هر هغه څه چې د کاربوهايډرېټو، غوړو، اوبو او يا پروټينو نه جوړ وي او د ودې او يا خوند لپاره د ژوو او انسانانو د خوړلو وړ وي او يا يې هم د څښلو وړ وي د خواړه يا خوړو په نامه يادېږي.
ډېر داسې فرهڼونه دي چې د خوړو ځانگړي دودونه لري: پدغه دودونو کې په بېلابېلو ډولونو خواړه پخول، د بېلابېلو خوړو غوراوی او د ځانگړو خوړو رواج او ډېر کارېدنه دا ټول هغه څه دي چې ځانته ځانگړې زده کړه لري او د همدغې زده کړې نوم گاسټرونومي دی.
د خوړو په هکله زده کړې ته د خواړو ساينس وايي. خواړه په پښتو ژبه کې هغه خوړونکي توکو ته وايي چې وروسته له دې چې په خوله کې په غاښونو ژوول کېږي او په همدې توگه په بدن کې د بېلابېلو هضمي پروسو نه هم تېرېږي.
نژدې ټول خواړه د بوټو او ژويو نه ترلاسه کېږي، که څه هم چې پدې کې ځينې استثناگانې هم شته. نژدې هر يو ژوندی که هغه بوټي وي او که هغه ژوي وي، د يو يا بل ژوندي د خوړلو برخه جوړوي، او دا خواړه يا د برار او ژوند کولو په خاطر او يا هم د مذهبي او فرهڼيزو دودونو او شگومونو له مخې د يوه او يا هم د ډېرو انساني ټولنو لخوا خوړل کېږي.
انسانان د بوټو ډېرۍ برخې د خوړو په توگه کاروي. پدې کې د بوټو نژدې دوه زره بېلابېل توکمونه د خوړو لپاره کرل کېږي، او ډېری يې زمونږ د ورځنيو چارو خواړه دي چې د بېلابېلو فصلونو نه لاس ته راځي. د بوټو نه لاس ته راغلي خواړه په لانديني ټولگيو وېشل کېږي:
سابه د بوټو نه لاس ته راغلي توکي دي چې د خوړو په توگه کارېږي. په سابو کې د بوټو ريښې لکه کچالو او گازرې، د بوټو پاڼې لکه پالک او کاهو، د بوټو ډډونه لکه اسپراگس او پښۍ او په آخر کې د بوټو گلان، لکه گلپي او شين گلپي يا براکولي، دا ټول سابه يادېږي. ډېرۍ مسالۍ، داروگان او خوند بسيا کوونکي توکي چې د خوند، درملنې او وږم لپاره د خوړو په ډول کارېږي، دا ټول د بوټو نه لاس ته راځي.
انسانان غوښه هم خوري، خو ځينې يې بيا د غوښو خوړلو په هکله د ځانگړې فلسفې خاوندان دي. په همدې توگه د کورني ژويو نه ترلاسه شوي نورې لاس ته راغلي توليدونه هم خوړل کېږي. د بېلگې په توگه شيدې چې د ډېريو کورنيو ژويو نه ترلاسه کېږي، هرڅوک يې څښي او په فارمونو کې د شيدو نه نور شيان لکه پنېر او کوچ هم لاس ته راځي. مارغان او چرگان هگۍ اچوي، او دا بيا بل داسې خواړه دي چې د ژويو نه لاس ته راځي.
په ډېرو فرهڼونو کې گبين چې د شاتو د مچيو نه په لاس راځي هم د خوړو په توگه کارېږي.
ځينې خواړه داسې دي چې نه يې ژوي او نه هم بوټي د لاسته راوړنې سرچينه گڼل کېږي. دغه ډول خواړه د خوړنده فنجای نه لاس ته راځي چې په هغو کې مرخېړي شامل دي. په همدې توگه د فنجای او روغتيا ته ځيان نه رسونکي باکټېريا هم د خواړو د تخمير کولو په لارو چارو کې کارول کېږي، لکه د اچارو جوړول، ډوډۍ پخول، د الکولي څښاکونو په جوړولو کې، د مستو، شړومبو، او پنېر په جوړولو کې له دغو نومېدلو سرچينو نه کار اخيستل کېږي.
په انگرېزي ژبو هېوادونو کې د خواړو تعريف په دغه څلور کټه گوريانو کې شوی دی، او د همدغه څلور کټه گوريانو هر يو شی خواړه بلل کېږي. :
This article uses material from the Wikipedia پښتو article خواړه, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.