انتارکتيکا: لويه وچه

انترکتيکا د ځمکې په لرې سويل کې پرته لويه وچه ده.

د سويلي قطب جغرافيه د دې لويې وچې اړوند او د سويلي نيمې کُرې د انترکتيکي سيمې نږدې په ټوله کې د انترکتيکا په سويلي دايره کې موقعيت لري، سويلي سمندر ترې راچاپير دی. د ۱۴۲۰۰۰۰۰ کيلو متر مربع (۵۵۰۰۰۰۰ ميل مربع) مساحت په لرلو سره پنځمه ستره لويه وچه او د استراليا نږدې دوه برابره ده. دا تر اوسه د تر ټولو کم نفوس لرونکې لويه وچه ده، په دوبي کې نږدې پنځه زره او په ژمي کې نږدې زر وګړي لري. د انترکتيکا نږدې اته نوي سلنه سيمه په يخ پوښلې ده، چې په منځني ډول دا يخونه يو اعشاريه نهه کيلو متره (يو اعشاريه دوه ميله، شپږ زره دوه سوه فوټه) ډبلوالی لري.

سيمه۱۴,۰۰۰,۰۰۰ km2 (۵,۴۰۰,۰۰۰ sq مایله)[۱]

په منځني ډول انترکتيکا يوه سړه، وچه او باد لرونکې لويه وچه ده او د ټولو لويو وچو په کچه د انترکتيکا منځنی لوړوالی تر ټولو زيات دی. د انترکتيکا ډېره برخه قطبي صحرا ده، په سمندري ساحلونو کې يې د اورښت کلنۍ کچه دوه سوه ملي متره (اته اينچه)، خو په وچه کې يې د اورښت کچه کمه ده، په همدې بنسټ د نړۍ د تازه اوبو د زېرمو اتيا سلنه په دې سيمه کې زېرمه شوې دي، که چېرې دا ټولې ويلې شي، نو د نړۍ د سمندرونو کچې شپېته متره (دوه سوه فوټه) لوړولو لپاره بسنه کوي. په انترکتيکا کې د تودوخې درجه  ۸۹.۲- °C (−128.6 °F) ته راښکته شوې ده (له فضا نه د شوې اندازې پر بنسټ يا له دې نه هم زيات يعنې −94.7 °C or −138.5 °F ته)، که څه هم د درېيمې ربعې منځنۍ اندازه (د تر ټولو سړې برخې پربنسټ) يې ۶۳ـ °C (−81 °F) ده. د انترکتيکا په اصلي موجوداتو کې د اوبړيو، باکتريا، غوښې او بوټو بېلا بيل ډولونه شامل دي، همدا راز بېلا بېل ډوله حيوانات، لکه ګونګټې، چينجي، پينګوين، سيګ لاهو او تارډيګراډ شامل دي. چېرته چې بوټي شته هغه تندرا دي.

د ځمکې پر مخ انترکتيکا وروستۍ کشف شوې سيمه ده، شونې ده چې تر ۱۸۲۰ز کال پورې نه وه لیدل شوې، تر هغه وخته کله چې روسي تبعو هر يو « Fabian Gottlieb von Bellingshausen» او « Mikhail Lazarev» علمي څېړونکي پلاوي په « Vostok and Mirny» بېړيو د فيمبل يخ تاخچې ولیدې. دې لويې وچې ته د نولسمې پېړۍ تر پايه پورې ځانګړې پاملرنه ونه شوه، ځکه چې چاپېريال يې سخت، سرچينو ته په کې اسانه لارسرسی نه و او په څنډه کې یې موقعيت درلود. د ۱۸۴۰ز کال د جنورۍ په مياشت کې په لومړي ځل په انترکتيکا کې ځمکه کشف شوه، نژدې په يو وخت کې د متحده ايالاتو د کشفياتو له خوا چې مشري يې دويم بريدمن چارلس ويلکس کوله او د يوې جلا فرانسوي څېړنې پر مهال چې مشري يې «جول دومون دورويل» کوله. فرانسوي څېړونکي پلاوي، دلته لنډ مهالی وخت تېر کړ، خو که څه هم د ويلس پلاوی هلته په ځمکه ښکته نه شو، په دې سيمه کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شو، تر څو هلته پلټنه وکړي او د دې لويې وچې د نژدې ديارلس سوه کيلو متره (اته سوه ميله) سيمې نقشه جوړه کړي. په ځمکه لومړۍ تاييد شوې ښکته کېدنه، په ۱۸۹۵ز کال کې د يوې نارويژنۍ ډلې له خوا تر سره شوه.

انترکتيکا، د انترکتيک تړون نظام د غړو له خوا اداره کېږي. په ۱۹۵۹ز کال کې دولسو هېوادونو دا تړون لاسليک کړ او له هغې وروسته اته دېرشو نورو لاسليک کړی دی. دا تړون په ياده سيمه کې پوځي فعاليتونه، د کانونو را ايستل، هستوي چاودنې او هلته د هستوي پاتې شونو غورځول منع ګرځوي. تړون د علمي څېړنو ملاتړ کوي او د دې لويې وچې له چاپيريال نه ساتنه کوي. د ګڼو هېوادونو له زرو نه تر پنځو زرو پورې وګړي ،په هغو څېړنيزو مرکزونو کې ژوند کوي، چې په دې لويه وچه کې خپاره دي.

رېښه

د انترکتيکا ټکی د يوناني مرکب ټکي (antarktiké) رومي شوی ډول دی، د (antarktikós) ټکي مؤنث ډول دی چې معنا يې ده «د شمالي قطب مقابل» يعنې د شمال مقابل لوری.

ارستو له میلاد مخکې په ۳۵۰ کال کې د سويلي قطب د يوې سيمې په اړه په خپل کتاب هواپېژندنه کې لیکل کړي وو. د معلوماتو پر اساس د تاير مارينوس په دويمه زېږديزه پېړۍ کې له دې نوم نه د نړۍ په هغه نقشه کې يادونه کړې وه چې دا نقشه خوندي نه ده. رومي ليکوالانو هر يو هيجونيوس او اپوليوس (له زېږد وروسته لومړۍ او دويمه پېړۍ) د سويلي قطب لپاره رومی شوی يوناني نوم polus antarcticus کارولی دی، له همدې ټکي نه زوړ فرانسوي قطب انتارتيک (اوس pôle antarctique) را ايستل شوی او همدا نوم په ۱۲۷۰ز کال کې تاييد شوی دی، له همدې ځايه بيا په ۱۳۹۱ز کال کې د منځنۍ انګليسي ژبې «pol antartik» ټکی اخیستل شوی دی چې دا د جيفري چاسر فني رساله ده، د اسطرلاب په اړه يوه رساله ده چې اوسني سويلي قطب ته اشاره کوي. ماتياس رينګمن په ۱۵۰۵ز کال کې «Terra Australis» ته د «Ora Antarctica» نوم کارولی و چې (معنا يې د سويلي قطب ځمکه ده). 

د نوم بدلون

سويلي قطبي لويه وچه، چې له ډېره وخته يې په اړه فکر کېده، (خو کشف شوې نه وه)، په اصل کې ورته د « Terra Australis» نوم کارېده، کله نا کله به د لنډيز په ډول «استراليا» کارول کېده، لکه: په يوه لرګين انځور کې چې «د بادونو سيمه» نوم يادېږي. همدا لیدل شوي، همدا انځور په ۱۵۴۵ز کال کې په فرانکفورټ کې د نجوم علم په اړه خپاره شوي يو کتاب کې شامل دی.

د نولسمې پېړۍ په لومړيو کې، په سيډني کې نېواکګرو چارواکو(مسئولینو) له نيو هالنډ نه هالنډي نوم لرې کړ. د دې پر ځای چې نوی نوم پرې کېږدي، د اسټراليا نوم يې غوره کړ او په دې توګه يې د سويلي قطب لويه وچه د نژدې اتيا کلونو لپاره بې نومه پرېښوده. په دې پير کې، جغرافيه پوهان اړ وو چې له بې خونده عبارتونو نه کار واخلي، لکه: «د انتراکتيک لويه وچه». دوی د يوه شاعرانه بديل په لټه کې وو، د الټيما او انټيپوډيا په څېر بېلا بېل نومونه يې وړانديز کول. په پايله کې په ۱۸۹۰ز کلونو کې انټرکټيکا د دې لويې وچې د نوم په توګه غوره شو او په لومړي ځل د دې نوم کارونه يوه سکاټلينډي نقشه کښونکي «جان جورج بارتولوميو» کړې ده.

د موندلو تاريخچه

د « Terra Australis» د شتون باور – د اروپا، اسيا او شمالي افريقا د شمالي ځمکو د «توازن» په موخه  د ځمکې د کُرې په لرې سويل کې پرته لويه وچه – له زېږد وروسته په لومړۍ پېړۍ کې د بطلميوس له وخته و. ان د اولسمې پېړۍ په وروستيو کې، کله چې څېړونکو وموندله چې امريکا او استراليا د افسانوي «انترکتيکا» برخه نه ده، جغرافيه پوهانو باور درلود چې دا لويه وچه له  خپلې اصلي اندازې خورا زياته ستره ده. د انترکتيکا د نوم د اصليت نه، نه جلا کېدونکې يوه کيسه دا هم ده چې د دې سيمې نوم Terra Australis نه و – د دې پر ځای دا نوم د دې ناسم تصور له امله استراليا ته ورکول شوی و چې ګوندې په لرې سويل کې هېڅ ډول د پام وړ وچه ځمکه نه شته.  په ځانګړي ډول لوڅاوو «ماتيو فلينډر» استراليا ته د Terra Australis د نوم لېږد ته د شهرت ورکوونکي په توګه کتل کېږي. هغه په خپل کتاب کې چې نوم يې دی « A Voyage to Terra Australis» (۱۸۱۴ ز) دانوم توجيه کړی او په سريزه کې يې لیکلي دي:

د دې شونتيا نه شته چې د ځمکې يوه جلا برخه دې، په دې سره تر برابرې اندازې، په لرې سويلي عرض البلد کې پيدا شي؛ په همدې بنسټ « Terra Australis» نوم به د دې هېواد د جغرافيايي اهميت او په ځمکه کې د دې سيمې د حالت بيانوونکی پاتې شي: دا سپارښتنه لرغونتيا لري او د دواړو دعوه کوونکو قومونو په اړوند د اشارې د نه شتون له امله، داسې برېښي چې د هرهغه بل په اړه د کمې نیوکې وړ دی چې شونې ده غوره شي.

اروپايي نقشو دا فرضي سيمه تر هغه وخته پورې ښودله، تر څو د « HMS Resolution» او « Adventure» په نوم د کپتان جيمز کوک بېړۍ د ۱۷۷۳ز کال د جنورۍ په اولسمه د ۱۷۷۳ز په دسمبر کې او بيا د ۱۷۷۴ز کال د جنورۍ په مياشت کې د انترکتيکا له دايرې نه تېرې شوې. کوک د ۱۷۷۳ز کال د جنورۍ په مياشت کې د ميداني کنګلونو له مقابل نه تر شاتګ مخکې د انترکتيکا په ساحلي سيمو کې نږدې يو سل او شل کيلو متره (۷۵ميله) ولاړ. په ۱۷۷۵ز کال کې کوک د يوې قطبي لويې وچې د شتون د شونتيا خبر ورکړ اوهغه د مجلې په  يوه بله ګڼه کې ولیکل: «زه بشپړ باور لرم او تر دې هم زياته دا چې، له احتمال نه پورته ده چې موږ د هغې يوه برخه لیدلې ده».

جغرافیه

څیړنې

وېش

سرچینې


Tags:

انتارکتيکا رېښهانتارکتيکا د موندلو تاريخچهانتارکتيکا جغرافیهانتارکتيکا څیړنېانتارکتيکا وېشانتارکتيکا سرچینېانتارکتيکا

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

امير کروړ سوريخوشال خان خټکبیکاریحميد مومنداستمناءليبنان12 جولایسلېمان لايقدويمه نړېواله جګړهد پیسو نړیوال صندقمطالعهحوثیانکونړ ولايتاپرېلکردانغرملاله ميوندواله29 جولایعبدالروف بېنواجرمنيسياستوالګډژوندوناوبهتصوفتلويزوندپښتو اصل او ريښهکابلد انګليستان د بېوزلۍ قوانينتلاسېمیالېزرفارس خلیجپښتو یاګانېخېبر پښتونخواملا محمد يعقوبپلان جوړونهروباټیکسټیفن جې ګولډامير حمزه شينوارید روم جمهوريتاللهمسکوعامه روغتیاکيمياوي وسلېاکسايدپير محمد کاکړپوهنتوند نړۍ اووه نوي عجايبنړۍبند پښه لرونکې ژوېارګرغاونهچرسلمونځیوزنېټروسیهکلا، ارغندابکوهستان ولسوالۍ (بدخشان)افغانستاند زړه حمله (ناروغي)گل پاچا الفتبانجانانجينريد پښتو ژبې ليکنښېجنسي اړيکېمتل🡆 More