سیول

سیول د سویلي کوریا پلازمېنه او د دې هېواد تر ټولو ستر میتروپولیتن ښار دی.

د ۲۰۲۰ کال د احصائیو له مخې، د سیول ښار ۹.۹ میلیونه وګړي لري، چې د سیول د پلازمېنې د سیمې او شاوخوا د انچیون میتروپولټن او ګینوګي ولایت سیمې په ځان کې رانغاړي. دا ښار د یوه نړیوال ښار په توګه ګڼل کېږي، چې د نړیوالتوب او د نړۍ د ښارونو د څېړنې شبکې (GaWC) له خوا د یوه الفا ښار په توګه ډلبندي شوی دی. سیول له توکیو، نیویارک ښار او لاس انجلیس نه وروسته په ۲۰۱۴ ز کال کې د د متروپولییتن ستر اقتصاد لرونکو ښارونو په لړ کې په څلورم ځای کې راغلی و. نړیوال سیلانیان معمولاً سیول ته د انچیون د نړیوال هوايي ډګر نه د AREX له لارې ورځي، کوم چې د نهو پرله پسې کلونو لپاره د هوايي ډګرونو د نړیوالې شورا له خوا (۲۰۰۵-۲۰۱۳) د غوره هوايي ډګر په توګه ډلبندي شوی و. په ۲۰۱۵ ز کال کې، دا ښار په اسیا کې د ژوند کولو له اړخه یو له ډېرو ممتازو ښارونو وګڼل شو او همداشان د Arcadis له خوا په نړیواله توګه د ژوند د کیفیت له مخې دویم ستر ښار وپیژندل شو، چې په دې ښار کې د سړي سر ناخالص تولید شاوخوا ۴۰۰۰۰ امریکايي ډالر دي. سیول د ۲۰۰۲ کال د فیفا د نړیوال کپ لپاره یو له دوو رسمي کوربه ښارونو څخه و چې سویلي کوریا او جاپان په ګډه سره د هغو کوربه توب وکړ.

سیول
Seoul
서울시
Seul
Seoul Special City
서울특별시
 • هانګول 서울
 • هانجا
 • Revised Romanization Seoul Teukbyeolsi
 • McCune–Reischauer Sŏul T'ŭkpyŏlsi
Clockwise from top: Namdaemun, Myeongdong Cathedral, Cheongyecheon, Gyeongbokgung Geunjeongjeon, 63 Building, N Seoul Tower
Clockwise from top: Namdaemun, Myeongdong Cathedral, Cheongyecheon, Gyeongbokgung Geunjeongjeon, 63 Building, N Seoul Tower
Clockwise from top: Namdaemun, Myeongdong Cathedral, Cheongyecheon, Gyeongbokgung Geunjeongjeon, 63 Building, N Seoul Tower

Map of South Korea with Seoul highlighted
Map of South Korea with Seoul highlighted
Map of South Korea with Seoul highlighted

کورډېناټونه: ۳۷°۳۴′شمال ۱۲۶°۵۹′ختیځ / 37.56°شمال 126.99°ختيځ / 37.56; 126.99   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د رامنځته کېدو نېټه ۶ جون ۱۳۹۵  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نومول شوی په پلازمېنه   د (P138) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
هیواد South Korea
Region Seoul National Capital Area
پلازمینه د:
Districts کينډۍ:قائمة مخفية
حکومت
 • ډول Seoul Metropolitan Government
Mayor–Council
 • ښاروال پارک ون-سون (کينډۍ:Polparty)
 • Council Seoul Metropolitan Council
 • National Representation
- National Assembly
کينډۍ:Composition bar 16.3% (total seats)
کينډۍ:Composition bar19.4% (constituency seats)
پراخوالی
 • ښار ۶۰۵٫۲۱ کلوميټر٢ (۲۳۳٫۶۷ میله  مربع)
لوړوالی ۳۸ ميټره (۱۲۵ فوټ)
نفوس شمېرنه (2016)
 • ښار ۱۰,۲۹۰,۰۰۰
 • ستره ښاري سيمه ۲۵٬۶۰۰٬۰۰۰
 • Demonym 서울 사람 (Seoul saram), 서울시민 (Seoul-simin), Seoulite
 • Dialect Gyeonggi
وروستي مالومات
وخت زون نړيوال همغږی وخت + 09:00   د (P421) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي ژبه کوريايي ژبه   د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جيو کوډ 1835848  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آی اېس او 3166 KR-11  د (P300) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خورلڼې ښارونه
سان فرانسسکو (۱۸ مې ۱۹۷۶–)
قاهره (۲۷ اپرېل ۱۹۹۷–)
جکارتا (۲۵ جولای ۱۹۸۴–)
نوي دهلي
تایپي (۲۳ مارچ ۱۹۶۸–)
انقره (۲۳ اگسټ ۱۹۷۱–)
تهران
بوګوتا (۱۴ جون ۱۹۸۲–)
توکيو (۳ سپټمبر ۱۹۸۸–)
مسکو
سیدنی
بېجنګ (۲۳ اکتوبر ۱۹۹۳–)
اولان باتور (۶ اکتوبر ۱۹۹۵–)
هانوی (۱ مې ۱۹۹۶–)
وارسا (۲۰ جون ۱۹۹۶–)
استانه
آتن
واشنګټن ډي سي (۱۳ مارچ ۲۰۰۶–)
بانګکوک (۱۶ جون ۲۰۰۶–)
تیرانا
ساو پاولو (۲۰ اپرېل ۱۹۷۷–)
ډېلي
بوئنوس آيرز
مکسیکو ښار (۵ اکتوبر ۱۹۹۲–)
رايو ډي جينېرو
پاريس (۱۲ نومبر ۱۹۹۱–)
روم (۱۸ مارچ ۲۰۰۰–)
نيويارک
هونولولو (۲۲ اکتوبر ۱۹۷۳–)
کيېف (۲۶ سپټمبر ۲۰۲۳–)  د (P190) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آلوتونګه کوریایي زاغه
رنګ سور رنګ سیول
ګل زیړ یاس
سرچیني د سیول سرچیني (سیول هانګانګ او سیول نامسان)
د بخت نښان Haechi
شعار "I·SEOUL·U " ( "د اسیا روح په معنی")
ترانه "S.E.O.U.L." (اجرا سوپر جونیور او ګرلز جنریشن)
ونه تاریخي
GDP(Metro) US$ 779.3 billion
GDP per capita(Metro) US$ 35,782
رسمي وېبپاڼه seoul.go.kr
سیول  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

په ګنګنم او د ډیجیټل رسنۍ ښار کې د سترو تکنالوژيکي شرکتونو د مرکزونو په لرلو سره، د سیول سیمه د فورچون ګلوبل ۵۰۰ کمپنیو له منځه د ۱۵ سترو او مشهورو کمپنیو لکه سامسونګ، ایل جي او هیونډای کور دی. د نړیوال ځواک لرونکي ښار د شاخص او د نړیوالو مالي مرکزونو د شاخص له مخې دا ښار په اوم مقام کې راځي، چې د نړیوالو کنفرانسونو د کوربه توب له مخې د نړۍ په چارو کې یو له مخکښو متنفذینو ښارونو څخه ګڼل کېږي. د سیول ښار د ۱۹۸۶ کال د اسیايي لوبو، د ۱۹۸۸ کال د دوبني المپیک او د ۲۰۱۰ کال د G20 Seoul summit کوربه و.

سیول د بېلابېلو کوریايي حکومتونو پلازمېنه وه، له هغې ډلې د بیکجي، جوسیون، کوریايي سترواکي، ګوریو (د دویمې پلازمېنې په توګه) او اوسمهال د سویلي کوریا. په ستراتیژيکي توګه دا ښار د هان سیند پر غاړه پروت دی. د سیول تاریخ ۲۰۰۰ کاله وړاندې ته ورګرځي، کله چې له میلاد نه وړاندې په ۱۸ کال کې د بیکجي خلکو له خوا جوړ شو، بیکجي د کوریا یو له دریو پاچاهیو څخه ده. دا ښار بیا وروسته د جوسیون د سلسلې له خوا د کوریا د پلازمېنې په توګه پسې پراخ شو. سیول د غرونو او غونډیو په مټ را محاصره شوی ښار دی، چې د بوخان غر د دې ښار په شمالي څنډه کې پروت دی. د سیول په ښار کې د یونیسکو پنځه نړیوال میراث لرونکي سایټونه شته چې دا دي: د چانډویک ماڼۍ، د هواسیونګ کلا، د جونګمیو زیارت، نمهانسانسیونګ او د جوسیون سلسلې شاهي قبرونه. په دې وروستیو کې، سیول د عصري معمارۍ او ودانیزو چارو په برخه کې خورا مخکښ پاته شوی، چې په دې لړ کې کولای شو د N Seoul Tower، 63 Building، Lotte World Tower، Dongdaemun Design Plaza، Lotte World، Trade Tower، COEX او IFC Seoul نومونه واخلو. سیول په ۲۰۱۰ ز کال کې د نړۍ د طراحي پلازمېنه هم ونومول شوه. سیول همداشان د K-pop او Korean wave د زوکړې ځای هم دی.

ایتمولوژي

دا ښار په پخوا زمانو کې د Wiryeseong، Hanyang، Hanseong او Keijō یا Gyeongseong په نوم هم یادیده.  کله چې کوریا د جاپان له خوا ونیول شوه، نو جاپاني چارواکو Hanseong (漢城) په Keijō (京城) بدل کړ، تر څو له hanja '漢' سره ګډ نشي، چې په لرغونې کوریايي ژبه کې د Han (한) کلیمه د «ستر» معنی ورکوي او همداشان په چینايي ژبه کې د هان د سلسلې خلکو ته منسوب کېږي، خو په جاپاني ژبه کې دا بیا د «چین» یوه اصطلاح ګڼل کېږي.

له دویمې نړیوالې جګړې او د کوریا له ازادۍ را وروسته، دې ښار خپل نننی نوم واخیست، چې په کوریايي ژبه کې د «پلازمېنې ښار» معنی ورکوي، چې ګومان کېږي له یوه لرغوني لغت، Seorabeol څخه را اخیستل شوی چې په اصل کې Gyeongju ته اشاره کوي یعنې د Silla پلازمېنه. لرغونی Gyeongju نوم هم په اسنادو کې په چینايي سټایل سره په Geumseong پېژندل کېده (چې په لغوي اصطلاح سره 金城  «د سرو زرو کلا یا ښار» یا «اوسپنیزه کلا یا ښار» هم یادیده، خو دا تر اوسه پورې څرګنده نه ده چې ایا په کوریايي سټایل سره د Seorabeol  نوم د Geumseong په څېر ورته معنی ورکوي که نه.

په کوریا کې د نورو ځایونو د نومونو برخلاف، «سیول» هېڅ راز هنجا (هغه چینايي توري چې په کوریايي ژبه کې کارول کېږي) نه لري. د ۲۰۰۵ کال د جنوري په ۱۸مه، د سیول حکومت خپل رسمي نوم په چینايي تورو کې له تاریخي Hancheng (ساده شوي چینايي ژبې: 汉城 څخه دودیزې چینايي ژبې: 漢城؛ pinyin: Hànchéng) نه Shou'er (ساده شوي چینايي ژبې: 首尔؛ دودیزې چینايي ژبې: 首爾؛ pinyin: Shǒu'ěr) ته واړاوه.

تاریخچه

د هان سیند په سیمه کې مېشتیدنه، چېرې چې د نن ورځې سیول موقعیت لري له میلاد نه ۴۰۰۰ کاله وړاندې پیل شوه.

سیول د لومړي ځل لپاره د Wiryeseong په توګه د بایکجي د پلازمېنې (کوم چې له میلاد نه ۱۸ کاله وړاندې تاسیس شوی) په توګه د مډرن سیول د سیمې په شمال ختیځه برخه کې ثبت شوی. په دغه سیمه کې د هغه وخت ګڼ شمېر د ښار دیوالونه لا اوس هم پاتې دي. Pungnaptoseong، هغه خټین دیوال کوم چې د سیول په سویل ختیځ کې جوړ شوی، ګومان کېږي چې هغه د Wiryeseong په اصلي سایټ کې موقعیت لري. دا چې دریو سرو پاچاهیو د همدې ستراتیژيکې سیمې لپاره سیالي کړې وه، نو د دې سیمې کنټرول له بایکجي نه Goguryeo ته په پنځمه پېړۍ کې ورسېد او بیا له Goguryeo نه Silla ته په شپږمه پېړۍ کې ورسېد.

په یوولسمه پېړۍ کې کله چې Goryeo د متحدې سیلا ځایناستی شو، نو په سیول کې یې دوبنۍ ماڼۍ جوړه کړه، کوم چې ورته د «سویلي پلازمینې» نوم هم ورته کارول کېږي. له همدې وخت نه راهیسې سیول کې پراخه مېشتیدنه پیل شوه. کله چې جوسیون د ګوریو پر ځای راغی، نو پلازمېنه هم سیول ته یوړل شوه (چې د Hanyang یا Hanseong په نوم هم پېژندل کېده)، چې د همدې سلسلې تر پایه پورې په همدې نو یادیده. د Gyeongbok ماڼۍ، کومه چې په ۱۴مه پېړۍ کې جوړه شوې، تر ۱۵۹۲ ز کال پورې یې د اوسېدنې د شاهي کور په توګه کاریده. یوه بله ستره ماڼۍ، Changdeokgung په ۱۴۰۵ ز کال کې جوړه شوه، چې له ۱۶۱۱ تر ۱۸۷۲ ز کال پورې یې د شاهي ماڼۍ په توګه کار ورکاوه. کله چې جوسیون په ۱۸۹۷ ز کال کې خپل نوم په کوریايي سترواکۍ باندې واړاوه، نو Hwangseong هم سیول له سره طراحي کړ.

په اصل کې پر دې ښار باندې د سترو ګړدو ډبرو نه جوړ شوی دیوال را ګرځیدلی و تر څو له وحشي ځناورو، غلو او بریدونو نه د وګړو امنیت خوندي وساتل شي. خو دا ښار له همدې دیوالونو نه هم پراخ شو او دا دیوالونه نور زیاتره له منځه ولاړل (پرته له هغه دیوال نه چې د Bugaksan له غره سره ولاړ دی کوم چې د ښار په شمالي برخه کې موقعیت لري) د زاړه دیوال دروازې هم د سیول ښار ته نږدې ولاړې دي چې مشهورې یې د Sungnyemun او Heunginjimun په نومونو دي. د جوسیون سلسلې په لړ کې، دا دروازې هره ورځ پرانیستل کېدي او بېرته تړل کېدي چې پر سر به یې ستر زنګونه هم و. په ۱۹مه پېړۍ کې، له سلګونو کلونو بېلتون نه وروسته، سیول خپلې دروازې د بهرنیانو پر وړاندې پرانیستلې او پر عصري توب یې پیل وکړ. په ختیځه اسیا کې سیول لومړنی ښار و چې په شاهي ماڼۍ کې یې برېښنا درلوده، کوم چې د Edison Illuminating Company کمپنۍ له خوا جوړ شوی و او یوه لسیزه وروسته بیا په سیول کې د سړک غاړې ګروپونه هم جوړ شول.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

پاړسي ژبهمتلکاناډاد اندازه کولو واحدکتابتونشړشمدعناصرو دوراني جدولکيمياوي تعاملونهميوند ولسوالۍ3 اکتوبرتلويزونوينه لږیدوبیمورمانسک ولايتملا بورجانافغانستانپولينډي ژبهپټه خزانهشوروي اتحادد چين جمهوريت (۱۹۴۹-۱۹۱۲ز کلونه)23 اگسټشکرې ناروغيمتلونهد شهیدانو چوکهیوادقطب نماآدامستون پیتکرن ټاپوګاند زړه حمله (ناروغي)لېزراستمناءد اشرف خان هجري په شاعرۍ کې تشبيه ګانېد افغانستان لرغونی تاریخبرېتانياغرد انګليستان د بېوزلۍ قوانينملا محمد عمراستنبولد عثماني خلفاوو لړلیکاندونيزيادرملگريد نفوس له مخې د هیوادونو نوملړد واحدونو نړيوال سيستمالبرټ آينسټاينپښتانهلمریزه برېښناد ژونکي غشاافغانستان د اسلام د راتگ نه مخکېشانگهایپښتو متلونه20 سپټمبرپوهنغونډوينهامير دوست محمد خانزده کوونکیتحليلي کېمياشاه شجاعاپرېلاسحاق ننگيالدوبۍکندهارګيدړسام دوښمني (يهود مخالفت)د واده شپهناساماري کیوريد اقليمي بدلون اغېزېاوبهلوی اقتصادالېکسانډر گراهام بېلانبارغږد روم جمهوريتهايډروجندانش خپرندويه ټولنهپوهنتون🡆 More