اروپايي اړيکې څخه مخکې پېړۍ کې غالب و. د دوه کلونو اوږدو جګړو په موده کې (۱۵۱۹ - ۱۵۲۱ز کلونه) هرنان کورټس او د هغوی زرګونو سيمه ييزو اتحاديانو ازټيک سترواکي ونيوله. کورټيس د ازټيک په پلازمېنه Tenochtitlan پر شاړو د مکسيکو ښار بنسټ کېښود، کوم چې د اسپانوي سترواکۍ په داخل کې نوې اسپانيې پاچايي جوړه کړه. د اسپانوي پاچا په سرپرست کې کاتولیکا کليسا «مکسيکو روحاني فتحې» سره سيمه ييز اصلي اوسېدونکي په مسيحي دين ته اړولو پيل وکړ، د ۱۵۰۰ز لسيزې په منځ کې، د سيمه ييزو استوګنو له سيمو څخه دباندې د سپينو زرو د سترو زېرمو موندل کېدلو سره د شمال پر لور د اسپانوي سيمو د پراختيا لامل وګرځېد. تر ټولو مهم يې دا چې سپين زر نه يواځې دا چې د مکسيکو د اقتصاد پر مخ وړونکي وګرځېدل، بلکې تر څنګ يې د اسپانيې، اروپا او ټولې نړۍ لپاره. په زیاته کچه د شتمنۍ تر لاسه کېدو په لويديځه اروپا کې د نرخونو اوښتون راوست ان تر دې چې هغې په چين هم اغېز پرېښود. استعماري مکسيکو جلا جلا سيمې جوړې کړې، له مرکزي محوريت مکسيکو ښار څخه نيولې بيا تر خليجي ساحلي بندر ويراکروز او تر يو بريده د چين د سوداګرۍ لپاره د ارام ساحلي بندر اکواپولکو او همدا راز له مکسيکو ښار څخه د سپينو زرو د را ايستلو د سيمو Zacatecas او Guanajuato پورې. د وخت په تېرېدو سره، مکسيکو يوه ځانګړې پېژندګلو خپله کړه، کوم چې د اروپايي او سيمه يیز دود او دستور د ګډولې پر بنسټ ولاړه او تر څنګ يې د هغو افريقايانو په مټ نوې بڼه خپله کړه چې مکسيکو ته د مريانو په توګه راوړل شوي وو.

د يو خپلواک قومي دولت په توګه، د مکسيکو لومړی تاريخ د سياسي او ټولنيز اقتصادي ادلون بدلون په توګه يادېږي. لومړی سياسي لېږد په ۱۸۲۱-۲۲ کې د پاچايۍ پر لور و، په کوم کې چې شاهي باغي پوځي افسر « Agustín de Iturbide» سترواک اګست لومړی وګرځېد. هغه استعفاء ته اړ کړای شو او مکسيکو له خپلواکۍ وروسته د خپل لومړي اساسي قانون مسوده چمتو کړه، په کوم کې چې يو فدرالي جمهوريت جوړ شو. ليبرال او محافظه کار اړخونه په پرله پسې ډول د حکومت بڼه بدلوي. د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې دا هېواد د دوه بهرنيو ځواکونو تر يرغل لاندې راغلو چې هغه دا دي: لومړی د ټيکساس له اوښتون وورسته د امریکايي استوګنو له خوا، د کوم په پايله کې چې مکسيکويي-امريکايي جګړه رامنځته او په ۱۸۴۸ز کال کې مکسيکو ډېرې خمکې د متحده ايالاتو په وړاندې وبايللې. د ۱۸۵۷ز کال په اساسي قانون کې ليبرال سمونونه شامل کړای شوي وو، په کوم کې چې سيمه ييزو ټولنو د يو ځای کولو او د امتيازاتو تر لاسه کړيو ادارو په وتګه پوځ او کاتولیک کليسا د واکونو کم کولو او د قانون په وړاندې د برابرۍ د راوستلو هڅه شوې وه. محافظه کارو ليبرال طرحې رد کړې او يواځې له فرانسې (۱۸۶۲-۶۷ز کلونه) څخه د بهرنۍ مرستې د تر لاسه کولو لپاره د سمونونو کورنۍ جګړه پای وبايلل شوه. له فرانسوي بريد وروسته د ليبرال ولسمشر «بينيټو جوريز» په مشرۍ د جمهوري غوښتونکي مقاومت په وړاندې «ميکسيمليان هيبسبر» د سترواک په توګه وګومارل شو. په ۱۸۶۵ز کال کې، د امريکا د کورنۍ جګړې د پای ته رسېدو او د فرانس د پوځيانو له شاتګ سره، جمهوري غوښتونکو سترواک ميکسيمليان اعدام کړ. د نولسمې پېړۍ وروستيو لسيزو کې ليبرال انقلابي جنګي اتل «پورفيريو ډياز» واکمن و، چا چې هڅه کوله چې مکسیکو د نويتابه لور ته بوځي او نظام پر ځآی کړي. په پرتليز ډول د «پورفيرياټو» له سولې څخه برخمن پړاو (۱۹۱۰ – ۱۸۷۶ز کلونه) د لسيزو لپاره روان د مکسيکو کورنۍ جګړې (مکسيکو انقلاب) په پيل کېدو سره پای ته ورسېد. په دې نښتو کې د اټکل تر مخې ۱۰٪ نفوس ووژل شو او له کوم څخه وروسته چې بريمن قانون پال څانګې د ۱۹۱۷ز کال يو نور زیات ټولنيز اساسي قانون مسوده چمتو کړه، کوم قانون چې له تعديلاتو سره سره تر اوسه نافذ پاتې دی. انقلابي جنرالانو په ۱۹۲۸ز کال کې «الوارو اوبريګن» تر وژل کېدو پورې، د يو ولسمشر د ځای ناستي په توګه د بل ولسمشر د ټاکل کېدو په ډول واکمني وکړه، د کوم په پايله کې چې په راتلونکي کال کې د اداري انقلابي ګوند (PRI) بنسټ کېښودل شو. جنرال « Lázaro Cárdenas» د شخصي ولسمشريې واکمنۍ جريان مات کړ، د خپلې شپږ کلنې واکمنۍ ۱۹۳۴ – ۴۰ په پای کې يې له سياست څخه لاس واخيست.د دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته، په کومه کې چې مکسيکو د امريکا د جنګسي هڅو په برخه کې مهمه ونډه درلوده، مکسيکو وده خوښې تګلارې پيل کړې. په ۱۹۶۰ز لسيزه کې په ښکاره ډول باثباته سياسي او اقتصادي نظام کې درزونه راغلل. د مکسیکو د ۱۹۶۸ز کال اولمپيکس لوبو کوربه توب په نړۍ کې د خپل نوي حيثيت د ښکاره کولو لپاره و، خو هغه د حکومت له خوا د سياسي فشار لپاره تر ټولو زيات يادېږي، کوم چې د ۱۹۶۸ز کال د اکتوبر مياشت کې د «ټيلټلو» په ټولوژنه وشو. PRI د ۱۹۸۸ز کال ټولټاکنې د درغلۍ له لارې ګټلې وې. ولسمشر کارلوس سيليناس ډي ګورټاری په ليبرال اقتصادي تګلارو عمل وکړ او د شمالي امريکا د ازادې سوداګرۍ د تړون برخه وګرځېد. د ۱۹۹۴ز کال د نوي کال په ورځ، هغه مهال چې دا تړون نافذ شو، نو د چياپاس په ايالت کې يو ستر بغاوت پيل شو.  PRI تر ۲۰۰۰ز کال پورې پر مکسيکو حکومت وکړ، په داسې حال کې چې ګټونکی مخالف ګوند محافظه کار نوماند ويسينټي فاکس و.

مکسيکو مخ پر وده هېواد دی، د بشري ودې شاخص يې ۷۴ يم دی، خو د اسمي ناخالص کورني توليد پر بنسټ د نړۍ پنخلسم ستر اقتصاد دی او د PPP له اړخه د نړۍ يوولسم ستر هېواد دی، په داسې حال کې چې متحده ايالات يې تر تولو ستر اقتصادي شريک دی. د دې هېواد ستر اقتصاد او نفوس، نړيوال کلتوري اغېز او دومدار ديموکراتيک کېدلو مکسيکو په يو سيمه ييز او منځني ځواک بدل کړی، ډېر ځله د يو سر راپورته کوونکي ځواک په وتګه تعريفيږي، خو ډېری شنونکي هغه نوی صنعتي شوی دولت بللی دی. په هر حال، دا هېواد د ټولنيزې نابرابرۍ، بې وزلۍ او پراخو جرمونو سره په مبارزه بوخت دی. د نړيوالې سولې شاخص کې کمزورې درجه ورکړل شوې، دا ځکه چې په ډېرو برخو کې د حکومت او نشه يي توکو د قاچاقبرو د اتحاديو تر منځ ټکرونه روان دي، کوم چې د متحده ايالاتو بازار او سوداګريزو لارو د تر لاسه کولو لپاره له تاوتريخوالي ډکه سيالي کوي.له ۲۰۰۶ز کال راهيسې د «نشه يې توکو جګه» کې له ۱۲۰۰۰۰ تنو څخه زياتې وژنې شوي دي.

مکسيکو د يونيسکو د عالمي کلتوري ميراث سيمو د شمېر له امله په امريکاګانو کې به لومړي سر کې او په ټوله نړۍ کې په پنځمه درجه کې ځای لري. دا د نړۍ له اولسو سترو متنوعو هېوادونو څخه يو د، د طبيعي ژونديو موجوداتو د تنوع پر بنسټ پنځم ځای لري.د مکسيکو شتمن کلتوري او بيالوژيکي ميراث، تر څنګ يې ډول ډول اقليم او جغرافيه، دا هېواد د ګرځندويۍ په يو ستر ځای بدلوي: تر ۲۰۱۸ز کال پورې، په نړۍ کې شپږم هېواد و چې ډېر سيلانيان ورغلي وو، په داسې حال کې چې نهه دېرش ميليونه نړيوالو سيلانيانو ځينې ليدنه کې وه. مکسيکو د ملګرو ملتوتونو، جي ۲۰، د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان (OECD)، د نړيوال سوداګريز سازمان (WTO)، د اسيا پاسفيک اقتصادي همکارۍ ټولنې، د امریکايي ايالتونو سازمان، د لاتيني امريکا او کارابين ايالتونو ټولنې او ايبرو-امریکايی ايالتونو سازمان غړی  هېواد دی.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

فیسبوکجلغوزهد انګستان درېیم ویلیامسردار عبدالقدوس خان۲۰۱ (عدد)30 اکتوبرزکريااناکزیمېنډرد افغانستان د خپلواکۍ ورځکوبالټعبدالرحیم روغانيجیمز پيسمنار جامجوړه يي ملګرتياهراتانساني مايټوکونډريل جنيټيک (د وراثت علم)فیودور داستایفسکيپښتو یاګانې۲۴۹ (عدد)واليبالاريايي ژبهشکرې ناروغيکيمياگواسید مرچ آغاداكتر امانيارمنرالد وارساو ګيتو پاڅونشمالي کوريا۲۳۵ (عدد)د اسرايلو اقتصادبکټریاد جنازې لمونځابوبکر صدیقتقواتايروکسين۷۳ (عدد)گيلان ولایتاندازه کولکابل۲۹۰ (عدد)فرانسهمخابراتخېبر پښتونخواتونسشاه زمان خاناياصوفيه۳۷۲ (عدد)د آرک ژانشهید ډاکټر نجیب الله ژوندلېک او کړنو ته لنډه کتنهپکتيا ولايتچایښوونځی۹۲۰ (عدد)په پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونه۴۰۰ (عدد)عبدالله بن عبدالعزیز آل سعودفلسطینکمپوسټويکيد بشري حقونو نړېواله اعلاميهفقهWPجاغوري ولسوالۍ۲۳۷ (عدد)انګلیسي🡆 More