د متحده ایالاتو ډالر (چې سمبول یې $ دی؛ کوډ یې USD؛ او همدارنګه د US$ یا امریکایي ډالر په بڼه هم اختصار کېږي، ترڅو د نورو ډالر-نومو پولي واحدونو څخه یې توپير وشي؛ همدارنګه د ډالر، امریکایي ډالر او په عامه ژبه کې د buck په نوم هم یادېږي) د متحده ایالاتو او د هغه د اړوند قلمرو د پیسو واحد دی.
د ۱۷۹۲ز کال د پیسو د ضرب قانون امریکایي ډالر د هسپانوي د سپینو زرو له ډالر سره د ورته ارزښت معرفي کړ، چې په ۱۰۰ سنټونو وېشل شوی و او د ډالرو او سکو ضرب ته یې هم اجازه ورکړه. د متحده ایالاتو بانکنوټونه د فدرالي زیرمو د نوټونو په بڼه چاپېږي، چې له تاریخي اړخه د شنه رنګ د شتون له امله د کاغذي شنو پیسو په نوم هم یادېږي.
د متحده ایالاتو پولي سیاست د فدرالي خزانې د سیسټم له خوا پر مخ وړل کېږي، چې د هېواد مرکزي بانک په توګه دنده ترسره کوي.
د متحده ایالاتو د ډالر ارزښت په اصل کې د دوه فلزه معیار د ۳۱۷.۲۵ دانو (۲۴.۰۵۷ ګرامه) خالص سپین زرو، یا ۱۸۳۷۲۳.۲۲ دانو (۱.۵۰۵ ګرامه) خالص سره زرو، یا د ۲۰.۶۷ ډالره د یو ترای اونس سرو زرو معادل په بنسټ تعریف شو. د ۱۹۰۰ کال د د سرو زرو د معیار قانون ډالر یوازې له سرو زرو سره ونښلولو. له ۱۹۳۴ کال څخه ورسته د سرو زرو سره د هغه انډول ۳۵ ډالره في ترای اونس ته له سره وټاکل شو. له ۱۹۷۱ څخه وروسته له سرو زرو سره ټولې اړیکې لغوه شوې.
له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د متحده ایالاتو ډالر د اسعارو د ارزښتناکه زېرمو په توګه ساتل کېږي او د دویمې نړیوالې جګړې په پای ته رسېدو یې د بریټن وډز د تړون پر بنسټ د سټرلینګ پونډ ځای ونیو چې مخکې په نړۍ کې د اسعارو په زېرمو کې د مخکښو اسعارو په توګه کارول کېده. په نړیوالو راکړه ورکړه کې ډالر تر ټولو پراخه کارول کېدونکې سعر دی، همدارنګه په څو هېوادونو کې رسمي پولي واحد دی او په ډیرو نورو کې د غیر رسمي (حقیقي) سعر په توګه ګڼل کېږي، چې د فدرالي خزانې د نوټونو (او په ځینو حالاتو کې د سکو) په بڼه په جریان کې دی.
د ۲۰۲۱ ز کال د فبروري د ۱۰ نېټي راهیسې، په جریان کې د اسعارو کچه ۲.۱۰ تریلیون ډالرو ته رسېږي، چې له دې څخه ۲.۰۵ تریلیون ډالر یې د فدرال زېرمو نوټونو دي (پاتې ۵۰ میلیارد ډالر د سکې او د متحده ایالاتو د پخوانیو نوټونو په بڼه دي).
د متحده ایالاتو ډالر (چې سمبول یې $ دی؛ کوډ یې USD؛ او همدارنګه د US$ یا امریکایي ډالر په بڼه هم اختصار کېږي، ترڅو د نورو ډالر-نومو پولي واحدونو څخه یې توپير وشي؛ همدارنګه د ډالر، امریکایي ډالر او په عامه ژبه کې د buck په نوم هم یادېږي) د متحده ایالاتو او د هغه د اړوند قلمرو د پیسو واحد دی.
د متحده ایالاتو د اساسي قانون لومړی ماده، ۸ مه برخه حکم کوي چې کانګریس واک لري چې پیسي ضرب کړي. هغه قانون چې دا صلاحیت پلی کوي، اوس مهال د متحده ایالاتو په کوډ کې تر ۳۱ سرلیک لاندې په ۵۱۱۲ برخه کې راوړل شوی دی، چی د متحده ایالاتو د ډالر د صدور بڼه هم تشرېح کوي. دا سکې د پورونو د ورکړې په برخه کې د "قانوني پیسو" په توګه ټاکل شوې دي. ساکاګاوا ډالر یا د سرو زرو ډالر، د امریکایی د سپینو زرو د ایګل (لسو ډالرو) د سکې چې خالص سپین زر دی، برعکس دی او د فلزي یا مسي الیاژو د ډالر یوه بېلګه ګڼل کېږي. ۵۱۱۲ برخه همدارنګه د نورو مسکوکاتو، چې ارزښت یې له یو سنټ څخه تر ۱۰۰ ډالرو پورې دی، د ضرب او صدور په اړه احکام وړاندې کوي. دا نورې سکې د متحده ایالاتو د ډالر د مسکوکاتو په برخه کې په بشپړ ډول تشرېح شوي.
د اساسي قانون لومړۍ ماده، نهمه برخه حکم کوي چې "باید د ټولو عامه پیسو د رسیدونو او لګښتونو منظمه اظهارنامه او حساب وخت په وخت خپور شي،" چې د متحده ایالاتو د کوډ تر ۳۱ سرلیک لاندې په ۳۳۱ برخه لا زیات مشخص شوی دی. د هغه پیسو مبلغ چې په "اظهارنامه" کې راپور ورکول کېږي، اوس مهال په امریکایي ډالرو کې ښودل کېږي، په دې توګه د متحده ایالاتو ډالر د متحده ایالاتو د محاسبې د واحد په نوم یادېږي. په نهمه برخه کې "ډالر" له لومړیو کلیماتو څخه دي، چې په کې دا اصطلاح هسپانوي ډالر یا د اتو هسپانوي ریالونو په ارزښت سکې ته اشاره کوي.
په ۱۷۹۲ کال کې د متحده ایالاتو کانګریس د مسکوکاتو د ضرب قانون تصویب کړ چې د هغه نهمه برخه د ډول ډول سکو ضرب ته اجازه ورکوي، لکه:
ډالر یا واحدات – چې هر یو یې د هسپانوي ډالر معادل و چې ورته یې اوس په جریان کې دی، چې ارزښت یې دری سوه او یو اویا پوره دانې او د خالصې دانې له شپاړسو څخه څلور برخې () یا د ستندرد سپینو زرو څلور سوه او شپاړس دانې دی.
د قانون ۲۰ برخه د متحده ایالاتو ډالر د متحده ایالاتو د پولي واحد په توګه ټاکي:
د متحده ایالاتو د محاسبې پیسې به په ډالر یا د هغه په واحداتو کې وړاندې کېږي ... او دا چې په عامه ادارو کې ټول حسابات او د متحده ایالاتو په محاکمو کې ټول احکام باید په نظر کې ونیول شي او د دې مادې له احکامو سره په مطابقت کې وي.
د هسپانوي ډالر پرخلاف، او د متحده ایالاتو قاره یي کانګریس او د مسکوکاتو د ضرب قانون د واحداتو اعشاري سیسټم وړاندې کړی ترڅو د ډالر له واحد سره مل وي چې په لاندې ډول دی: میل: د یو ډالر زرمه برخه؛ سنټ، د یو ډالر سلمه برخه؛ ډایم، د یو ډالر لسمه برخه او ایګل، یا لس ډالره. د دې واحداتو اوسنی تړاو:
هسپانوي پیسو (peso) یا ډالر له تاریخي اړخه په اتو ریالونو (په عامیانه ډول، ټوټو) وېشل شوی و - چې له همدې امله اته ټوټې هم ورته ویل کېږي. امریکایانو هم د ۱۸۵۷ ز کال څخه وړاندې کله چې مکسیکويې ټوټې د امریکایی سینټ په پرتله ډېر مشهور وو، د سینټ په غیر اعشاریه ټوټو کې شمېرل زده کړل؛ په حقیقت کې دا کار د نیویارک د اسهامو د بازار په نرخونو کې تر ۲۰۰۱ کال پورې پاتې شو.
د خزانې وزیر جیمز ګوتری په ۱۸۵۴ کال کې وړاندیز وکړ چې د ۱۰۰ ډالر، ۵۰ ډالر او ۲۵ ډالرو د سرو زرو سکې رامنځ ته کړي چې په ترتیب سره د یونین (union)، هاف یونین (half union) او کوارتر یونین (quarter union) په نوم یادېدې، چې پدې توګه د ۱ یونین = ۱۰۰ ډالرو سره مساوي ارزښت درلوده. خو دا ډول مسکوکات ضرب نه شول، او یوازې د ۵۰ ډالر هاف یونین بېلګه شته.
کله چې اوس د جریان په ترڅ کې سکې صادر شي، له یو ډالر څخه کم یا مساوي ارزښت د متحده ایالاتو د سکو په بڼه حذف کېږي، په داسې حال کې چې د یو ډالر څخه ډېر یا مساوي ارزښت د فدرالي خزانې د نوټونو په بڼه حذف کېږي، پرته د لاندې ځانګړو حالاتو څخه:
په شپاړسمه پېړۍ کې، د بوهیمیا اشراف زاده هیرونیموس د یواخیمستالر (joachimstalers) په نوم چې د یواخیمستال (Joachimstal) له نوم څخه اخستل شوی و او د سرو زو د کان کېندنې یوه دره وه، د سکو نشر پیل کړ. همدارنګه د دې درې نوم د سینټ یواخیم له نوم څخه اخستل شوی و چې په دې کې د انګلیسي ریښې تال (tal) له dale څخه اخستل شوی چې په جرمني ژبه کې درې ته ویل کېږي. یواخیمستالر وروسته په جرمني ژبه کې تالر (taler) ته لنډ شو، چې دې کلیمې بلاخره څو ژبو ته خپله لاره و موندله، لکه: تولار (tolar) په چکي او سکواکي ژبه کې، ډېلر (daler) په دنمارکي او سویډني ژبه کې ډالار او ډېلر (dalar او daler) په نارویژي ژبه کې، ډېلر یا ډالار (daler او daalder ) په هالنډي ژبه کې تالاري (talari) په ایتوپیایي ژبه کې تالېر (taller) په هنګري ژبه کې، تالیرو (tallero) په ایټالوي ژبه کې او دولار په عربي ژبه کې.
که څه هم هالنډیانو په ۱۷ پېړۍ کې په اوسني نیویارک کې مخکښ وو او د الماني - هالنډي ریخسټالرانو (reichsthalers) او اصلي هالنډي لیووینډالډرز ('د زمري ډالر') د سپینو زرو د ډالرو په کارولو او محاسبه یې پیل وکړ، دا ډالر د عامو هسپانوي-امریکایی د اته-ریالو سکې وې چې په ځانګړې توګه د ۱۸ پېړۍ وروسته د ډالر په نوم مشهورې شوې.
په عام ډول buck (لکه د سترلینګ پونډ ته quid) په ډېرو هېوادنو، د امریکایي ډالر په ګډون، ډالر ته کارول کېږي. دا اصطلاح له ۱۸مې پېړۍ څخه سرچینه اخلي، چې ښایي د چرم د سوداګرۍ په مستعمره کې را منځ ته شوې وي، او یا هم ښایي د قطعو له لوبې څخه یې سرچینه اخیستې وي.
Greenback یا شين ډالر بل ستاینوم دی چې په اصل کې په ۱۹مه پېړۍ کې په مشخصه توګه د امریکایي ډالر نوټونو ته کارول کېده چې په یو اړخ تور او په بل اړخ په شنه رنګ چاپ کېدل او د ابراهام لینکن له خوا په شمال کې د جګړې د ملاتړ لپاره منځ ته راغئ. دا اصطلاح تر اوسه هم امریکايي ډالر ته کارول کېږي (خو د نورو هېوادونو ډالر ته نه کارول کېږي). د greenback اصطلاح همدارنګه د مالي مطبوعاتو په برخه کې په نورو هېوادونو کې لکه، آسترالیا، نیوزیلانډ، سویلي افریقا او اهند کې کارول کېږي.
د ډالرو نور مشهور نومونه په ټولیز ډول ګرین میل (greenmail)، شین (green) او مړه ولسمشران (dead presidents ) دي چې وروستنی یې د دې لپاره دی چې په ډېرو نوټونو کې د مړو ولسمشرانو انځورونه چاپ شوي دي. همدارنګه د bones (هډوکو) اصطلاح هم ډالر ته کارول کېږي (د بېلګې په توګه "شل بونز" = ۲۰ ډالر). نوې بڼه، چې انځورد په اصلي برخه کې (نه د حکاکي د کوچني انځور په ډول)، د کاغذ پر مخ راوړل شوی چې په رنګه-کوډ یې ارزښت لیکل شوی، ځینې وختونه د bigface یا لوی مخ نوټونو یا د انحصاري پیسو په نوم یادېږي.
همدارنګه د Piastre فرانسوي اصطلاح د متحده ایالاتو د ډالر لپاره اصلي کلیمه وه چې یوه بېلګه یې د لوزیانا د پیرود په برخه کې په فرانسوي متن کې کارول شوې ده. که څه هم په اوسنۍ فرانسه کې د متحده ایالاتو ډالر ته ډالر ویل کېږي، دPiastre اصطلاح لاهم د کاجون فرانسوي او نیو انګلینډ فرانسوي ژبو ویناوالو او همدارنګه په هایټي او نورو فرانسوي ژبو کارابین ټاپوګانو کې کارول کېږي.
د مشخص ارزښت (نوټ) لپاره ستاینومونه
د ډالر سمبول یا نښان $، چې ډېری د عددي مقدار څخه مخکې لیکل کېږي، د متحده ایالاتو د ډالر لپاره (او همدارنګه د ډېرو نورو اسعارو لپاره) کارول کېږي. دا نښان ۱۸مې پېړۍ په وروستیو کې د پیسو (peso) لپاره د ps د لیکنیز مخفف د بدلون په پایله کې را منځ ته شو. پیسو د هسپانوي ډالرو لپاره چې په نوې نړۍ کې عام نوم دی، له ۱۶ څخه تر ۱۹ پېړیو پورې په پراخه کچه په جریان کې وو. p او s چې په یو بل باندې لیکل کېدل په پای کې د $ نښان په ډول را منځ ته شو.
بله مشهوره شرحه دا ده چې دا نښان په هسپانوي ډالر باندې د هسپانیا د ملي نښان د هرکولس د ستنو (ستونونو) څخه اخیستل شوی دی. د هسپانوي ډالرو د سپینو زرو په سکه د هرکولس ستنې د دوه عمودي کرښو ( ||) او د S په څېر د یو ځورنډ ټوکر بڼه لري.
همدارنګه یوه بله تشرېح وړاندیز کوي چې د ډالر نښه د متحده ایالاتو د نوم څخه د مخفف U او S چې په لویو تورو د یو بل پر سر لیکل کېدل، اخستل شوې ده. دا تیوري چې د ناول لیکونکي ایان رنډ له خوا په اتلس شرګډ کې مشهوره شوه، دا حقیقت په پام کې نه نیسي چې نوموړی نښان د متحده ایالاتو له را منځ ته کېدو وړاندې کارول کېده.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article امریکایي ډالر, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.