لوی مرجاني دېوال

لوی مرجاني دېوال د نړۍ د مرجاني ډبرو تر ټولو لوی سیستم دی چې له څه باندې ۲۹۰۰ انفرادي ډبرو او ۹۰۰ ټاپوګانو څخه جوړ دی چې اوږدوالی یې څه باندې ۲۳۰۰ کیلومتره (۱۴۰۰ مایله) او مساحت یې کابو ۳۴۴۴۰۰ کیومتره مربع (۱۳۳۰۰۰ مایله مربع) دی.

دغه ډبرین دېوال د استرالیا د کویینزلنډ ساحلونو په مرجاني سمندر کې واقع دی او د یوه ۱۰۰ مایله پلن او ۲۰۰ فوټه ژور کانال په مرسته له ساحل څخه جلا شوی دی. لوی مرجاني دېوال له بیرونۍ فضا څخه لیدل کېدای شي او د نړۍ تر ټولو لوی واحد جوړښت دی چې ژوندیو ارګانېزمونو جوړ کړی دی. دغه ډبرین جوړښت له میلیاردونو کوچنیو ارګانېزمونو څخه چې مرجاني پولیپونه بلل کېږي، جوړ شوی دی. په دغه ځای کې د ژوند بېلابېلوالی پراخ دی او په ۱۹۸۱ کال کې د نړیوال میراث په توګه وټاکل شو. سي.ان.ان په ۱۹۹۷ کال کې دغه ځای د نړۍ د اوو طبیعي عجایبو په ډله کې شمېر کړ. د استرالیا د نړیوال میراث ځایونو یا مکانونو هم دغه دېوال په ۲۰۰۷ کال کې په خپل نوملړ کې شامل کړ.

د مرجاني ډبرو لویه برخه د لوی مرجاني دېوال د سمندري پارک په مرسته ساتل کېږي چې د کب نیونې او سیاحت په ګډون د انساني اغېزو له محدودولو سره مرسته کوي. پر مرجاني دېوال او ایکوسیستم نور چاپېریالي فشارونه جاري اوبه، اقلیمي بدلونونه او د مرجانونو سپينېدل او د سیند د خټو پاکول دي. د هغې څېړنې له مخې چې د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر میاشت کې د امریکا د علومو اکاډمۍ په مقالو کې خپره شوه، دغه مرجاني دېوال له ۱۹۸۵ کال را وروسته تر نیمايي زیات مرجاني پوښ له لاسه ورکړی او دغه موندنې په ۲۰۲۰ کال کې یوې بلې څېړنې هم تایید کړې چې ویې ښوده د دغه مرجاني دېوال تر نیمايي زیات پوښ د ۱۹۹۵ او ۲۰۱۷ کلونو تر منځ له منځه تللی، د دې تر څنګ په ۲۰۲۰ کال کې د مرجانونو د سپينېدو یوې بلې پېښې هم اغېزې پرې وښندلې چې کمیت یې تر اوسه مشخص شوی نه دی.

لوی مرجاني دېوال له ډېره وخته راهیسې د استرالیا ځايي اوسېدونکو او ټاپو مېشتو پېژندلی او کاروي یې او د ځايي ډلو د کتلور او معنویت یوه مهمه برخه ده. دغه ځای د سیلانیانو لپاره په ځانګړي ډول په ویټسانډي ټاپوګانو او کرینز سیمو کې یوه ډېره مشهوره موخه یا د سفر ځای دی. سیاحت د دغې سیمې لپاره یو مهم اقتصادي فعالیت دی چې څه باندې ۳ میلیارده استرالیايي ډالره کلنی عاید لري. د ۲۰۱۴ کال په نومبر میاشت کې ګوګل د لوی مرجاني دېوال «د ګوګل د اوبو لاندې واټ منظر» په درې اړخیز یا تري ډي بڼه پرلیکه کړ.

چاپېریالي ګواښونه

اقلیمي بدلونونه، ککړتیا او کب نیونه د مرجاني ډبرو د دغه سیستم روغتیا ته لوی ګواښونه دي. په نورو ګواښونو کې د کښتیو ټکرونه، نفتي ککړتیا او استوايي توپانونه شاملېږي. د سکلېټ ویجاړي د مرجانونو یوه ناروغي ده چې د «هالوفولیکولینا کورالازیا» پروتوزوا له امله رامنځته کېږي او ۳۱ مرجاني نوعې تر اغېز لاندې راولي. په ۲۰۱۲ کال کې د امریکا د علومو اکاډمۍ یوې څېړنې وښوده چې له ۱۹۸۵ کال راهیسې لوی مرجاني دېوال تر نیمايي زیات مرجانونه له لاسه ورکړي دي چې له درېیو څخه دوې برخې یې له ۱۹۸۸ کال را وروسته د پورته یادو شویو عواملو پایله ده.

اقلیمي بدلون

د لوی مرجاني دېوال د سمندري پارک اداره د لوی مرجاني دېوال لپاره تر ټولو لوی ګواښ اقلیمي بدلون ګڼي، ځکه چې اقلیمي بدلون د سمندر د ګرمېدو لامل کېږي او د مرجانونو سپینېدل ورسره زیاتېږي. د سمندري ګرمۍ د څپو له امله د مرجانونو د ډله‌ييزې سپینېدنې پېښې د ۱۹۹۸، ۲۰۰۲، ۲۰۰۶، ۲۰۱۶، ۲۰۱۷ او ۲۰۲۰ کلونو د اوړي په موسمونو کې وشوې او تمه ده چې د مرجانونو سپينېدل به پر کلنۍ پېښه بدل شي. په ۲۰۲۰ کال کې یوې څېړنې وښوده چې لوی مرجاني دېوال له ۱۹۹۵ کال را وروسته د اقلیمي بدلونونو له امله د سمندرونو د ګرمېدو په دلیل تر نیمايي زیات مرجانونه له لاسه ورکړي دي. د نړیوالې ګرمۍ په دوام سره مرجانونه نه‌شي کولای چې د سمندر د تودوخې له ډېرېدو سره مقابله وکړي. د مرجانونو د سپينېدو پېښې له ناروغیو سره د مرجانونو حساسیت ډېروي چې په پایله کې یې پر ډبرینو ټولنو ناوړه ایکولوژيکي اغېزې پرېوځي.

د ۲۰۱۷ کال په جولای میاشت کې یونسکو سازمان یوه تسویدي پرېکړه خپره کړه چې په هغې کې يې پر لوی مرجاني دېوال د مرجانونو د سپینېدو د اغېز په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړه. دغې تسویدي پرېکړې استرالیا ته خبرداری ورکړ چې د اوبو د کیفیت ښه کولو ته له پام وړ کار پرته به د ۲۰۵۰ کال د ریف د راپور موخو ته ونه رسېدای شي.

اقلیمي بدلونونه د نورو سمندري ارګانېزمونو پر ژوند هم اغېز لري – د ځینو کبانو د مطلوبې تودوخې محدوده هغوی د نویو مېشت‌ځایونو د لټون خوا ته کشوي او له دې امله په څیروونکو سمندري مرغانو کې د چیچیو یا کوچنیو مرغانو د مړینې کچه لوړېږي. اقلیمي بدلونونه د سمندري کیشپو پر نفوس او شته مېشت‌ځایونو هم اغېز کوي.

ککړتیا

یو بل مهم ګواښ چې لوی مرجاني دېوال ورسره مخ دی، د اوبو ککړتیا او ټیټ کیفیت دی. د استرالیا شمال ختیځ سیندونه د استوايي سېلابونو په جریان کې ریف ککړوي. د دغې ککړتیا څه باندې ۹۰ سلنه لامل د فارمونو یا کښتونو جاري اوبه دي. د لوی مرجاني دېوال د ګاونډ ۸۰ سلنه ځمکې د فارمونو لپاره کارېږي چې د ګنیو یا نیشکرو کرنه او د غوښې د غوایانو څړځایونه په کې شاملېږي. د فارمدارۍ طریقې ریف یا سمندري ارګانېزمونو ته زیان رسوي او دلیل یې تر حد ډېره څرونه، د کرنیزو رسوباتو د جاري اوبه ډېرېدنه، مغذي مواد او کیمیاوي مواد لکه سرې، واښه وژونکي او افت وژونکي دي چې د مرجانونو روغتیا او د ډبرو ژواک بېلابېلوالي ته لوی خطر دی.

د ۲۰۱۶ کال د یوه راپور له مخې که څه هم د مقرراتو په پایله کې «د صنعتي، کاني، بندر جوړونې، سیند پاکولو او ښاري پراختیا په څېر د ځمکې د نورو استفادو» له امله ټولیزه ککړتیا کمه شوې ده، خو دغه موارد لا هم ښايي په ځايي یا محلي کچه د پام وړ وي. د مسو او نورو درنو فلزاتو د لوړو کچو لرونکي رسوبات چې په پاپو نیو ګینه کې له «اوک ټېډي» کان څخه ترلاسه کېږي، د لوی مرجاني دېوال او تورس سیمو لپاره د ککړتیا بالقوه خطر دی.

د مرجاني ډبرو د څېړنو لپاره د اې.ار.سي مرکز راپور وویل چې د ریف په شمالي برخه کې شاوخوا ۶۷ سلنه مرجانونه مړه شوي دي.

سرچينې

Tags:

لوی مرجاني دېوال چاپېریالي ګواښونهلوی مرجاني دېوال سرچينېلوی مرجاني دېوال

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

شاه شجاعالماني ژبهسره زرد هیوادونو نوملړجنسي تېریمېخي ليکدودسوډانتانزانياد اشرف خان هجري په شاعرۍ کې تشبيه ګانېد لمريز کال مياشتېد امریکا متحده آیالاتونههېمالیاتحليلي کېمياجنسي ناوړه ګټه اخيستنهپلار څوک دی29 فبرورينژاد (انساني ډل بندي)د افغانستان د اورگاډي تاريخپښتو ويکيپېډياپولينډي ژبههنراشرف غنيمصنوعي ځيرکتیاانتارکتيکاد جمعې لمونځبرېتانياله جز څخه کل د قیا (استقرا) مسئلهيونانانا لله و انا الیه راجعونخرقه شريفهکرنهاختصاصي مجازي شبکهانبارزوړ کندهاراموي خلافتڅېړنهد متحده ایالاتو اساسي قانوند پښتو ژبې ليکنښېروسي ژبهعربي ژبهمتحده عرب اماراتسردار محمد يوسف خانکاناډاساپوهنهکندهاریاند گندمک تړوناېټالياد امریکا متحده آیالاتونو دیمکرات ګوندد ۱۸۴۸ز کال انقلابد شمال ګډېدونکي هلکانهالنډپوهنه3 اکتوبر20 سپټمبرملا بورجانخرمارک زاکربرګقطب نمامخابراتدوبیپښتو متلونهعبدالقادر خان خټکنړیوال سوداګریز سازمانعمران خانرغاونهلومړنۍ نړېواله جگړهآرپوهنهمحمد🡆 More